طالبانو ته د لغماني کروندګرو غوسه؛ له بدیل معیشت پرته یې کوکنار واړول

۸صبح، لغمان: د لغمان کروندګر طالب واکمنو ته غوسه دي او شکایت لري، چې د بدیل معیشیت له ورکړې پرته یې د دوی د کوکنارو حاصلات له منځه وړي.

په دې ولایت کې یو شمېر سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د لغمان پر مرکز مهترلام سربېره په قرغیو، الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې ګڼو کروندګرو د پراخو اقتصادي ستونزو د حل په هیله یې، کوکنار کرلي وو، خو طالبانو یې حاصل ته رسیدلي فصلونه اړولي.

کروندګر وايي، طالبانو تېر دوه کاله د کوکنارو د نه کرلو په صورت کې د بدیل معشیت ، اصلاح شويو تخمونونو، کیمیاوي سرو  او نور مرستو ژمنې ورسره کړې وې، خو عمل یې پرې ونه کړ.

د دوی په وینا، تېر کال یې له طالبانو څخه د نهیلۍ له امله کوکنار وکرل، خو طالبانو یې د کوکنارو کښتونه واړول او د اقتصادي ستونزو د کمیدو هیلې یې خاورې شوې.

د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې د زبیر په نوم یو کروندګر ۸‌صبح ته وویل، چې له ناچارې ورځ د کوکنارو کر ته اړ شوی و.

زبیر وايي:« موږ د طالبانو په امر ترڅه وخته کوکنار ونه کرل، موږ ته یې ویلي وو چې بدیل کښت درته پیدا کوو، خو هغسې یې ونه کړل، مجبور شوو چې بېرته کوکنار وکرو. دوی سره له دې چې خپلې ژمنې پوره نه کړې، راغلل زموږ کوکنار یې واړول. اوس موږ هیڅ نه لرو، حیران یوو څه وکړو، هیڅ بله لاره نه ده راپاتې.»

دوی وايي، طالبان یې نه د کوکنارو کښت ته پریږدي او نه یې د نورو کښتونو د حاصلاتو لپاره بازار ورته پیدا کړی.

ورته وخت کې د الیشنګ ولسوالۍ په اسلا‌م‌اباد سیمه کې یو بل کروندګر چې په وینا یې طالبانو ورته دوه جریبه کوکنار اړولي وايي، سږ کال یې د پورونو او اقتصادي ستونزو د کمیدو لپاره د کوکنارو فصل ته سترګې وې، خو دا هیله یې خاورو سره خاورې شوه.

ګل احمد زیاتوي:« موږ ته طالبانو ویلي وو چې کوکنار مه کرئ، موږ درته بدیل کښت پیدا کوو، موږ ومنله، خو دوی پر خپلو ژمنو ونه درېدل، موږ هم بېرته کوکنار وکرل او پایله یې دا شوه چې دې خلکو بېرته واړول. اوس څه وکړو، د بندیدي کیدو ډار هم راپسې دی، اوس خلک وايي چې دوی خلک نیسي او بندیانوي یې»

د ټولنیزو چارو یو شمېر شنونکي وايي، طالبان باید لومړی د کروندګرو ستونزې حل او بیا د کوکنارو پر کښت بندیز ولګوي.

شنونکی امرالله نیازی وايي، که خلکو ته بدیل کښت پیدا نه شي او د کوکنارو اړول همداسې دوام وکړي، ممکن په ډيرو سیمو کې خلک د طالبانو پرضد راپورته شي.

نیازی وايي:« خلک په بد اقتصادي وضعیت کې دي. په داسې حالاتو کې باید طالبان خلکو ته د کار زمینې برابرې کړي او پر دې غور وکړي چې څنګه له دغه وضعیت څخه راوتلی شي، خو طالبانو ته چې ګورو دوی هڅه کوي چې د خلکو د اقتصاد غوړېدا پرځای نور هم خلک وځپي. موږ یې د کوکنارو پر کښت له بندیز سره مخالف نه یوو، خو خلکو ته یې باید د بدیل کښت موندلی وای.که د طالبانو دغه ډول ظلم روان وي، خلک اړ وځي چې د دوی پرضد راپورته شي. ډیرو ځایونو کې راپورته هم شول تاسې ولیدل.»

د معلوماتو له مخې، طالبانو یوازې په لغمان ولایت کې پر شاوخوا ۱۰۰۰جریبه ځمکه کرل شوي کوکنارو له منځه وړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي د دوی نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله په ټول هېواد کې د نشه ‌يي توکیو پرکښت بندیز لګولی او هېڅوک نه شي کولای نشه ‌يي توکي وکري.

په دغه وزارت کې د طالبانو یو ویاند بسم‌الله حبیب وویل، د ملا هبت الله حکم باید په ټول افغانسان کې عملي شي.

نوموړی وایي: « له دې حکم څخه سرغړونکي مجرمین پېژندل کېږي. هیڅوک نه شي کولای چې په افغانستان کې کوکنار او نور نشه‌ يي توکي وکري.»

طالبانو د نیشه یي توکیو پر کر، قاچاق او کاروبار په داسې مهال د بندیز لګولو ادعا کړې ده، چې د جمهوري نظام خلاف د دوی د شل کلنې جګړې پر وخت د نیشه یي توکیو کاروبار او قاچاق د دغې ډلې یوه مهمه اقتصادي سرچینه ګڼل کیده.

د طالبانو یو شمېر منتقدان اوس هم د دوی مشران تورنوي، چې د نیشه یي توکیو خلاف بندیزونه یې د دغو توکیو د کاروبار د انحصاري کولو لپاره دی او په دې برخه کې یې ګامونه سلیقوي بڼه لري.

څه موده مخکې د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ په شډل بازار کې د طالبانو له لوري د کوکنارو د اړولو پر وخت د دوی د وسله والو او ولسي خلکو ترمنځ اخ و ډب وشو، چې د پاشل شوي ملي پوځ یو سرتېری پکې ووژل شو او څو ولسي وګړي ټپيان شول.

ویل کیږي، چې د طالبانو له لوري د کوکنارو د فصلونو اړول په نورو سیمو کې هم سختو ولسي غبرګونونو سره مخ شوي، خو د دوی له وېرې رامنځته شوې ناندرۍ رسنیزې شوي نه دي.

Back to top button