د طالبانو له لوري د نجونو پر زدهکړو بنديز؛ کونړ کې محصلانې خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي

د طالبانو له لوري د نجونو پرمخ د ښوونځیو په څېر د پوهنتونونو دروازې تړل کېدو، کونړ کې د ښځینه محصلانو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
محصلانې د طالبانو له لوري د نجونو پروړاندې د لوړو زدهکړو دروازو بندول له اسلامه ناخبري او د پردیو په اشاره کار بولي.
هغوی وایي، دې چارې خپلې راتلونکې ته اندېښمنې کړي او خبرداری ورکوي که د طالبانو ډله له خپلې سخت دریځۍ لاس په سر نه شي افغانستان به له سختو کړکېچونو سره مخ شي.
کونړ کې د سید جمال الدین افغان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د وروستي کال محصله مرسل «مستعار نوم» وايي د طالبانو وروستۍ پرېکړې له سخت رواني فشار سره مخ کړې او ددې ډلې دغه پرېکړه د خپلو شخصي ګټو او سیاسي موخو ته د رسېدو په پار یادوي.
مرسل له لوړو زده کړو د نجونو مخنیوي په برخه کې د طالبانو وړاندې شوي دلایل پرځای نه بولي او په خبره یې که دغه ډله له خپل دریځ وانه وړي سختې بدې پایلې به ولري.
نوموړې زیاتوي: «طالبان اصلاً له اسلامه خبر نه دي، دوی د اسلام په کیسه کې نه دي، صرف د خپلو شخصي ګټو او سیاسي اهدافو لپاره د ښځینه وو تعلیم او تحصیل بندوي، د طالب له لاسه مو اینده تباه او برباد شوه، نه پوهېږم چې اینده به مو څنګه وي، دوی هر يو د خپلې احمقانه خوښې پربنسټ فیصلې کوي او که له خپل شرمېدلي دریځ څخه لاس وانخلي سختې خطرناکې او زیان لرونکې نتیجې به ولري.»
دغه محصله وايي، چې کورنۍ یې ورته په سختو اقتصادي شرایطو کې د روښانه راتلونکي په موخه ګڼې اسانتياوې او فرصتونه برابر کړي وو؛ خو په وينايې، طالبانو چې تل یې په افغانستان کې بلې ډیوې مړې کړي، په خپل دغه راز فکر سره د نوموړې او مېلیونونه نورو افغان نجونو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړ.
مرسل د طالبانو له لوري له لوړو زده کړو د نجونو منع کول ددغې ډلې د پرځېدو په مانا یادوي او پر افغانانو غږ کوي، چې نور دې ددغې پروژه یي ډلې د پرېکړو د نندارې پرځای د خپل حق د لاسته راوړلو لپاره له تشې ناستې لاس واخلي.
مرسل وایي، طالب یوه ترهګره ډله ده او له ترورېستي ډلو د تعلیم او تحصیل تمه کول د وخت ضايع کول دي او باید افغان نارینه د خپلو خویندو او لوڼو د ښې راتلونکي لپاره مبارزه وکړي.
هغې وویل: «زه د کونړ له غازي آباد ولسوالۍ پوهنتون ته راتلم، کورنۍ مې راباندې ډېری پيسې ولګولې؛ څو پوهنتون ووایم او راتلونکی مې روښانه شي؛ خو طالبانو زما او د مېلیونونه نورو نجونو په هيلو خاورې واړولې، که طالبانو په مونږ پوهنتون بند کړی؛ خو خپله به تاوان وکړي او دا کار به یې د استبدادي حکومت د چپه کېدو لامل شي، اصل کې خو له طالبانو د تعلیم او تحصیل تمه کول تېروتنه ده؛ ځکه دا یوه ترهګره ډله ده او ترهګر آبادۍ ته نه بلکې تخریب ته کار کوي، افغان نارینه باید نور غلي پاتې نه شي او د خپلو خویندو د ښې آیندې لپاره مبارزه پیل کړي.»
د کونړ د سید جمال الدین افغان پوهنتون دغه محصله دغه راز پر نړېوالې ټولنې نیوکه کوي، چې له افغانانو سره د مرستې تشې ژمنې کوي او په دې برخه کې یې د عمل هېڅ ډول څرک نه لګېږي.
مرسل وایي، نړیوال دې د افغانستان او ولس پر سکونه راتلونکي لپاره د همکارۍ ژمنې په عمل کې ثابتې کړي.
نوموړې وویل: «نړېوال له افغانانو سره تش په نوم ژمنې کوي، چې په هر ډول حالت کې به ورسره همکاري کوو؛ خو عمل کې یې هېڅ نشته، نړۍ باید د افغانستان د آباد او سوکاله راتلونکي لپاره د همکارۍ وعدې عمل کې ثابتې کړي.»
د طالبانو له لوري د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازو بندولو په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي او د طالبانو دغه پرېکړه یې په کلکه غندل شوې ده، خو دغه ډله له دې هر څه سره سره لا هم په خپل دریځ ولاړه ده؛ هغه دریځ چې له ټولو اسلامي، انساني او افغاني اصولو خلاف بلل کېږي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې ګڼو افغانانو وېره درلوده، چې واک ته د یادې ډلې په رسېدو به په هېواد کې د دوو لسیزو لاسته راوړنې او پرمختګونه له منځه ولاړ شي او د افغان ولس غوړېدلی فکر به یو ځل بیا فلج کړای شي، هغه چې د طالبانو حکومت له لوري یې د له منځه وړلو په موخه په نوبت سره ګامونه اخېستل کېږي.
محصلانې له خلکو غواړي، چې په هېواد کې د روان کړکېچ او د خلکو د فکري وژنې د مخنیوي په موخه دې یو موټی شي او افغانستان دې تر هر څه وړاندې له روان ناورینه وژغوري.