افغان کرېکټ ملي لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړ
راپور: محمد عزيز پردېس

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د ایرلینډ د کرېکټ د ملي لوبډلې په وړاندې سياليو په لومړۍ لوبه کې د سیالې لوبډلې لپاره ۲۹۷ منډې هدف وټاکه خو ایرلینډ لوبډلې دا هدف پوره نه کړ او افغان لوبډلې لوبه وګټله، په دوهمه لوبه کې ایرلینډ لوبډلې په ۷ ویکټو سره خپله ماته ومنله او افغان کرېکټ لوبډلې د سلواغې په اوومه نېټه په خپله درېيمه لوبه کې د ۳۶ منډو په توپیر سره ایرلینډ لوبډلې ته ماته ورکړه چې افغان لوبډله په دغو درېيو یوه ورځنیو لوبو کې بریا ته ورسېده.
په وروستۍ لوبه کې راشد خان د غوره توپ وهنې او ډېرو وېکټو په اخيستو سره د لوبې لوری بدل کړ. په دغو درېیو سياليو کې د افغانستان له اړخه راشد خان، نوين الحق، رحمان الله ګربز، حشمت الله شهيدي او رحمت شاه زرمتي د نورو لوبغاړو په پرتله ښه وځلېدل او د ايرلینډ لخوا پاول سټارلينګ ترټولو ښه توپ وهنه وکړه. له دغو پرلپسې برياوو وروسته د کرېکټ ډېری مينه وال د افغان لوبډلې له خوا د ښې لوبې له امله خوښي څرګندوي او هيله لري چې په راتلونکو لوبو کې هم همداسې وځلېږي.
د یادولو وړ ده چې د کورونا ويروس له خپرېدو او يو لړ محدوديتونو وروسته دا د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لومړۍ لوبې وې چې ترسره شوې. د کرېکټ لوبو څارونکی او نوموتی خبريال، جعفر هاند په خپل ټوېټر ليکي: «له ایرلینډ څخه د درېیمې لوبې ګټل دې ټول افغان اولس ته مبارک وي، افغانستان له ایرلینډ څخه ټول ۳۰ امتیازونه واخیستل او په دې سره مو ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د ورتګ سفر ښکلی پیل کړ.»
افغان کرېکټ ملي لوبډلې په سوپر لیګ پړاو کې ۳۰ امتیازونه ترلاسه کړل او همدا شان به د ۲۰۲۳ کال په نړيوال جام کې د ګډون لپاره له ګڼ شمېر نورو هېوادونو سره هم لوبې وکړي.