په خوست کې د یوه ځوان بېرحمانه وژنه

۸صبح، خوست: په خوست ولایت کې یو ځوان په خورا بېرحمانه ډول وژل شوی دی.
په خوست ولايت کې سرچينې وايي، چې نن شنبه (د غبرګولي په ١٣مه) د دغه ولايت په مندوزيو ولسوالۍ کې، يو ٢٦ کلن ځوان، د نامعلومو کسانو له خوا په چړو وهل شوى او بيا يې جسد تر زمکې لاندې پټ کړى دى.
له خوست څخه یوې باوري سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې، چې دغه ځوان څه موده وړاندې له مندوزیو ولسوالۍ څخه نادرکه شوی و او تېره ورځ یې جسد موندل شوی دی.
سرچينې زياته کړه، چې وژل شوي ځوان (ولي خان) ازاد کاروبار درلود. تر اوسه د دې پېښې لامل او انګيزه نه ده څرګنده.
په خوست ولایت کې طالبان هم دغه خبر تاييدوي او وايي چې د دغه ځوان د وژلو په تور يې درې تنه نيولي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې ولايت کې د ناامنيو او جنايي پېښو زياتوالي، د خوست اوسېدونکي اندېښمن کړي او هغوي طالبان د امنيت په تامينولو او ددغو پېښو د عاملينو په نيولو کې بېوسه بللي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم وسله والو ددغه ولایت په مرکز کې، د صرافانو په زاړه مارکېټ کې یو صراف پخپل دوکان کې په ډزو وواژه او د تېرې جمعې په ورځ هم یو ټکسي چلوونکی وسلوالو غلو وواژه او موټر یې غلا کړ.