د طالبانو د واکمنۍ سوځنده یخني

د سهار اتو بجو ته څو دقیقې پاتي وې کله چې زمونږ موټر ودرېد او موږ یو پر بل پسې ښکته شو.
زه او زما ملګري د پوهنتون پا لاره روانی شوو. حيات (مستعار نوم) او مهرو (مستعار نوم) له آرمیتا (مستعار نوم) څخه وپوښتل چې کله به واده کوي ترڅو یې شیریني وخوري. د شیریني خوړل د خندا او خوښۍ فضا رامنځته کولو لپاره ښه پلمه وه. هره ورځ به موږ دا کیسه کوله ترڅو خبرې وکړو او وخاندو.
موږ په دې خبرو کې وو، چې سترګې مې د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون پر دروازې ولګېدې. د پوهنتون دروازې مخې ته د نجونو په راټولېدو حیرانه شوم. په ورته وخت کې، زه اندېښمنه وم. خدایه، څه شوي؟ نجونې ولې له بلې دروازې راووتې؟ له یوې دروازې د سلګونو نجونو ننوتل څومره خطرناک دي؟ دا به نیم ساعت وخت ونیسي ترڅو سړک خلاص شي. ما له حيات څخه وغوښتل چې راته نږدې و ترڅو په يوه کونج کې ودرېږي، چې انشاالله کومه پېښه رامنځته نه شي. حيات وخندل او وې ويل: اندېښنه مه کوه، هېڅ به نه کېږي. له دې څخه بد به بل څه وي چې د ښوونځيو دروازه یې وتړلې؟ دا دروازه نن خلاصه ده او ښايي سبا وتړل شي.
له دې خبرو سره مې هغه ورځ را په ياد شوه چې خور مې د وري میاشتې په ۳ نیټه د معمول په څېر جامې واغوستي او په لېوالتيا ښوونځي ته ولاړه، خو څو شېبې وروسته بېرته په ژړا راغله او ویل یې: موږ ښوونځي ته نه پرېږدي. هغه په ژړا شوه او پوښتنه یې کوله چې راتلونکی به یې څنګه وي؟ موږ دا خبرې کولی او افسوس مو کولو ولې مونږ دومره بدبخته یو؟ بالاخره موږ د پوهنتون دروازې ته ورسیدو. زما سترګې په هغو نجونو باندې ولګېدې چې نقابونه یې اغوستي وو چې زموږ د مدرسي د نجونو په څېر ښکاري دی. څو کاله وړاندې، زه مدرسي ته تلم خود هغوي د زیات افراط او تفریط له امله ما ته خپل ځان تل ګناهکار ښکاریدو. دوی موږ ته خدای پاک ظالم معرفي کړی و. زه همېشه له همدې وېرې سره ویده کیدلم او خپل یو ویښته می هم نه پريښودو چې د خوب په وخت کې څرګند شي، که څه هم چې خلاص وېښتان مې خوښېدل. آن دا هم راته ګناه ښکاریده چې د کمپلې لاندې خپل ویښتان خلاص کړم. په هرصورت، ما تل احساس کاوه چې خدای ما ته سزا راکوي.
ملګرې می چې مدرسې ته تللې، لږ وخت وروسته یې د مکتب څخه زړونه ماتېدل، نور مکتب ته نه تللې. زه هم همداسې شوی وم، خو د پلار د پوښتنو جواب می نه درلود. پدې نه پوهېدم چې همدا قرآن کریم د لوست امر کوي د قلم او کتاب د ارزښت په هکله خبرې کوي. پر رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړنی وحی د اقرأ په کلمه پیل شوې چې د لوستلو معنی لري، مګر موږ ته ویل شوي وو چې ښځه باید یوازې د قرآن او د لمانځه په لوستلو پوهه وي او بس.
خداى جل جلاله فرمايي: دين د انسان د خوښۍ او سعادت د لاسته راوړلو لپاره دى. د دین په اړه پوهیدل د هغه چا لپاره اړین دي چې پرې باور او ایمان لري. په هرصورت، ما او زما ملګرو په ساده ډول د دوی خبرې منلی؛ چې نجلۍ باید پوهنتون ته لاړه نه شي، ځکه چې هلته نا محرم نارینه درس ورکوي او د ښځې غږ باید د نامحرم سړي له خوا ونه اورېدل شي.
