ځان مه محدودوئ تر عنوان لاندې کتاب د چاپ په ګاڼه سينګار شو
راپور: محمد عزيز پردېس

«ځان مه محدودوئ» کتاب چې انګرېزي نوم یې «No Limits» دی، د مشهور امریکايي روزونکي، ویناوال او د مشرتابه برخې متخصص جان سي مکسوېل اثر دی تازه پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی. دغه کتاب د ځوان او تکړه ژباړن جواد تیموري له خوا پښتو ته ژباړل شوی او په کابل کې چاپ او بازار ته وړاندې شو.
دغه کتاب ۳۲۶ مخونه لري او په ۲۰ څپرکو کې راټول شوی دی. د نوموړي کتاب ژباړن، ښاغلی جواد تيموري وايي: «دا کتاب پر محصلینو او کاروباریانو سربېره، د ټولنې له هر وګړي سره مرسته کولی شي چې خپلې پټې وړتیاوې وپېژني او په مرسته یې ټولې هغه پولې او خنډونه له منځه یوسي، چې د دوی ژوند او کاري چاپېریال یې محدود کړی دی».