د ایران او طالبانو د سرحدي نښتو لاملونه

ليكنه:شجاع‌الدین امیني

د طالبانو له بیا واکمنیدو تراوسه، د دغې ډلې او ایران د پوله ساتونکو ترمنځ بېلابېلې نښتې شوي دي. په تازه پېښه کې، د غبرګولي په ۶ مه، د شنبې پر ورځ، د دواړو لوریو ترمنځ په نېمروز کې نښته شوې، چې د راپورونو له مخې، دوه ایراني او یو طالب پوله ساتی پکې وژل شوي دي. ایراني چارواکو، طالبان او طالب چارواکو ایران، د دغې نښتې په پيلولو تورن کړي دي. تراوسه د سرحدي نښتو د لاملونو په اړه لږ بحثونه شوي دي. د دغو نښتو لاملونه ښایي روښانه کړي، چې په دې نښتو ایراني که طالب پوله ساتي ګرم دي. له همدې امله دا پوښتنه مهمه ده، چې د ایران او طالبانو ترمنځ سرحدي نښتې ولې رامنځته کیږي؟ داسې ښکاري، چې لاندیني لاملونه په دې برخه کې رول ولري:

۱-‌ ایران ته د کډوالۍ روان سېلاب  

ایران خپلې خاورې نه د افغانانو د کډوالۍ له پلوه اندیښمن دی. ویل کیږي، چې اوس مهال تر ۷ میلیونو پورې افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي. د طالبانو بیا واک ته راتګ، ایران ته د افغان کډوالو د تلو د چټکیدو اصلي لامل ګڼل کیږي.   د وړاندې شویو شمېرو له مخې، له ۱۴۰۰ کال راهیسې هره ورځ شاوخوا ۴۰۰۰ افغانان له خپلو پولو په ناقانونه ډول د ایران خاورې ته ننوځي. دا شمېر د پخوا په پرتله، څو برابره زیاتوالی ښيي[۱]. په پولو کې د افغانانو ګڼه ګوڼه او د دغه بهیر دوام سبب شوی، چې ایراني پوله ساتي دوی سره خپل چلند کې سختي راولي. له کډوالو سره د ایراني پوله ساتونکو له نا مناسب چلند او حتا په قصدي یا غیر قصدي ډول د هغوی په وژلو کې، د دوی د لاس لرلو په ځلونه- ځلونه راپورونه خپاره شوي دي. د داسې ناخوښو پېښو رامنځته کیدل، چې کله د طالبانو غبرګون سره مخ کیږي، د دواړو لوریو د نښتو زمینه برابرولای شي. د بېلګې په ډول، زه چې کله له اسلام قلعه پولې څخه ایران ته ننوتم، طالبانو پوله د یوې ورځې لپاره تړلې وه. هغه ورځ ادعا کیده، چې ایراني پوله ساتونکو ګواکې له یوه افغان کډوال سره  نامناسبه چلند کړی او طالبانو یې په غبرګون کې، پولې ته ننوتل منع کړي دي.

۲-‌ د طالبانو پوله نه پېژندنه

پوله ساتنه مهمه او درنه دنده ده، خپل آداب او فنون لري. د طالبانو ډېرو پوله ساتونکو د خپل ژوند لویه برخه په غرونو کې تېره کړې ده. د طالب پلوله ساتو، مهم ملګری، د دوی وسله ده. دوی له لیکلو او لوستو سره پردي دي، دا لا لیرې، چې د پوله ساتنې پر آدابو او فنونو، چې د دولت دارۍ مهمه برخه ده، پوهیږي.  که پوله کې ستونزه پيدا کیږي، طالب پلوله ستونکي یې د خبرو اترو پر ځای، په ګولۍ حلولو ته لومړیتوب ورکوي. په بله وینا: کومه غوټه، چې په لاس خلاصیدای شي، دوی یې په غاښ پرانیزي. طالبان فکر کوي، هر څومره چې ګاونډي یا رقیب سره زور وغږوي او سترې پرې وباسي، په هماغه اندازه  د افغانستان ښه دفاع کوي. ایرانی لیکوال او فلم جوړونکی ابوالفضل شکیبا، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د پوله ساتنې له فنونو څخه د طالبانو د پرديتوب په اړه د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي: « جالبه ده، چې له صفري نقطې په تېریدو او د افغانستان خاورې ته له ننوتو سره، تقریباً د لارښوونې او کنټرول هیڅ کوم مامور نشته. حتا کولای دې شول، چې له مُهر وهلو او هیڅ کنټرول پرته ننوځې. پاسپورټونه مو، هغه کس ته چې د مُهر وهلو په حال کې و، وښودل، خو پاملرنه یې ونه کړه. هغه لکه یوازې، چې د مُهر وهلو مامور وي؛ لکه یو کوکي سړی. پاسپورټونو او د افردو څېرو ته له کتو پرته یې، یو بل پسې پر پاسپورټونو مُهر وهه[۲].» دې ټکي ته پاملرنه، ښيي چې د طالبانو پوله نه پېژندنه، کولای شي د نښتو یو بل لامل وي.

