په ايران کې د خبريالانو ناوړه وضعيت، خبریالان د ملاتړو بنسټونو او هېوادونو د ژمنو له نه عملي کېدو شکايت کوي

په لسګونو افغان خبریالان چې پر هېواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د امنیتي ګواښونو له امله ایران ته تللي، له ناوړه او بې برخليک حالت سره مخ دي. هغوی د خبريالانو د ملاتړو بنسټونو او هېوادونو له بې غورۍ شکایت کوي او وايي، چې دوی د بنسټونو او هېوادونو د ژمنو له مخې ایران ته تلليخو اوس په بشپړ بې برخليک حالت کې دي او هېڅ هېواد او بنسټ ورته پام نه کوي. بې ځایه کېدل، د راتلونکي لپاره د امکاناتو نشتوالی، د ویزو نه تمدید، اقتصادي ستونزې او افغانستان ته د اړولو خطر د دې لامل شوی چې یو شمېر دغه خبریالان تر سخت رواني فشار لاندې راشي. هغوی د خبریالانو له ملاتړو هېوادونو او بنسټونو غواړي چې پر دوسیو يې غور وکړي.
هارون بصیر یو له هغو لسګونو خبریالانو دی چې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو له امله یې ایران ته پناه وړې ده. نوموړي اووه کاله د هېواد په بېلابېلو رسنيو کې کار کړی او شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې يې د امنيتي ستونزو له امله هېواد پرېښود او ايران ته ولاړ. ښاغلی بصیر له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، د رسنیو او خبریالانو د دفاع د بنسټونو له لوري ورسره د شویو ژمنو له مخې ایران ته تللی، خو د ده په وینا، له دغو بنسټونو هېڅ یو هم د خبریالانو د دوسیو په اړه جدي اقدام نه کوي.
دغه خبریال زیاتوي:« د مخکيني حکومت له نسکورېدو وروسته زه او یو شمېر نور خبریالان د یو شمېر هغو بنسټونو د اېستلو په لېست کې شامل شوو چې له خبریالانو ملاتړ کوي او دغو بنسټونو ژمنه کړې وه، چې که تاسو یوه بل هېواد ته ولاړ شئ، نو موږ به يوه اروپايي هېواد کې د پناه اخيستو په برخه کې مرسته درسره وکړو. خو څو میاشتې کیږي چې هېڅوک موږ ته جدي پاملرنه نه کوي. موږ دلته (ایران) کې له څو میاشتو راهیسې له سفارتونو سره د خبرو د وخت اخيستو غوښتنه کوو، خو تر اوسه يې زمينه نه ده برابره شوې. هغه هېوادونه چې د زیانمنو شویو افغانانو د منلو ژمنه یې کړې، موږ ته جدي پاملرنه نه کوي.»
صنوبر پارسا صدیقي یوه بله خبریاله ده چې له اوو میاشتو راهیسې ایران ته تللې ده. هغې پنځه کاله په رسنیو کې د خبریالې په توګه او په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع په سازمانونو کې کار کړی دی. صنوبر وايي، امنیتي ګواښونو او د ښځو پر وړاندې محدودیتونو دې ته اړه کړي چې له هېواده ووځي. هغه زیاتوي: «دا مهال زه دلته (ایران) کې بې برخلیکه يم او راتلونکی مې ناڅرګند دی. هغه ټولې هڅې چې د اروپایی هیوادونو د بشردوستانه وېزو ترلاسه کولو لپاره مې کړې، له بده مرغه، تر اوسه مې يې ځواب نه دی ترلاسه کړی. د ایران اوسنی وضعیت هم نازک دی. دغه راز پر ایران د بندیزونو له امله، هیڅ مالي ملاتړی نه لرو او هېڅ اداره چمتو نه ده چې زموږ ملاتړ وکړي. اوس له ډېر بد اقتصادي او رواني وضعیت سره مخ یو.»
آغلې صديقي له نړيوالې ټولنې، نړيوالو بنسټونو او دغه راز له هغو بنسټونو چې د رسنيو او خبريالانو ملاتړ کوي، غواړي چې د دوى ستونزې ژر تر ژره حل کړي.
