۸صبح، غزني: په غزني کې ځايي سرچینې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر ۷۰۰ اړمنو کورنیو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکوي.
سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې دا مرسته پرون یکشنبه د تلې په ۹مه وېشل شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، هرې اړمنې کورنۍ سره ٨٥٠٠ افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
سرچينه زياتوي، چې دغه مرستې پر بې ځايه شويو کورنيو وېشل شوې دي.
په ورته وخت کې مرسته اخیستونکو له مرستندویه بنسټونو د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې او وايي چې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
په ورته وخت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرکزي دفتر په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې ډېر ژر به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۲۴ زره اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشي.
تر دې وړاندې هم یادې ادارې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر اړمنو کسانو خوراکي توکي او نغدې مرستې وېشلې دي.