۳- د طالب پوله ساتونکو جنګ غوښتنه  

طالبان د جګړې تږي دي او له جګړې تغذیه کیږي. دا ډله، له زیږیدو تر اوسه په جګړه بوخته وه. طالبانو ته جګړه لکه اوبه او ډوډۍ په لومړنیو اړتیاوو کې حسابیږي. په بله وینا، طالبان لکه کب، چې اوبو ته اړتیا لري، دغسې جګړې ته اړتیا لري. دوی، چېکله واک ترلاسه کړ، د نړۍ او افغانانو تمه دا وه، چې وسلې به پر ځمکه کیږدي او مدني ژوند ته به مخه کړي، خو نه یوازې داسې ونه شول؛ بلکې پر افغانستان د خپلې لومړۍ دورې واکمنۍ ترخې خاطرې یې لا نورې ژوندۍ کړې.  طالبانو د دې پر ځای، چې له خپلو مخالفو ځواکونو سره پر خبرو اترو فکر وکړي، د هغوی پر ځپلو او نابودۍ او په تر ټولو ښه حالت کې، د هغوی پر تسلیمۍ فکر کوي.  د بېلګې په ډول، د طالبانو یو قومندان په یوه رسنۍ کې اعلان کړی و: « ځواکونه مې جګړې ته زړه تنګي دي، ډېر جنګیالي مې اندیښمن دي، چې په جګړه کې د شهادت بخت یې له لاسه وتی دی.زه ورته وایم، کرار اوسئ، لا د شهات بخت درته پاتې دی.[۳]» د طالبانوجنګ غوښتونکی عادت، چې کله له ایران ضدې روحیې سره یې ملګری کیږي، د دې ډلې او ایراني پوله ساتونکو نښته حتمي کیږي. لکه چې لیدل کیږي، طالبان له ایران او ایراني فرهنګ سره جوړ نه دي.  د دې ‌ډلې د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې ۱۱ ایراني دیپلوماتان ووژل شول. دغه راز، له فارسي ژبې سره د طالبانو دښمني، له ایران سره د دوی دښمنۍ سره تړي. هغه شعارونه، نعتونه او غږونه، چې په دې ورځو کې، په مجازي نړۍ کې د طالبانو له لوري لرو بر کیږي، دغه ادعا تر یوه ځایه تاییدولای شي.

۴- د عامه افکارو انحراف

طالبان په حکومتولۍ کې ناکام دي. دا خبره ټولو ته روښانه ده او کوم شک او کینه پکې نشته. په افغانستان کې فقر او ظلم په اوج کې دی، د ښځو حقونه او بشري حقونه په بېساري ډول  نقضیږي، مخالفان ځپل کیږي او بندیانیږي، صحرایي محاکمې فعاله دي او د طالبانو د کورني او نړیوال مشروعیت کوم څرک نه لیدل کیږي. طالبان، په دغه وضعیت کې د دې لپاره، چې وکړای شي پر خپلو ناکامیو پرده واچوي، د دښمن جوړولو او غوغا اچولو په هڅه کې دي. څه موده مخکې له پاکستان سره پر پوله اخته ول، ځکه فکر یې کاوه، چې په افغانستان کې له موجودې پاکستان ضدې روحیې څخه به د خپل داخلي مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره استفاده وکړي. په همدې ډول، له ایران سره د نښتو کولو له لارې فکر کوي، چې ښایي وکړای شي عامه افکار ځانته جلب او په دې ډول د هر ډول داخلي اعتراض مخه د ځان خلاف ونیسي. ناکام دولتونه، د جعلي دښمنانو له معرفي کولو او ورسره د جګړې په اور لګولو، د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره د موثرو ابزارو په توګه ګټه اخلي.

۵- نیابتي جګړه

د نیابتي جګړو رامنځته کول د هغو هېوادونو کار دی، چې ښه پوځي- اقتصادي ځواک نه لري. هغه ځواک، چې جګړه طراحي کوي او ملاتړ ورڅخه کوي، په مستقیمه توګه میدان ته نه ننوځي او خپل دا کار ورپورې تړلې ډلې ته سپاري. د ایران او طالبانو په سرحدي نښتو کې دا فرضیه مطرح ده، چې ایران په سیمه او نړۍ کې سیالان لري او هغوی غواړي له طالبانو څخه په استفادې، د ایران خلاف نیابتي جګړه پيل کړي. د ایراني چارواکو له نه منلو سره- سره، امریکایي چارواکي په افغانستان کې د دغه هېواد د حضور په وروستیوکلونو کې دې پایلې ته رسیدلي وو، چې په افغانستان کې له شل کلن نسبي ثبات څخه تر امریکا ډېر، د دغه هېواد سیمه ییزو سیالانو او له هغې ډلې ایران ډېره ګټه کړې وه. پر دې بنسټ، د ایران واکمنان فکر کوي، چې ګویا امریکایانو په لوی لاس، د دغه هېواد خلاف د بې ثباتۍ جوړولو لپاره هغه ټول پوځي تجهیزات طالبانو ته وسپارل. په دې مانا، چې ګواکې طالبانو ته دنده سپارل شوې، چې د ایران ختیزې پوله نا امنه وساتي او په ښه حالت کې د مذهبي جګړې اور ولګوي.

د ایران او طالبانو د سرحدي نښتو له وضعیت څخه ښکاري، چې ایراني لوري تر اوسه د طالبانو پر وړاندې له ډېرې ځان تېریدنې کار اخیستی دی. تر دې حده، چې طالبانو د ایران خلاف ډېر ګواښونه کړي، په اصطلاح د استشهادي شعارونه یې ورکړي، خو ایران داسې نه کوي. ایران ته په خپلو ختیزو پولو کې ثبات ارزښتناک دی، په دې برخه کې د امریکا له وتو وروسته د ایران هڅې په شدت سره زیاتې شوې دي. دې ټکي ته په کتو سره، داسې نه ښکاري چې ایران پر هغو پولو د جنجال جوړولو هڅه نه کوي، چېرته چې د امنیت غوښتونکی دی.

[۱] . https://www.bbc.com/persian/afghanistan-58858335

[۲]. شکیبا، ابوالفضل (۱۴۰۱). در مسیر اندراب افغانستان، ۳۳ مخ.

[۳] . https://www.afintl.com/20210920085984

ورته لیکنې

Back to top button