د اخلاقي عمل زرکاڼی همېشه ټولنيز قضاوت او د عوامو سترګې نه وي. عوام يو نيم وخت د سينايي په قول د سامري خوسکی په خدايي مني، خو نوح په پيغمبري هم نه مني.
ګاو را باور دارند اندر خدایی عاميان
نوح را باور ندارند از پی پيغمبری
په قبايلي ټولنو کې چې خلک د انساني شخصيت او جوهر خد و خال ټاکي، انسانان هڅه کوي چې د ريا، دروغو او چل ول له لارې د خلکو په سترګو ور ننوځي او بالاخره ځان د احترام وړ کړي. که د ټولنيز قضاوت اغېز نه وای، چا به څه اړتيا لرله چې د ترياکو يا خويندو او لوڼو د ولور په پيسو حج ته ولاړ شي او د رشوت او غلا په پيسو جوماتونه ودان کړي؟
البته ټولنيز قضاوت د ټولنې په اصلاح کې ډېر مثبت کردار هم لوبوي. د مثبت ټولنيز تصور په تمه ډېر انسانان د ټولنې د خير او رفاه په کار کې ونډه اخلي او د منفي ټولنيز قضاوت له وېرې ډېر خلک شر ته زړه نه ښه کوي.
ايډيال حالت دا دی چې د ټولنې شعور د پوهې، حکمت او هنرونو پر زېنو يوې داسې پوړۍ ته لوړ شي، چې وګړي اخلاقي او غیراخلاقي چارې د دې چارو د ذاتي شناخت او پېژاند پر بنسټ سره بېلې کړای شي. په دغسې حالت کې وګړي نه ښۀ د ټولنې د خوشحالۍ لپاره کوي او نه هم بد د ټولنيز قضاوت له وېرې پرېږدي. ښۀ ځکه کوي چې ښۀ دي او له بدو ځکه ډډه کوي چې بد دي. هغه ټولنه چې دې ايډيال حالت ته ورسېږي، زندانونه په کې نړېږي او اړتيا نه پېښېږي چې پوليس د خلکو پر اعمالو څار وکړي. په هره ټولنه کې چې تر عوامو د پوليسو او تر مکتبونو د زندانونو شمېر زيات وي، پوی شئ چې د انسان د شعور او وجدان اصلاح کوونکيو وسايلو خپل نقش نه دی ترسره کړی او لا هم اړتيا ده، چې وګړي د وېرې او لوَړ په زور په لاره سم شي. يعنې په سمه لاره تګ او له ناسمې لارې ډډه کول د خلکو شعوري انتخاب نه دی، بلکې مجبور دي چې ځان ښۀ ښکاره کړي. تاريخ راته وايي چې له دغسې ټولنو چې يوه شېبه هم د وېرې سيوری پورته شوی او حاکم نظم برهم شوی، هغه وحشتونه او نادودې په کې شوې دي، چې تاريخ پرې شرمېږي.
په اخلاقي لحاظ ايډيالې ټولنې ظاهراً د حاکم استبداد له زندان او لوَړه ازادې وي، خو په باطن کې د انساني شعور او وجدان په داسې نامريي ځنځيرونو تړل شوې وي، چې په وګړيو کې د بدۍ لپاره موجودې غريزې لاس و پښه نه شي خوځولای او انساني اراده د خير او نيکۍ لپاره له موجود تمايل سره غاړه غړۍ روانه وي. ځکه خو د جبر او اختيار بحث هم يو نيم وخت ډېر پاراډوکسي شي. هر مجبور په اصل کې مختار دی او هر مختار مجبور. د شاعر په قول:
های مجبوره! اصل خود مختار ته يې
بار د اختيار وانخلې، مجبور به شې
داسې فکر مه کوئ، چې په ازادو ټولنو کې انسانان هر څه کولای شي او په استبدادي ټولنو کې هيڅ نه شي کولای. په کومو ټولنو کې چې انساني شعور او وجدان و روزل شي، د خلکو له غاړې او پښو لاسونو مريي ځنځيرونه خلاص شي، خو له داخله «بند په بند ورته ځان قيد په ځنځير ښکاري». برعکس، تر استبداد لاندې ټولنې صرف ظاهراً تړلې ښکاري او که هر وخت د قانون، وېرې، زندان او يا حاکم استبداد کړۍ ماتې شي، خلک له داخله دومره خلاص او ازاد وي، چې انسانان يو بل سره وخوري؛ د ښځو سينې پرې شي؛ ماشومان لکه نېنې ورېته شي؛ پېغلې د عصمت د ساتلو لپاره ځانونه له بلاکونو وغورځوي؛ د مړو نڅا د ذوق د خړوب وسيله شي؛ انسانان د سپيو په څېر خلک و داړي او زرګونه نورې داسې فاجعې وشي چې انسان يې په ويلو او ليکلو شرمېږي.
همدا دليل دی، چې واقعي نظامونه د ټولنيزې اصلاح لپاره داسې روزنيز او ښوونيز نظامونه جوړوي، چې ټولنه له داخل څخه په نامريي ځنځيرونو تړي او چې په دې موخه کې کامياب شي، خلک ازاد پرېږدي. بيا نو چې وګړي د بدۍ تصور هم کوي، له خپل اندرونه پرې غږ کېږي، چې ودرېږه! او نيکي هم د خپل مسئوليت له مخې کوي. نه پر چا د وړو، وړو نيکيو احسان باروي؛ نه له خوارانو څخه د مرستې پر مهال ويډيوګانې کوي او نه هم له بدۍ څخه ډډه کول په خبر بدلوي.
