اسارت ته د رسمیت ورکولو کمپاین

د دوحې د مذاکراتو په لړ کې طالبانو او ملاتړو یې له یو لړ تاکتیکونو په ګټې اخیستو سره، یوه بې پروګرامه ترهګره ډله، چې له پوځي پلوه ډېره کمزورې او له سیاسي او دپلوماتیک اړخه منزوې وه، د سولې د خبرو بریالیتوب ته ورسوله. لومړنی تاکتیک دا و، چې بهرنیانو سره ښه یې همغږي رامنځته کړه او اړیکو ته یې د ځواب ویلو ترڅنګ، د هغوی اندیښنو ته پاملرنه وکړه. د طالبانو سلاکاران پوهېدل چې له دې لارې به د طالبانو ترهګرې څېرې د سیمې هېوادونو او د افغانستان په چارو کې ښکېلو هېوادونو ته بې ضرره او بې ګناه ښکاره کړي. دغه راز طالبانو بهرنیانو سره ژمنه وکړه چې نړیواله اجنډا نه لري، موخه یې یوازې په افغانستان کې د اسلامي حکومت رامنځته کول دي نه دا چې نړۍ ته ترهګر صادر کړي. د دوحې له مذاکراتو سره هم مهاله، د سیمې له هېوادونو سره یې د اړیکو لپاره پراخ کمپاین پيل کړ. له هند، چین، روسیې، ایران نه نیولې د منځنۍ آسیا تر هېوادونو، عربي او ترکیې پورې یې اړیکې ټینګې او له هر یوه سره یې بېلابېلې ژمنې وکړې. دا په اصل کې د افغانستان د بهرني محاصرې تاکتیک و، چې د سیمې د استخباراتو په تېره د پاکستانیانو له لوري طرحه او پلی شو. په مقابل کې یې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د وخت په تېرېدو، د دیپلوماسۍ ډګر کې طالبانو ته ماتې وخوړه. دویم تاکتیک د افغانستان د حکومت او متحدینو ترمنځ یې د شخړو او بې اتفاقۍ رامنځته کول و. طالبانو د بهرنیو سلاکارانو په ملاتړ، په افغانستان کې له یوه- یوه چارواکي، دغه راز له حکومت نه بهر له زورواکو او سیمه ییزو ناراضه خلکو سره پراخې اړیکې ټینګې او هر یوه سره یې ژمنې وکړې. ډېرو چارواکو او سیاسي څېرو داسې انګېرله چې ګواکې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته به په اسلامي امارت کې ځانګړی موقف ولري. په دې کمپاین کې طالبانو هڅه کوله چې ځانونه تعامل او سولې ته چمتو وښيي او په دې توګه حکومت د سولې په لاره کې د اصلي خنډ او د ټولو لوریو ګډ دښمن معرفي کړي. ډیری پخواني جهادي کسان د طالبانو د دغه تاکتیک ښکار شول. هغوی ته ویل کېدل چې ټول د یوه اسلامي حکومت د جوړېدو په لټه کې یو او کولای شو د وړو اختلافونو په حلولو توافق ته ورسیږو. خو دموکراتان، سیکولاران او هغه کسان چې له غربه راغلي باید د حکومت له بدنې لیرې کړای شي. درېیم تاکتیک د شته وضعیت دوزخ کول وو. طالبانو د بهرنیو سلاکارانو په لارښوونه، یو شمېر هغه کسان په ډېرې بې رحمۍ له منځه یوړل، چې له ټاکنو پرته یې دوی ته د نظام تسلیمیدو او د افغانستان د طالباني کیدو مخالفت کاوه. دوی د دغه تاکتیک په ترڅ کې، ښوونځي په وینو ولړل، د پوهنتون محصلین، ښوونکي، خبریالان، مدني فعالین او پرمختګ غوښتونکي سیاستوال یې په بم، انتحار، چړې او حتی په ډبرو ووژل. په وروستیو میاشتو کې کابل د قتلونو په نندارتون بدل شوی و. د دې تاکتیک له لارې طالبانو او ملاتړو یې غوښتل چې د طالبانو مخالفین تسلیمېدو او له قید او شرط پرته د شته وضعیت منلو ته اړ کړي. له بده مرغه په دې کار کې بریالي هم شول او ومو لیدل چې دولت څه ډول په نړیواله، سیمه ییزه او د هیواد په کچه منزوي شو. سیاسي ځواکونه له طالبانو سره د « ځانګړو او خپلواکو» خبرواترو د اړیکو په سیالۍ کې بوخت شول. منځنۍ طبقه خلک او د دموکراسۍ ملاتړي له ټپونو او بېلابېلو وېرو سره د مبارزې په ډګر کې یوازې پاتې شول، او یو شمېر نور خلک چې په بد وضعیت کې د ساه اخیستو په بیه چوپتیا یې هم غنیمت شمېره، له اعتراض او مقاومت څخه لاس واخېست.
آیا د طالبانو مخالفینو له هغې تاریخي ماتې درس اخیستی دی، او آیا پدې پوهېږي چې طالبان اوس هم د هماغو تاکتیکونو له لارې د آزادۍ ضد، د کار ضد، د زده کړې ضد او د پرمختګ ضد امارت د افغانستان پر خلکو تپي؟ اوس چې د « ټولګډونه حکومت» د رامنځته کولو په نوم د طالبانو د امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ديپلوماتیک حرکتونه پیل شوي دي، طالبان لاهم په هماغو کارتونو لوبه پرمخ وړي، او مخالفین هماغه ډول کمزوري او پخپل منځ کې همغږي نه لري. د طالبانو ډله د بهرنیانو له تاکتیکونو په ګټې اخیستنې سره، د مخالفینو ترمنځ د شخړو رامنځته کولو، منځنۍ طبقې خلکو، دموکراسي غوښتونکو او په تېره ښځو ته ژوند په دوزخ بدل کړی دی. د ښځو حقوق د طالبانو لپاره د امتیاز اخیستلو په ډېره ښه وسیله بدله شوې ده. په کورونو کې د ښځو په زنداني کولو او د ښځو پر وړاندې له تاوتاریخوالي ډک محدودیتونو لګولو حیاتي مسایل لکه ټولټاکنې، د قانون له مخې د حکومت رامنځته کول، د بیان آزادۍ، د سیاسي فعالیتونو آزادي او هغو ته د ورته فعالیتونو مخه یې ډب کړې ده. په افغانانو یې دومره بد وضعیت راوستی دی چې که چېرې همدا اوس د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانېزي، ډیر خلک به د پرمختګ احساس وکړي، او دا حالت به د طالبانو د رسمیت پېژندنې تبلیغاتي دستګاوې په غوغا راولي او طالبانو ته به د بدلون په هیله ډیری متزلزل سیاستوال کابل ته د راتګ لپاره وهڅوي. هغوی چې پوهیږي چې د ملت او خاورې سره یې خونړۍ لوبه روانه ده، باید خپل غږونه اوچت کړي. د هېواد اسارت نباید چې د ترهګرو، قاچاقبرانو، جاسوسانو او غلو د سهامي شرکت په توګه د اسلامي امارت تر نامه لاندې په رسمیت وپېژندل شي.