۸صبح، کابل: د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، چې ننګرهار کې یو ازاد خبریال خیرالله پرهر خوشی کړي.
دغه مرکز سه شنبه د سلواغې پر څلورمه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، چې طالبان دوې اونۍ مخکې له خیرالله پرهر لومړی په ننګرهار کې پلټنې کوي او ټلیفون یې ترې اخلي. طالبان وروسته ترې غواړي چې کابل ته ولاړ شي او خپل ګرځنده ټلیفون بېرته ترلاسه کړي. کله چې کابل ته ځي د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول کېږي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز همداراز د یوه ځایي خبریال قدرتالله ترار د ژرترژره خوشي کېدو غوښتنه کړې ده. دغه خبریال له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په زندان کې دی.
طالبانو په افغانستان کې له واکمنېدو وروسته خبریالان ګواښلي، نیولي او شکنجه کړي دي او لا هم دغه کار ته دوام ورکوي.