۸صبح، کابل: د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د اسیا پراختیايي بانک د تاپي د لس میلیارد ډالري پروژې مالي ملاتړ درولی دی. د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد پروژه چې ډېره برخه یې له افغانستانه تېرېږي، د لوړپوړو پاکستاني چارواکو په وینا، د اوسني حکومت په رسمیت نه پېژندلو له امله یې د اسیا د پراختیايي بانک له خوا مالي ملاتړ ځنډول شوی دی.
د پاکستان نیوز انټرنیشنل راپور ورکړی، چې د پاکستان د انرژۍ وزارت لوړپوړو چارواکو له ترکمنستاني چارواکو سره په اسلام اباد کې د وروستۍ ناستې د راپور پر بنسټ ویلي، چې د اسیا پراختیايي بانک د تاپي پروژې د تمویل په برخه کې خپل ټول فعالیتونه درولي او دا پروژه له ځوړتیا سره مخ شوې ده. د پاکستان د انرژۍ وزارت دغه چارواکي د اسیا د پراختیايي بانک د دې پرېکړې لامل د ملګرو ملتونو سازمان او د دغه سازمان د غړو هېوادونو له خوا د اوسني حکومت په رسمیت نه پېژندل بللي دي.
دغې رسنۍ همداراز راپور ورکړی، چې د اسیا د پراختیايي بانک یوه ویاند هم تایید کړې، چې د تاپي پروژې مالي ملاتړ تر بل اعلان پورې ځنډول شوی دی. دغه ویاند نه غواړي چې نوم یې په ډاګه شي، د اسیا پراختیایي بانک د تاپي پروژې تمویلونکی او همغږی کوونکی دی.
د تاپي د ګازو نللیکه کابو یو زر او ۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۷۵۰ کیلومتره یې له افغانستانه تېرېږي. هرات، فراه، هلمند او کندهار هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو نللیکې پر لاره پراته ولایتونه دي.
د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازو د کب پر څلورمه په افغانستان کې د ترکمنستان له سفیر او د تاپي پروژې له رییس سره لیدنه او خبرې اترې وکړې او اعلان وشو، چې په دې ناسته کې د تاپي پروژې امنیتي طرحه وړاندې شوې ده. لکه څنګه چې اعلان وشو، په دې ناسته کې ترکمنستاني چارواکو ویلي و، چې د تاپي پروژې عملي کار تر راتلونکو څو ورځو پورې پیلېږي.
څلور کاله مخکې په هرات کې د ترکمنستان د ولسمشر او د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون مراسمو کې، د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د «تاپي پروژې د عملي کار د پيلېدو په مراسمو کې» ژمنه وکړه، چې د تاپي ګاز تر دوو کلونو یعنې په ۱۳۹۸ هجري لمریز کال کې هرات ته ورسېږي؛ خو دا ژمنه د سلګونه نورو ژمنو په شان عملي نه شوه.