د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د کړکېچ لاملونه

له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان او ایران په بهرنیو اړیکو کې د ننګونو او د ترینګلتیا تر ټولو اساسي سرچینه د اوبو مسله ده. د دواړو هېوادونو د جغرافيايي او جيو پوليټيک موقعيت له امله، په ګاونډ کې او له ٩٣٦ کيلومترو زياتې ګډې پولې، کلتوري، تاريخي او ژبني ورته والي يې د ګټې او د يووالي د عامل په توګه کار کړی دی، د ګډو سیندونو او د مهاجرینو مسلې هم شتون لري چې تل د اختلافاتو لامل شوي. په دې کرښو کې هڅه کوو دې پوښتنې ته ځواب ورکړو چې «څنګه د اوبو ګډې سرچینې د جګړې دوامداره لامل او د افغانستان او ایران په بهرنیو اړیکو کې د کړکېچ او ننګونې سرچینه ده.» د ځواب لپاره، موږ هڅه کوو دا وښیو چې «د دواړو هیوادونو تر منځ د اوبو کړکیچ جدي دی او د هراني لانور کیدو ظرفیت او احتمال لري او همدا ډول د نورو اوږدمهاله او پراخو شخړو لامل کیدی شي لکه د سرحدونو په نخښه کولو په برخه کې شخړې رامنځته کیدی شي.»
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو پر سر شخړو ته لنډه کتنه
په ورته وخت کې د دواړو هېوادونو د سرحدونو د جوړولو او په ۱۹مه پېړۍ کې د افغانستان او ایران د بېلتون او د پولې د ټاکلو او تشکیلولو په موخه د برتانیې په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو د سرحدونو د ټاکلو او د سرحدي شخړو د هواري په موخه، د هیرمند او هري رود سندونو کې د اوبو د حقونو د ویش پر سر شخړې رامنځ ته شوې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو دوه ګډې حوزې دي. د دې تر څنګ روان ناورین، وچکالي، د اوبو کمښت، سېلابونه، د بندونو جوړول، د اوبو په جریان کې بدلون، د کانالونو جوړول او داسې نور هغه څه دي، چې د دواړو لورو اندېښنې یې راپارولي دي. د دوو سندونو پر سر د تشنج او کړکېچ احتمال چې «تر خاورو لاندې اور» په څېر دايمي پاتې شوی او وخت په وخت د لفظي شخړو، اختلافاتو او ډيپلوماتيکو ستونزو لامل ګرځي. لږ تر لږه له ۱۸۷۲م کال راهیسې د افغانستان او ایران د دوو هیوادونو تر منځ د شخړو او لانجو د دوامداره منابعو څخه د اوبو حقوق او له هغو څخه د ګټه اخیستنې څرنګوالی، او د اوبو د حقونو د مقدار ټاکل د هیرمند د سیند په سر له جنجالي مسلو څخه دی. تر دې دمه دغه ستونزه ۱۲ ځله د دواړو هېوادونو تر منځ د ډیپلوماټیکې کړکېچ لامل شوې او د حل لپاره یې ۲۷ ځلې مستقیمې دوه اړخیزې خبرې اترې او یا د منځګړتوب منل شوې دي (فلاح نزاد، ۱۴۳:۱۳۹۴).
