د طالبانو له خوا د نجونو د زدهکړو ممنوعیت؛ د ننګرهار پوهنتون محصلینو لاریون وکړ

۸صبح، ننګرهار: له ننګرهار څخه سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په پوهنتون کې د زدهکړیالانو د لاریون خبر ورکوي.
ننګرهار کې یوه باوري ځایي سرچینه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه لاریون چهارشنبه غرمهمهال د لیندۍ پر دېرشمه نېټه د نجونو د زدهکړو د ممنوعیت په تړاو د طالبانو د مشر د وروستي فرمان په اعتراض پیل شوی دی.
د سرچینو په وینا د ننګرهار پوهنتون نجونو او هلکانو زدهکړیالانو په دغه لاریون کې ګډون کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د ننګرهار پوهنتون هلکان محصلین د اعتراض په توګه د نن ورځې ازموینې ته نه دي حاضر شوي او خبرداری یې ورکړی، چې که طالبان خپله پرېکړه بدله نه کړي پوهنتون به پرېږدي.
دغه لاریون لا هم دوام لري.
یو شمېر ښځو هم نن له غرمې مخکې له زدهکړو د نجونو د بېبرخې کولو فرمان په اعتراض په کابل کې لاریون وکړ.