دغه وروستۍ خبره لږه شاربل غواړي. په منطقي لحاظ ټولې پديدې غايي علتونه لري. څراغ به رڼا کوي، ساعت به وخت معلوموي، موټر به لاره لنډوي، يخچال به اوبه او خواړه يخ ساتي او بخارۍ به خونه تودوي. دغه پديدې که له خپلو غايي علتونو سره سمې روانې وي، خلک یې ويډيوګانې نه خپروي. ځکه چې د څراغ، د موټر، د ساعت، د یخچال او د بخارۍ نو بل کار څۀ دی، چې خپل، خپل کارونه به نه کوي؟ حيراني خو به هله وي، چې توره تيږه رڼا وکړي، ديوال وخت وښيي، غر دې منزل ته ورسوي، اور خواړه يخ کړي او يخچال خواړه وسوځوي.
د انسان غايي علت هم صرف مينه، نيکي او انسانيت کول دي. په ريښتينو اخلاقي ټولنو کې انسان خپل دغه نقش او غايي علت درک کړی وي، ځکه خو که چاته يو ګيلاس اوبه ورکړي او يا هم له لارې کومه ډبره لرې کړي، پر ميډيا شور او شغب نه جوړوي؛ ويډيوګانې نه خپروي او د اتلولۍ احساس نه کوي، بلکې داسې فکر کوي لکه خپل يو ورځېنی مسئوليت يې چې ادا کړی وي. هر چېرې چې انسان ته په عادي ورځنيو چارو ځان ډېر لوی اتل ښکاري، وپوهېږئ چې لا يې خپل ځان نه دی تسليم کړی چې انسان دی.
زما يو ډاکټر ملګري له کوم ناروغ سره مسلکي مرسته کړې وه؛ څو ځلې يې پر ميډيا وليکل او عکسونه يې خپاره کړل؛ لس شل ځلې به يې زموږ په مجلس کې ياده کړې وي. ډېر د وياړ احساس يې کاوه. يوه ورځ مې ورته وويل:
– ته ډاکټر يې که اجرتي قاتل؟
– دا څۀ وايې؟ ته مې نه وينې؟
– زه دې چې وينم نه يې. په منځ کې دې يو پټ قاتل ناست دی.
– پوی نشوم، پېريان دې غږوي؟
– دليل مې واوره:
آيا د ډاکټر تر ټولو اصلي دنده له ناروغ سره مرسته کول نه دي؟
– بېشکه چې دي.
– که دا منې، نو ولې د خپلې اصلي دندې او مسوليت تر سراينه درته دومره لويه حيراني ګرځېدلې، چې اوس يې په ويلو نه مړېږې؟ که يو اجرتي قاتل ته چا پيسې ورکړې وای او د دې ناروغ په وژلو يې مامور کړی وای او هغه بيا له دې ناروغ سره مرسته کړې وای، نو واقعاً د تمجيد او حيرانۍ وړ وه. هم د قاتل لپاره او هم د ټولنې لپاره. ستا کيس ولې تاته او بيا ټولنې ته دومره مهم دی؟ ته خو ډاکټر يې او همدغه دې کار دی. چې مرسته دې نه ورسره کوله، واژۀ دې؟
استدلال ډاکټر ته خوند ورکړ او بله ورځ يې خپل پوسټونه لرې کړي ول.
موږ ټولو ته ځانونه په دغسې کارونو اتلان ښکاري، چې اصولاً د انسان تر ټولو اصلي او لومړني مسئوليتونه دي. که موږ ته دغه مسئولیتونه ډېر درانه او د حيرانۍ وړ ښکاري، په اصل کې اعتراف کوو چې انسانان نه يو. ګواکې انسانان نه يو، خو د انسانانو کار مو کړی دی. نو ټولنه بايد انعام راکړي، مډال مو پر ټټر را وځړوي او و مو نازوي.
کيسه وړه نه ده سايله خو بس لنډا دا چې:
ټولنه هغه مهال واقعي انساني ټولنه ده، چې انسانان يې خير او مينه خپل مسئوليت وګڼي او له شر څخه د قانون په لوَړ نه، بلکې د خپل شعور او وجدان په دروني حکم را وګرځي. دغسې ټولنه به د ملا معنوي خبره خيال و محال و جنون وي، خو که مو ومونده او يا مو جوړه کړای شوه، جنت ټيک هماغلته دی. بيا به شاعر نه وايي چې:
جلوه ننمايد جلوه آنجا که جنس آدم است
بيا نو اړتيا نشته چې د غلا او يا بل انساني ضرر له وېرې د کورونو دړې ځنځير کړی، ځکه هغه ځنځير چې تاسې د کورونو دړې پرې تړئ، په يوه بله نامريي بڼه يې د ټولنې غرايز او شیطاني هوسونه تړلي وي. بيا به ټولنه د شاعر د خيال کلی وي:
زما د خيال د امن کلی څه په دا رنګه دی
هيڅ وېره نشته، دروازې يې د کورونو نشته
اکرام الله ګران