د طالبانو له خوا د نجونو پر زده‌کړو بندیز؛ درېیو استادانو استعفا ورکړه

۸صبح، کابل: د طالبانو له خوا له زده‌کړو د نجونو د منع کولو په غبرګون کې د کابل پوهنتون د استاد له استعفا وروسته د کندز او پولي تخنیک پوهنتونونو استادانو هم استعفا ورکړه.

د کندز او پولي تخنیک پوهنتونونو دوو تنو استادانو چهارشنبه د لیندۍ پر دېرشمه نېټه ټولنیزو رسنیو د یوه پيغام په خپرولو په دغو پوهنتونونو کې له تدریس څخه استعفا وکړه.

د کندز پوهنتون استاد محمد عمر کندزی دویم کس و، چې نن یې له زده‌کړو د نجونو د منع کولو په تړاو د طالبانو د مشر د فرمان په اعتراض کې خپله استعفا اعلان کړه.

د پولي تخنیک پوهنتون استاد ډاکتر ذکریا شنیزي هم په ټولنیزو رسنیو کې د خپل استعفا لیک په خپرولو ویلي، چې په دغه پوهنتون کې له تدریس څخه ډډه کوي.

له دې مخکې د کابل پوهنتون استاد عبیدالله وردګ هم د نجونو د زده‌کړو د ممنوعیت په اعتراض کې استعفا وکړه.

ورته لیکنې

Back to top button