د نقاب لرونکو ښځو په لیدو مې هغه ورځ را په یاد شوه چې فرخنده سوځول شوې وه او زموږ په مدرسه کې ښوونکو ویل: “باید همداسې شوی وای.” زه د دوی په خبرو سمه نه پوهېدم، خو زما ملګرې شبنم ( مستعار نوم) چې د عمر او فکر له لحاظه له ما څخه غټه وه، کله ناکله به یې د دوي په کړنو اعتراض کاوه. د دې له امله چې شبنم پوهنتون ته تلله چې نارینه هم پکې تدریس کوي، استادانو هغې ته د “پوهنتوني نجلۍ” نوم ورکړی و. پوهنتوني کېدل په هغه ځای کې د پام وړ ښه صفت نه و.
اوس له څو کلونو وروسته بیا هم په پوهنتون کې نقاب لرونکي ښځې له تاوتریخوالي ډکې کړنې کوي. د دوی ژبه ډیره سپکه او بده وه. نجونو ته يې په زوره وويل: بې شرمې نجلۍ ستا حجاب چېرته دى؟ دې جملې ماته د مدرسې په دروازه کې د نجونو هغه حالت را په یاد کړ چې تل به یې ورته ویل: «نجلۍ، ولې دی جرابي ندی په پخو؟» ستا سترګې ولې ښکاري؟ ته ډیر ګناهګار شوی یې». په هرصورت، یو توپیر هم شتون درلود. د مدرسي نجونو ته یې په مهربانۍ سره خبرې کولې، مګر دلته دوی له تاوتریخوالي ډک چلند کاوه. ښايي ځکه هغه وخت کمزوري وو او اوس قوي دي. له ځانه سره مې ویل: خدایه! موږ ډیر بد یو. موږ د انسان د سعادت او خوښیو په کتاب د قرآن عظیم الشان په نوم څه کوو.
څه موده شوی وه چې د قرآن کریم له تفسیر سره اشنا شوی وم. اوس پوهه شوی وم چې دا خلک څنګه له قرآن څخه ناوړه ګټه پورته کوي او یا قرآن او دین په عام محضر کې څومره سخت معفي کوي، په داسې حال کې چې د پیغمبر دنده یوازې بیان کول وو.
نقاب لرونکو ښځو نجونو ته وویل: ایا ته مسلمانې نه یې؟ دې نقاب لرونکو نجونو ته نږدې دوه پیاوړي سړي چې کالي اغوستي وو د خیرنو مخونو سره ولاړ وو. حالات دومره ستړي کوونکي وو چې ما د “مسلمان” کلمې سره حساسیت پیدا کړی و؛ ځکه چې دوی دا کلمه ناسمه تو بی ځایه کاروله. هر چا د مسلمانی خبره کوله، خو په ځان کې د مسلمان کیدو صفتونه نه وو.
سړي په ډېر تاوتریخوالی سره وویل: بې عقلې نجلۍ! مه درېږه، لاړه شه.” زه ډیر ویریدلی وم. یو بل سړي خپل ملګري عسکر ته وویل: “څه مه وایه، ځکه دوه دقیقې وروسته به ستا خبرې بیا د افغانستان په انټرنشنل تلویزیون کې وګورئ.” بیا یې هم رسنیو ته جدي پام ونه کړ او د نجونو د وهلو لپاره یې بیلچې ته لاس کړ.
په حقیقت کې، د پوهنې ځای د ترهګرۍ په خاوره بدل شوی دی؛ هغه ځای چې نه د انسانیت بوی پکې شته او نه د اسلام رنګ پکې لیدل کیږي. که څه هم هر څوک د “قال الله” او “قال رسول” په اړه چیغې وهې، خو د محمد صلی الله علیه وسلم د اخلاقو هیڅ نښه پکې نه وه. د پوهنتون په ټولو دیوالونو باید د حجاب په اړه یوه جمله لیکل شوې وه، خو د علم د ارزښت په اړه یوه جمله هم نه وه. دا په داسې حال کې ده چې هر څوک د دوي د حکم له مخې له «اسلامي حجاب» سره پوهنتون ته داخلېدل.
