د طالبانو له خوا د نجونو د زده‌کړو ممنوعیت؛ د کابل پوهنتون یوه استاد استعفا ورکړه

۸صبح، کابل: د کابل پوهنتون یوه استاد د طالبانو د مشر له خوا له زده‌کړو د نجونو د منع کولو فرمان د صادرېدو په اعتراض په دغه پوهنتون کې د تدریس له دوام څخه ډډه کړې ده.

د کابل پوهنتون دغه استاد چې عبیدالله وردګ نومېږي په دې پوهنتون کې د ریاضیاتو استاد و. هغه چهارشنبه د لیندۍ پر دېرشمه د یوه پیغام په خپرولو د خپلې استعفا خبر ورکړی دی.

وردګ په دې پیغام کې ویلي، چې د طالبانو رژیم د اسلام د پیغمبر د لارښوونو او د افغانستان د خلکو د غوښتنو خلاف له زده‌کړو د نجونو د منع کولو فرمان صادر کړی دی؛ له همدې امله نور نه غواړي د دغه رژیم په موجودیت کې د کابل په پوهنتون کې تدریس وکړي.

هغه ویلي، چې ښایي د ده استعفا د طالبانو لپاره کوم ارزښت ونه لري، خو د خپل وجدان د ارامۍ لپاره یې د کابل په پوهنتون کې له تدریس څخه لاس اخیستی دی.

د طالبانو غایب مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده پر افغانستان له یو نیم کال واکمنۍ وروسته په یوه فرمان کې نجونې پوهنتونونو ته له تلو منع کړې دي.

ورته لیکنې

Back to top button