انسان تښوونکو د ترهګرۍ ضد شپږ پاکستاني پولیس ووژل

پاکستانيو رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد پولیسو لږ تر لږه شپږ تنه غړي، د انسان تښتوونکو له یوې ډلې سره په نښته کې، وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
(ډان) د پاکستاني پولیسو د چارواکو له خولې خبر ورکړی، چې دغه نښته د چهارشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۶مه، د بلوچستان ایالت په (مولاداد) کې د ترهګرۍ ضد پولیسو او د (میتوشاه) ډلې ترمنځ شوې ده.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، نښته د ميتوشاه ډلې د غړو لخوا تر هغې وروسته پيل شوه، کله چې پوليس د يوه سوداګر د تښتول شوي زوى، د خلاصون لپاره، د بلوچستان مولاداد سيمې ته ورغلل.
د سیمه ییزو پولیسو یوه چارواکي (منیراحمد شیخ) ویلي دي: «د پولیسو او تښتوونکو ترمنځ څو ساعته پر يو بل ډزې روانې وې.»
له دغې خونړۍ جګړې وروسته، د پاکستان پولیسو په دې تښتونه کې، د میتوشاه ډله ښکېله بللې او د تښتوونکو د دغې ډلې د نیولو یا له منځه وړلو لپاره یې پراخ عملیات پیل کړي دي. پوليس وايي، عمليات به دغې موخې ته تر رسېدو پورې دوام ولري.
ویل کیږي، چې د بلوچستان د مولاداد په سیمه کې د ميتوشا ډله وحشت په سمبول بدله شوې ده. د مولاداد اوسېدونکي وايي، چې د دې ډلې غړي پر پوليسو د بريدونو ترڅنګ، په بلوچستان کې د خلکو او مسافرو ګران بيعه توکي هم غلا کوي.