په لغمان کې د طالبانو ۶۰ کلن والي له ۱۸ کلنې نجلۍ سره واده وکړ

۸صبح، لغمان: په لغمان کې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي زین العابدین له یوې ۱۸ کلنې نجلۍ سره د دوه میلیونه ۲۸۵ زره افغانیو او یوې نمرې زمکې په بدل کې واده کړی.
سرچينو نن یکشنبه (د چنګاښ په ١١مه) ٨صبح ورځپاڼې ته وويل، چې د دغه طالب چارواکي د واده مراسم تېره جمعه د لغمان ولايت د مقام په پخوانۍ ودانۍ کې ترسره شول.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، هغه نجلۍ چې د طالبانو والي ورسره واده کړى، د الينګار ولسوالۍ د (الاجیگروی) کلي اوسېدونکې ده.
دغه ځايي طالب چارواکي د نجلۍ پلار ته ۸۰۰ زره افغانۍ او د سلطان قاضي بابا په ښارګوټي کې یوه ټوټه زمکه د ډالۍ په توګه ورکړې ده.
د دغه واده لګښت څه باندې دوه میلیونه افغانیو ته رسېدلی دی.
د معلوماتو له مخې، زین العابدین د خپلې ځوانې مېرمنې لپاره په یو میلیون افغانیو سره زر پېرودلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د طالبانو مشر د دغې ډلې له چارواکو غوښتي وو چې د څو مېرمنو له کولو ډډه وکړي.
د طالبانو مشر څلور ورځې وړاندې په خپل اختریز پیغام کې هم د جبري او کم عمره ودونو له منځه وړل یوه لاسته راوړنه یاده کړې وه.
د طالبانو د چارواکو په منځ کې څو میرمنې او دویم او دریم ودونه کول بي مخینې نه دي. تر دې مخکې په لوګر کې هم ورته قضیه ثبت شوې وه.