نوریه شیخ متي د رسنیو بله کارکوونکې ده، چې په ایران کې اوسي. هغه وايي، چې له ډېرو هڅو سره سره يې له لوېديځو هېوادونو نه د منلو وړ مرسته او ژمنه ترلاسه نه کړه. آغلې نوري زیاتوي، چې دا مهال په ایران کې ډېری افغان خبریالان د خپلو وېزو د نه تمدید له ستونزو سره مخ دي. نوموړیدې زیاتوي: « په دغه هېواد کې د ډېرو خبریالانو وېزې پای ته رسېدلې، خو دغه هېواد يې وېزې نه غځوي. دوی موږ ته وايي چې بیرته خپل هیواد ته لاړ شئ. په داسې حال کې چې موږ بیرته هیواد ته نشو ستنېدلای. که بیرته ستانه شو، د طالبانو لخوا نیول کيږي، شکنجه کيږو او ان زنداني کيږو.»
دغه رسنیزه کارکوونکې په دې تړاو زیاتوي:«ډېرې ستونزې شته، زه یوازې يم . په ایران کې د یوې يوازې نجلۍ لپاره ژوند کول خورا ستونزمن دي. د اوسېدو د ځای نشتوالی، د مالي ملاتړ نشتوالی، ډیری مالي ستونزې او بې برخليکي موږ ډیر ځوروي. رواني ستونزې او خپګان هم شته. د ژورنالیستانو ملاتړو بنسټونو هیڅ ډول مرسته نه ده کړې. ایران تر بندیزونو لاندې هیواد دی او دلته هېڅ څوک مرسته نه شي کولای او دلته هیڅ ملاتړې یا بهرنۍ موسسه نشته. لویدیځ هیوادونه په ځانګړې توګه فرانسه چې له موږ سره یې د منلو ژمنه کړې، باید ژر تر ژره موږ ته وېزې راکړي څو موږ له دغه بې برخليک حالته وژغورل شو
هغه خبریالان چې په ایران کې دي، څرګندوي چې ډیری یې دنده نه لري او په داسې حالت کې سخته ده چې د کور کرايه او د ځان او خپلو کورنیو لګښتونه برابر کړي. د ناتایید شویو شمېرو پر بنسټ اوس مهال لږ تر لږه ۸۰ افغان خبریالان له خپلو کورنیو سره په ایران کې ژوند کوي. پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته، خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له خوا د ورپېښو امنیتي ګواښونو له امله ایران ته تللي دي. د هغوی په ډله کې څو ښځینه خبریالانې هم شاملې دي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFGC) د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ ورځ د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په تړاو راپور خپور کړ. د دغه راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ وضعیت خورا خراب شوی او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو په پېښو کې د بې ساري زیاتوالي ترڅنګ د رسنیو لپاره کاري فضا هم سخته محدوده شوې ده.
د دغه بنسټ موندنې دغه راز ښيي، چې د رسنیو ازادي چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ترلاسه شوې وه، د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په چټکۍ سره د له منځه تلو په حال کې ده. د افغانستان د خبریالانو د مرکز د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې دغې ادارې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ نه د سرغړونې لږ تر لږه ۲۶۰ پېښې ثبت کړې، چې ګواښونه، نیول او له تاوتریخوالي ډک چلند پکې شامل دي. د دغه راپور موندنې ښيي چې ډېرې دغه پيښې په طالبانو پورې اړوند ادارو او په ځانګړې توګه د دغې ډلې د امنیتي او استخباراتي ځواکونو له خوا ترسره شوې دي. د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د خبریالانو په مرکز کې د ثبت شویو ټولو پېښو له جملې څخه لږ تر لږه ۱۱۹ پېښې له یوه ساعته تر څو میاشتو پورې د خبریالانو د لنډمهالي توقیف وې، چې ډېری دغه نيونې له فزیکي او رواني تاوتریخوالي او توهین او سپکاوي سره ملې وې.