د ۸صبح انګلیسي وېب پاڼه فعاله شوه
م. ظ. صمیم

اوس د ۸صبح لوستونکي کولای شي د دري او پښتو وېب پاڼو ترڅنګ په انګلیسي ژبه هم د ۸صبح مطالب ولولي.
د ۸صبح په انګلیسي وېب پاڼه کې (https://8am.af/eng/) د دغې ورځپاڼې بېلابېل مطالب په انګلیسي ژبه خپرېږي.
د ۸صبح ورځپاڼې فعالیت د ۱۳۸۶ کال په غبرګولي میاشت کې په هېواد کې په پراخ پوښښ سره د یو شمېر مطرح ژورنالیستانو او د بشري حقونو او رسنیو د فعالینو له خوا پيل شو چې د دېموکراسۍ او ولسواکۍ په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
۸صبح په دې موده کې د خبري او تحلیلي مطالبو په خپرولو او په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د افغانانو ترمنځ د وحدت او یووالي لپاره د زمینې په برابرولو شهرت ته ورسېده.
په پښتو او انګلیسي ژبو به هم همدا تګلاره تعقیب شي. له دې مخکې ۸صبح په پښتو ژبه د مجلې په بڼه فعالیت پیل کړ، د ۸صبح په پښتو مجله او وېب پاڼه (https://ps.8am.af/) کې په زړه پورې سیاسي، کلتوري، ادبي، ټولنیز او سپورتي مطالب خپرېږي. د ۸صبح پښتو مجله هره شنبې چاپېږي.