د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې له خپلو سیمه ییزو کارکوونکو بښنه غوښتې

۸صبح، کابل: د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت، په افغانستان کې له خپلو هغو سیمه ییزو کارکوونکو بښنه وغوښته، چې له دغه هېواد څخه د لېږدولو چارې لپاره یې له هغوی څخه غوښتي و چې د طالبانو اړوندو بنسټونو د تایید راوړي.

ګارډین د شنبې په ورځ (کب ۲۷) راپور ورکړ چې د بریتانیا دفاع وزارت یوې څېړنې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د دغه هېواد له پخوانیو سیمه ییزو کارکوونکو غوښتل شوي و، چې د طالبانو اړوند ادارو څخه د خپل زیږون کارتونه او د واده سندونو تایید واخلي.

د بريتانيا د دفاع وزارت په پيل کې دا خبره رد کړی وه، خو وروسته يې يوه وياند وويل: «موږ ډېر ژر دا تېروتنه سمه کړه، ژر تر ژره مونږ ددې تېروتنې بیاځل تکرار مخنیوي لپراه خپل داخلي لارښود پياوړی کړ.»

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت وياند هم په دې اړه وويل: «موږ بې له قید او شرطه بښنه غواړو او خوندي ځاى ته د مستحقو کسانو د لېږدولو لپاره، نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوو.»

(آراپ)په نامه سازمان چې بریتانیا ته د مستحقو افغانانو د لیږد اسانتیا برابروي، هم په یوه نوي بریښنالیک کې، له مستحقو کسانو څخه بښنه غوښتې ده.

د بريتانيا حکومت ژمنه کړې چې دغه هېواد ته به شل زره وړ افغانان ولېږدوي؛ خو د دغو کسانو د لېږدولو په بهیر کې پر سستۍ څو ځلې نیوکې شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button