پراګ کې د افغانستان سفارت خپل فعالیتونه له طالبانو سره همغږي کړي

۸صبح، کابل: په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت ویلي، چې له طالبانو سره یې تعامل کړی او له دې وروسته خپلو قونسلي خدماتو ته کابل کې د دغې ډلې د بهرنیو چارو له وزارت سره په اړیکه کې دوام ورکوي.
پراګ کې د افغانستان سفارت شنبه د لیندۍ پر پنځمه په خپله فېسبوکپاڼه کې یوه اعلامیه کې له طالبانو سره د تعامل خبر ورکړی دی.
د سفارت په دغه اعلامیه کې راغلي: «پراګ کې د افغانستان سفارت له خپل هېواده استازیتوب کړی دی او هلته له واکمن نظام سره په اړیکه کې دی.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد هم دغه خبر تایید کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم، یوازې یو څو کم شمېر سفارتونو له طالبانو سره په همغږۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.