یوه ورځ مخکې، پوهنتون ته ننوتو چې په دروازه کې ودرول شو او د رنګین پړوني د اغوستلو له امله مو د محصلی کارتونه واخیستل شول. هغه ورځ حيات او مهرو د پوهنتون شاوخوا ته وګرځیدي چې تور پړوني پيدا کړي او خپل څادر بدل کړي، خو تور پړوني پیدا نکړل. اخر هم مجبوري وی پوهنتون ته ننوزي. دوی خپل کارتونه چارواکو ته تسلیم کړل تر څو رییس ته ورشي او د ژمنې هغه لیک لاسلیک کړي چې په راتلونکي کې به یوازې تور پړونی اغوندي.
کله چې ټولګي ته لاړم، نجونې ټولې ستړې وې. چا ویل چې د رنګه چادر اغوستلو له امله یې نامناسبی خبرې اوریدلي او په بدو نومونو یې یادولو. یوې بلې ویل له دې امله چې پتلون یې اغوستی و بي غزته کړی ده او د پوهنتون کارت یې ورڅخه اخیستی. هغې ویل که چېری سبا رییس ته ولاړه شم، د ډېرو پوښتنو ځوابونه باید ووایم او ډېرې خبرې باید واورم او برداشت یې کړم. دریمې ویل: «خدایه! دا څنګه ژوند دی؟ زه له دی ستړی شوی یم چې زه دی نجلۍ پیدا کړی یم. زه هره ورځ پدې جرم شکنجه کیږم چې نجلۍ یم. کاش لږترلږه د دی دوري د بشپړولو وروسته می د کار کولو حق درلودی. آن ښوونځي هم تړلي دي، نو ویلي به می چې خیر دی، کولی شم هلته درس ورکړم. دا ټول درد تیروم، خو له زده کړو وروسته به بیا هم په کور کېنم.»
په هغه ورځ، ما د خپلو ټولګیوالو په سترګو کې په روښانه توګه درد لیدلو. ما د یو غریب او بیچاره کس په څیر احساس کاوه چې هیڅ شی نشي کولی.
په دې وخت کې یو پیاوړی سړی د لوړ غږ سره صنف ته را ننوت. د ښه راغلاست په ترڅ کې خپل ځان معرفي کړ چې د «اسلامي امارت» لخوا د استاد په توګه ټاکل شوی دی او د نن ورځي وروسته به موږ ته درس راکوي. په فارسي ډېر لږ پوهېدو او سمې خبرې يې نه شوی کولې، خو په خبرو یې سړی پوهېدو. له جيب څخه يې څلور ځای قات شوی حاضري راواخیسته او د حاضری په اخیستلو یې پیل وکړ.
کله چې مو د هغه د زده کړې د کچې په اړه وپوښتل، هغه وویل:«ما تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کړې او پاتې نور می مدرسه لوستی. موږ څلویښت کاله جګړه کړی. د امارت د حکومت له راتګ وروسته یو کال په کور ناست وزګار وم. اوس اسلامي امارت د اسلامي ثقافت ساعتونه زیات کړي او له موږ څخه یې د خدمت غوښتنه کړې ده. دا چې تاسو تر اوسه د کمونستانو تر چتر لاندې زده کړې کړي، اوس زه راغلی یم چې د خدای (ج)، دين او د پېغمبراکرم (ص) په اړه معلومات درکړم.»
موږ هم د هغه یوه یوه خبره اوریدله.
هغه دوام ورکړ: «لوست د ښځو حق دی؛ ځکه چې نن سبا زمونږ د ښځو څخه پردي کفري هیوادونو زمونږ د اسلامي حکومت پر ضد ګټه پورته کوي.»
