د تښتول شوي ماشوم مړی دوه اونۍ وروسته د پروان سیند کې وموندل شو

۸صبح، پروان: له پروانه سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د یوه ماشوم مړی له تښتول کېدو دوه اونۍ وروسته، ددغه ولایت په سیند کې موندل شوی دی.
ددغه اته کلن ماشوم مړی نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۱۷ مه) د پروان مرکز چاریکارو د برېښنا بند له سیمه کې موندل شوی دی.
دغه ماشوم شاوخوا دوه اونۍ مخکې د چاریکار ښار له لومړۍ امنيتي حوزې څخه تښتول شوی و.
تر اوسه ددغه ماشوم د تښتولو انګېزه نه ده څرګنده؛ خو طالبان يې لامل کورنۍ شخړې بولي.
پروان کې د طالبانو امنيې قوماندانۍ وياند (محمد کامران زيد) څرګنده کړی چې ددې پېښې په تړاو يي د ماشوم د پلار د دويمې مېرمنې په ګډون، درې تنه نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بيا واکمنیدو وروسته، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې جنايي پېښې او مرموزې وژنې زياتې شوې دي.
کارپوهان وايي، د بېوزلۍ او بېکارۍ خپرېدل یو له هغو عواملو څخه دی چې د دا ډول پېښو د زیاتوالي لامل کېږي.