پنجشېر کې له ګرځنده ټلیفونونو د کار اخیستو بندیز د مرستې رسوونې بهیر پڅ کړی

۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د ګرځنده ټلیفونونو د کارولو ممنوعیت د مرستندویه بنسټونو له خوا د مرستې رسوولو بهیر پڅ کړی دی.
ځایي سرچینو یکشنبه د لړم پر دوویشتمه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د مرستندویه بنسټونو د کارکوونکو له قوله دغه خبر تایید کړی دی.
هغوی وایي، چې د طالبانو له خوا د ګرځنده ټلیفونونو د منع کېدو له امله هغوی نه شي کولای، چې د بېوزلو لپاره د مرستو فورمې په انلاین ډول بشپړې او په سیستم کې ثبت کړي.
د سرچینو په وینا دې ته په پام کورني مرستندویه بنسټونه نه شي کولای، چې پنجشېر ته د بهرنیو بنسټونو پام جلب کړي.
سرچینې خبرداری ورکوی، که دغې ستونزې ته رسېدنه ونه شي ښایي، چې له پنجشېریانو سره د مرستې بهیر ودرول شي.
په دې لړ کې پنجشېر کې د طالبانو ځایي مسوولانو ویلي، چې د ګرځنده ټلیفونونو ټولول د هغوی د مشر امر دی، خو هڅه کېږي چې د مرسته کوونکو سازمانونو لپاره دغه ستونزه هواره شي.
د ویلو ده، چې موده مخکې طالبانو په پنجشېر کې له ګرځنده ټلیفونونو کار اخیستل منع اعلان کړل.