زموږ یوې ټولګیوالی پوښتنه وکړه: «نو بیا ولې اسلامي امارت د ښوونځیو دروازې تړلې دي؟»
استاد ځواب ورکړ: دا یوه سیاسي پوښتنه ده او ته یې د پوښتنې حق نه لرې. پوښتنه باید له درس سره تړاو ولري. په عین حال کې، تاسو باید خوشحاله شئ چې د پوهنتونونو دروازي خلاصي دي. پوره شل کاله وړاندې کله چې اسلامي امارت راغی، دا دروازې هم تړل شوې وی.»
استاد نه پوهیدو چی څه ووایی. هغه د قانون په بوی هم نه و خبر او د ویلو لپاره یې څه نه درلودل. هغه د خپل «اسلامي امارت» د تشريح او تعريف پرته بل څه نه درلودل. دا د دې حقیقت سره سره چې موږ په وروستي سمستر کې یو او زموږ ذهنیت په ساده ډول نه بدلیږي؛ ځکه د فرخندې د لاسه ورکولو پېښه، یما سیواش، د کابل پوهنتون او په زرګونو نورې پېښې لکه په برچي کې د ۲۰۰ بستریز روغتون، د موعود ښوونیز مرکز، د کوثر ښوونېز مرکز دا ټولې زموږ د ژوند ترخې پېښې دي چې زموږ په ذهنونو کې ځای لري.
استاد ښايي نه پوهېده چې څه ووايي، خو غوښتل يې چې نجونو ته باید حق ورکړل شي، هغه هم پدی کې خلاصه کیدو چې: «ښه میړه او مهر د نجلۍ حق دی.»
د پوښتنو او ځوابونو په جریان کې، یو بلې ټولګیوالې وپوښتل: «استاد جان، ستاسو لور زده کړي کوي؟» ښوونکي د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: «هو، لور مې دولسم صنف پاس کړی دی. زه ډېر لېواله وم چې لور مې ډاکټره او یا ښوونکې شي، خو کله چې لویه شوه، واده یې وکړ او زده کړې ته یې دوام ورنکړ.»
نجونې په دې ورځ ډېرې ستړې وې. په بل ساعت کې شاګردانو زموږ د (ادبیاتو) د څانګې له استاد څخه وپوښتل چې ولې داسې سړی درس ته راځي؟ ښوونکي وویل: پخپله وضعیت درک کړئ او د درس په تړاو خپلې ستونزې پخپله حل کړئ. د اوس لپاره، دوي زورور دي او هیڅ څوک څه نشي ویلای. موږ باید له دوی سره جوړ شو، ځکه چې دوی ناپوه او له منطق سره نا اشنا دي.»
تعلیمي ماحول د ترهه ګرۍ په مرکز بدل شوی و. یوه ورځ زموږ درس د “احساستي متن” په اړه و. ښوونکي له موږ څخه وغوښتل چې احساساتي متنونه راوړو. ټولو نجونې متنونه راوړي وو. کله چې زما وار شو، پروفیسور وپوښتل: ایا دا ستاسو دی؟ ما وویل: هو، ما پخپله لیکلی دی. ويې ويل: ووايه. ما پیل وکړ او کله چې د متن مینځ ته ورسیدم، ښوونکي وویل:«بچیه بس دی!» راځئ چې کومه بله ستونځه پیښه نشي.»
همدا ډول یوه بله ورځ په بل درس کې چې کله درس پای ته ورسېد، استاد وویل: که چا څه لیکلی وي، ودې لولي. ما وویل: استاد جان! ما تیره شپه یو متن لیکلی، که تاسو اجازه راکړئ هغه ولولم. هغه وویل ووایه. کله چې ما پیل وکړ، ښوونکي دروازه وتړله ترڅو یې څوک وانوري.
ځکه چې دې حالت مونږ ته ډېر درد را کاوه، زه به چې کله کور ته راستنه شوم نو خپل درد به مې لیکه او غوښتل مې چې لږ تر لږه یو کس یې ولولي. خاوند به مې ویل: مه یې خپروئ، ځکه چې کومه بله پېښه ونشي، بیا به پښېمانه یو. ګټه نه لري. خدایه! غږ پورته کول هم جرم دی. له دې بدتر وضعیت نه راځي.»