کله چې د نړۍوالې ټولنې ځواکونو طالبان د القاعده په مرسته تورن او بیا يې د دوی واک ته خاتمه ور کړه، له لنډې دمې وروسته طالبانو یو ځل بیا د خپل پخواني عادت سره سم جنګ ته لاس کړ، له ۲۰۰۳ کال را په دې خوا طالبانو منظم خوځښتونه پيل کړل، هېواد کې وژنې او ترورونه ډېر شول.
لومړي سر کې د طالبانو ډېر زور پر سوېل او سوېل لوېديځو ولایتونو و، کندهار کې د وخت پر ولسمشر حامد کرزي یو مرګونی برید وشو. په کلیوالو سیمو کې د شپې له خوا طالبانو له کورونو داسې کسان ایستل چې یا يې له دولت سره کار کاوه یا هم د دې کار شک پرې کېده. زیاتره دا ډول کسان به طالبانو وژل یا به يې په ضمانت خوشي کول.
هغه کسان چې په ښارونو کې وو، یا هم داسې سیمې يې وې چې طالبانو ورته هر وخت لاس رسی نه در لود، هلته يې خپل وسلهوال کسان لېږل او خپل مخالفین يې په نښه کول. تر هغه وروسته چې په شمال کې يې احمد شاه مسعود په یوه ځانمرګي برید کې وواژه، زما په نظر دا به لومړی ځانمرګی برید و، د ځانمرګو پدېده زموږ هېواد کې بې مخینې وه. طالبانو چې د عربانو په یوه ځانمرګي برید کې خپل تر ټولو لوی مخالف قومندان له منځه یووړ، نو دې چارې ته يې ور پام شو، ورو ورو يې پره ګڼو ځایونو کې د خپلو مخالفینو وژلو ته همدا پلانونه جوړول.
کندهار کې هماغه لومړي وختونه وو، طالبانو خپل یو پخوانی طالب چارواکی ملا خاکسار ترور کړ، بیا يې د ولایت د علماوو د شورا مشر فیضا ترور کړ، د فیضا پر فاتحه يې ځانمرګی برید پسې وکړ چې ګڼ شمېر دولتي و نادولتي کسان يې ووژل، یو هم په کې د کندهار د پولیسو قومندان و.
د جګړې په دې دوران، وروسته ځانمرګي بریدونه په ډله ییزو ځانمرګو بدل شول، یو شمېر ځانمرګي به پر یوه ودانۍ ور وختل او په برید به يې لاس پورې کړ.
ور سره په خوا کې طالبانو د ماینونو په ښخولو سره هم بیخي زیات کسان ووژل. هلمند کې د پولیسو قومندان او وروسته بیا په ولسي جرګه کې د خلکو استازی قومندان دادو د همدغسې یوه برید ښکار شو.
د بمونو ښخولو او پټولو دې تکتیک دومره تنوع وکړه چې ان په قران، منبر، مسجد، قبر، چادري او لونګۍ کې لا بمونه ښخ شول. د بمونو د رنګارنګۍ په دې دوران کې تر ټولو جالب يې د اسد الله خالد او استاد رباني ځانمرګي بریدونه وو.
دې بریدونو کې د لومړنیو معلوماتو پر اساس ځانمرګي بریدګر چاودېدونکي توکي په خپل بدن کې دننه ايښي وو، ظاهرا له هر څومره تلاشي سره د هغه پر بدن هېڅ ونه موندل شول، خو کله چې له استاد رباني سره د سولې عالي شورا په دفتر کې یوځای شو، نو د خپل ځان په چاودلو يې هغه هم ځای پر ځای قتل کړ. عيني کیسه يې له اسدالله خالد سره وکړه، خو د هغه بخت بیدار و، که څه هم ډېر سخت يې زخمي کړ، مګر له مرګ څخه وژغورل شو، خو ژور ټپمونه يې د تل لپاره پر بدن داغ پاتې شول.
د بمونو یوه بل ډول هغه و چې په موټرو پسې به يې نښلول. په لویو ښارونو کې دغه ډول بریدونو خورا ډېر شمېر لوړ رتبه دولتي کسان ووژل. تر دې خطرناکه يې بیا هغه موټر بم بریدونه وو چې ډېر زیات مالي او ځاني تاوان به يې خلکو ته رساوه.
پر صدارت څلور لارې یوه ځانمرګي بمي برید یو څو پولیسو په شمول خورا زیات شمېر ملکي نارینه، میرمنې او ماشومان ووژل، له ښوونځي د وړو نجونو عکسونه يې په هغه وخت کې پر ټولنیزو رسنیو بیخي ډېر مشهور شول.
د سخت خونړي جنګ دا لړۍ کابو شل کاله وغزېده، دومره انسانان په کې ووژل شول چې د یوه لوی خارجي یرغل پر وړاندې د وطن ساتنې لپاره يې بسنه کوله، خو دلته د خپلو کسانو له لاسه ووژل.
جګړه کې نه یوازې نارینه وژل کېدل، بلکې طالبانو ګڼ ځایونه د یوه کس د ترور مهال له هغه سره يې اولادونه ووژل، میرمن يې ورسره وژلې ده، نور غیر مقصود کسان په هدفي تروریستي بریدونو کې دوی وژلي دي.
د جګړې په دې سختو شپو ورځو کې طالبانو ته بیخي زیات وویل شول چې سوله وکړي او د جنګ ټغر له وطنه ټول کړي،خو دا خبره يې نه منله، د جګړې په وروستي کال يې دومره زور واخیست چې ان لوی ښارونه يې د هرې ورځې له بریدونو خوندي نه وو.
دا اوږد مزل يې بالاخره تر کابو شل کاله مزل وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ پای ته ورساوه، هغه وخت چې ځواکونه يې په زور کابل ته ننوتل، ولسمشرۍ ماڼۍ يې ونیوه او د واک ګدۍ طالبانو ته خالي پاته شوه.
په دغه ډول راتګ يې نه یوازې د زرګونو انسانانو ککرۍ والوځولې، ور سره جوخت يې یو نظام هم چپه کړ، زرګونه روزل شوي پولیس يې ختم کړل، په لکونو ملي اردو يې له دندې ګوښه کړه، د ملي امنیت اداره يې تصفیه کړه، د زرګونو په شمېر کې ځانګړي ځواکونه او قطعې يې ختمې کړې او په دې ټولو کارونو يې زړونه ساړه نه شول، په ملکي برخه کې چې کومو کسانو له تېرې ادارې سره کار کړی و، هغه يې هم یو یو په تدریج سره له دندو وشړل.
تر هغه وروسته یې چې واک ترلاسه کړ، بیا يې د خپل زاړه امارت تګلاره واخیسته، د خپلو مخالفینو پټ ترورونه او هدفي وژنې يې پیل کړې، خو دا ځل دوی هم داسې ارام ناست نه دي، په شمال او نوور ګڼو سیمو کې د دوی مهم کسان هم پرلپسې په نښه کېږي، هغه ځانمرګي بریدونه چې دوی د خپل حقانیت لپاره دلیل ویلو، اوس يې د دوی مخالفین پر دوی کوي او ګڼ لوړ رتبه کسان او دیني مشران يې په دغه ډول بریدونو کې وژل شوي دي. دا لړۍ لا هم روانه ده، طالبان په ګڼو بهانو خپل مخالفان وژني، ترور کوي يې او له منځه يې وړي او مخالفین يې بالمثل عمل له دوی سره کوي. خدای خبر چې کله به مو ماغزه سر ته راځي او له دغه ډول د وژنو، ترورونو او د حذف له سیاست څخه لاس اخلو.