۸صبح، غزني: غزني کې د طالبانو په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې سرچینې وایي، چې د اغاخان فرهنګي بنسټ په دغه ولایت کې د یو شمېر لرغونو ځایونو بیارغونې ته لېوال دی.
غزني کې سرچینې چهارشنبه د زمري پر ۵ وایي، چې د اغاخان بنسټ د فرهنګي خدماتو د رییس اجمل میوندوال په مشرۍ د دغه بنسټ یوه پلاوي په غزني ولایت کې له لرغونو ځایونو لیدنه کړې ده.
د سرچینو په وینا، دې پلاوي ویلي، چې د اغاخان فرهنګي بنسټ غزني کې د ځینو تاریخي ځایونو بیارغونې ته لېوالتیا لري.
د غزني یو شمېر فرهنګیال د لرغونو ځایونو د بیارغونې لپاره د دغه بنسټ له لېوالتیا خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې د دغه ولایت تاریخي ځایونه له دې جملې بالاحصار او د غزني تاریخي قلعه د تخریبېدو په حال کې دي او په تېر یوه کال کې هېڅ پاملرنه نه ده ورته شوې.
غزني د هېواد له لرغونو ولایتونو څخه دی، چې تر ۱۰۰ زیات تاریخي ځایونه لري او په ۲۰۱۳ کال کې کله چې دغه ښار د ایسسکو له خوا د اسلامي نړۍ د فرهنګي مرکز لقب ترلاسه کړ، د غزني ۳۶ تاریخي ځایونه ترمیم شول او پاتې نور لرغوني ځایونه هم بیارغونې ته اړتیا لري.