په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز دوه کلن شو

۸صبح، کابل: په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو بندیز دوه کلن شو، د «زده کړې انتظار نه شي کولای» په نوم سازمان (EWC) هېواد کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د ژر تر ژره لرې کېدو غوښتنه وکړه.

اې دلبو‌سي د دوشنبې ورځ د وږي میاشتې په ۲۷مه یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې نړۍ باید افغان نجونو ته د زده کړو د زمینې د برابرولو لپاره ژر اقدام وکړي.

دغه نړۍوال سازمان وايي، له زده کړو د نجونو راګرځول له نړۍوالو بشري حقونو سرغړونه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دا مهال په ټولیزه توګه ۸۰ سلنه افغان نجونې چې د ښوونځي عمر لري له زده کړو بې برخې دي. ۲.۵ میلیونه نجونې د زده کړې لهحقه بې برخې دي او دا د دوی میراثي بشري حق دی

یاد سازمان له طالبانو غوښتي دي چې ژر تر ژره په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.

همداراز په خپرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه نړۍواله اداره د هغو افغان نجونو تر څنګ ولاړه ده چې د زده کړو حق ته د لاسرسي لپاره خپل غږ پورته کوي.

د EWC په وینا، دې ادارې د پوهنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او د پوهنې له حقونو څخه د ملاتړ یو شمېر نورو بنسټونو په همکارۍ یو نړۍوال کمپاین پیل کړی چې له زده کړو د محرومو افغانو نجونو غږونه اوچت شي.

خبرپاڼې کې راغلي: «موږ باید دا ډاډ ترلاسه کړو چې د زده کړې له لارې، په افغانستان کې هره نجلۍ وکولای شي له تیارو څخه راووځي، ترڅو پهروښانه راتلونکي کې ونډه واخلي چې هر افغان یې مستحق دی

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې د زده کړو له حق څخه بې برخې دي.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړې. د دې تر څنګ د دې ډلې لهلوري، افغان ښځو او نجونو څخه د لوړو زده کړو حق هم واخیستل شو.

دوه کاله تېر شول چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، خو دغه ډله وايي چې دا بندیز دایمي نه دی.

ورته لیکنې

Back to top button