د پاکستان کویټې ښار د ترهګرۍ ضد پولیسو قومندان ووژل شو

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په کویټه ښار کې د ترهګرۍ ضد پولیسو (CTD) قوماندان د ناپېژنده وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
ډان ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۷مه راپور ورکړی چې د کویټې د ترهګرۍ ضد څانګې قومندان سعید احمد پرون په جیل روډ سیمه کې په موټرسایکل سپاره وسله والو په ډزو وژلی دی.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي د برید نه وروسته په تیښته بریالي شوي دي.
په همدې حال کې د بلوچستان بېلتون غوښتونکو د سې شنبې په ورځ د سپتمبر په ۱۶ مه د دغې پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.
د دغې ډلې اړوند په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي:« دې چارواکي د بلوڅو ولسي وګړو پر کورونو د چاپو اچولو، جبري بې درکه کولو او د ملکي وګړو د وژلو په ګډون په بېلابېلو جرمونو کې لاس لرلو.»
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې د دغه هېواد په شمال لوېديځو سيمو کې په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه اته پاکستاني عسکر او افسران وژل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې د پاکستان په ځانګړي ډول په خيبرپښتونخوا ايالت کې تروريستي فعاليتونه زیات شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۳۸۹ کسان وژل شوي او ۶۵۹ نور ټپیان شوي دي.