هلمند سیند د شخړې د لامل په توګه
د دواړو هېوادونو په اړیکو کې په تېره یوه پېړۍ کې یوه احتمالي ترینګلتیا د هلمند سیند وه. دې مسئلې د وچکالۍ، سېلابونو، د کانالونو د جوړولو او تر ټولو مهمه د اوبو له حقونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه څو څو ځلې خبرې اترې، بحثونه، کمېسیونونه او د حل لارې موندلو ته پام کړی ده. د دې ټولو کارونو پایله د ۱۳۵۱ هجري لمریز کال هغه تړون دی چې پربنسټ یې د ایران د سیند د اوبو حق په کال کې ۸۲۰ میلیونه متر مکعب ټاکل شوی دی. هغه څه چې ننګونې زیاتولای شي دا حقیقت دی چې دواړه هېوادونه د نړیوالو سیندونو په اړه د کنوانسیون غړي نه دي چې د شخړې په صورت کې ورته مراجعه وکړي. د اوبو د حقونو د وېش پر سر پر لانجې سربیره، یو له هغو احتمالي قضیو څخه چې لږ پام ورته شوی دی، د هلمند د سمندري ډیلټا په سیمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د پولې مسله ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوبو پوله شاوخوا ۵۵ کیلومتره کېږي. لکه څنګه چې د اوبو سرحدونه د سرحدونو یو له خورا بې ثباته ډولونو څخه شمیرل کېږي او دا چې د دوو هیوادونو پوله په سیند کې ده، ژر یا وروسته د سیلابونو او وچکالۍ له امله، د سرحدونو په اوږدو کې کړکېچ رامنځته کړي. لاندې د دواړو هیوادونو د اوبو د پولې نقشه ده:
هریرود سیند د ستونزې د لامل په توګه
د هريرود سيند په اړه د هلمند د اوبو د حق په اړه د هوکړه ليک له موجوديت سره سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د استخراج د څرنګوالي په اړه هېڅ هوکړه نه ده شوې. د هريرود سیند د افغانستان له مرکزي غرونو څخه سرچينه اخلي او د ايران او ترکمنستان په لور روان دی. د اوبو دغه حوزه د افغانستان، ایران او ترکمنستان درې واړو هېوادونو مشترکه ده. په تېرو دوو لسيزو کې په تېره بيا د هري رود په سیند کې د بندونو له جوړېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې اختلافات رامنځته شوي دي. په افغانستان کې د بندونو په جوړېدو سره ایران او ترکمنستان ته د بهیدونکو اوبو اندازه کمه شوې او دې کار د ایران اندېښنې راپارولې دي.
هغه څه چې د احتمالي تاوتریخوالي په توګه شتون لري په هريرود سیند کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پوله ده. دواړه هېوادونه په هريرود حوزه کې شاوخوا ۱۰۷ کیلومتره د اوبو پوله لري. لکه څنګه چې مخکې وویل شول، د اوبو پولې د سمت د بدلون او بې ثباتۍ له امله په بنسټیز ډول ننګونې دي، نو دا ډول پولې په منځني او اوږدمهال کې د سیلابونو او د اوبو د کمښت له امله سخت اختلافونه رامنځته کولای شي. څنګه چې د موسمې بدلون او د اوبو کمښت له تصور څخه لرې نه دی، دا امکان په ډیر نږدي راتلونکي کې شتون لري. لاندې د دواړو هیوادونو د اوبو د پولې نقشه ده:
پایله
د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو او ګډو اوبو سرچینې د دواړو هېوادونو د بهرنیو اړیکو د تاریخ په اوږدو کې د یو متناقض او متضاد عامل په توګه کار کړی دی. (له یوې خوا د ګډو اوبو د ویش او استخراج پر سر د دواړو هیوادونو احتمالي کړکیچ او له بلې خوا د ځمکنیو پولو د ټاکلو او معلومولو له امله د کړکیچ احتمال). خو د ګډو اوبو د سرچینو د سم او غوره مدیریت په صورت کې دا شونې ده چې د افغانستان په بهرني سیاست کې له هغې څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخیستل شي. لکه څرنګه چې افغانستان د اوبو د سرچینې په توګه په دې برخه کې لاس بری دی او ګټه ترې پورته کوي، نو دغه هېواد ته دا امتیاز ورکوي چې له اوبه د یوې وسیلې او طریقې په توګه په بهرنۍ پالیسۍ کې د ستونزو د حل لپاره وکاروي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په ګډون نور خنډونه پرې له منځه یوسي؛ دا هغه څه دي چې هېڅکله یې په ترسره کولو نه یو بریالي شوي.