افغانستان په دې ورځو کې خپله تر ټولو توره دوره تېروي. د طالبانو ډله چې پر افغانستان واکمنه ده، هېواد او ټولنه ټول یې له هر څه سره په طالباني او د طالباني پر ضد وېشلي دي. د هغوی په اند، ټول هغه څه چې غیر طالباني دي، په دې معنی دي چې د طالبانو د ورکېدو لپاره یې ملا تړلې ده. له همدې امله، د هغو وګړو، پدیدو او ارزښتونو پر وړاندې په جدید او تاوتریخوالي چلند کوي. یو له هغو ارزښتونو چې د طالبانو تر برید لاندې راغلی، د نوروز جشن دی.
طالبان ځانونه مطلق خیر او نور په مطلق ډول شر ګڼي. په همدې ډول هغه څه چې په طالبانو پورې اړه نیسي هغه کې خیر پروت دی چې د دفاع او پراختیا وړ دي، خو هغه څه چې په دې ډلې پورې اړه نه لري، د هغوی له نظره مردود او د له منځه وړلو وړ دي. مهمه نه ده چې پدیدې، ارزښتونه او دیني لارښوونې وي یا دین پورې هېڅ اړه ونه لري. خو هغوی بلد دي چې هغه دین پورې وتړي او له هغه ملاتړ وکړي یا هم د هغه پر ضد ودرېږي. څو ورځې وړاندې (د کب په ۱۹مه) د دې ډلې جګړه مارانو د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د پلټنې په تم ځای کې یوه ناوې د خپل د واده په ورځ د دې لپاره چې موسیقي اورېدله په ډزو ووژله، په داسې حال کې چې دوی خپله اتڼ کوي، ګډېږي او موسیقي اوري. ډېر شمېر ویډیوګانې چې د جګړه مارانو او د طالبانو د چارواکو له لوري ضبط او خپرې شوې دي، ښيي چې هغوی په خصوصي مراسمو، دولتي ادارو او حتې په جوماتونو کې موسیقي اوري او ګډا کوي، خو نورو لپاره د موسیقي اورېدل او ګډا کول حرام دي. او درنه سزا لري. د موسیقۍ د اورېدو یوه لویه سزا، د خپل د واده په ورځ د پېغلې نجلۍ وژل و. له همدې امله، د یوه عمل حرمت او حلالیت د طالبانو لپاره اصل نه دی؛ اصل دادی چې په دې ډلې پورې څه اړه لري. په طالبانو پورې د پدیدو اړه نیول، دا ټاکي چې ایا حلال دی یا حرام. له هغه ځایه چې نوروز هم په طالبانو پورې اړه نه لري، د هغوی له لوري حرام ګڼل شوی دی. دغه ډله چې دا مهال د هېواد په مقدراتو او خلکو واکمن دي، ځان ته حق ورکوي چې هرڅه وټاکي، تر دې چې د ټولنې د اوسېدونکو د خوښۍ او غم کچه او دا چې له څه شي باید خوښ وي او له څه شي ناخوښ.
طالبان او دغه راز ډیری غیرطالبان او په دین ډېر زیات باورمند خلک هم، د افغانستان له خلکو تمه لري چې د هغوی په شان شي، د هغوی په شان جامې واغوندي، د هغوی په شان په لاره تګ وکړي، د هغوی په شان خبرې وکړي او د هغو شیانو په اړه فکر وکړي چې هغوی یې په اړه فکر کوي. په دې مانا چې د خلکو ظاهر او باطن یو ډول غواړي او خپل ځان په شان یې غواړي. هغوی له خلکو تمه لري چې هر هغه څه چې دوی یې خوښوي، خلک یې هم خوښ کړي او له هر څه نه چې د دوی بد راځي، د خلکو هم ترېنه بد راشي. تمه لري چې خلک د هغو شیانو په لیدلو چې هغوی خوشحالوي، خوشحاله شي، او د هغو شیانو په لیدلو چې خواشیني کوي یې، خواشیني شي. دغه تمه په هغه وضعیت کې چې دغه خلک هغه که طالب وي یا غیر طالب نه شي کولای له ټولنې سره ګډه ژبه پیدا کړي او ګډ ارزښتونه رامنځته کړي، د پلي کېدو وړ نده. په داسې وضعیت کې چې د یو بل ټول ارزښتونه نفې کوو او له خپل ځان نه پرته د نورو باورونو ته درناوی نه کوو، ګډې ژبې او ګډو ارزښتونو ته نه رسېږو. د دغه چلند پایله، هغه وضعیت دی چې اوسمهال مونږ ټول په هغه کې بند پاتې یو.
افغانستان دا مهال یو مات شوی هېواد او یوه له درده ډکه او ستړې ټولنه ده. دغه وضعیت، ډیر شمېر کورني او بهرني لاملونه لري چې ټول د افغانستان د ښاروندانو د یوبل نه منلو پورې اړه لري. که د سیمې د هېوادونو او د نړۍ د ځواکمنو له لوري لاسوهنې کېږي، تشریح ته اړتیا نه لري ځکه د یو بل نه منلو له امله دا چاره رامنځته کېږي. که چېرې کورني تاوتریخوالی د مشروع حکومت پایې لړزوي، د یو بل نفي کولو له امله دي. که چېرې فساد د ۲۰۲۱م کال د جمهوریت په له منځه تللو کې د یوه لوی لامل په توګه شمېرل کېږي، د یو بل د نفي کولو له امله دی. مونږ د فساد له تورنو خلکو سره د جمهور رییس غني سلیقوي چلند ولید. دغه نفي کول، ټول ته زیان رسولی دی. یو له بدو پایلو نه یې، د طالبانو واکمن کېدل او وروسته د ښوونځیو تړل دي چې تاوان یې ارزګاني، کندهاري، بامیاني، بدخشاني او فاریابي نجونې په ګډه او یو شان ورکوي. کېدای شي په ځینو مواردو کې ځانګړې قومي یا ژبنیز او مذهبي ډلې لږ زیان وویني او ځیني ډلې ډېر. خو د زیان نفس عمومي دی. له همدې امله دا وضعیت باید یوه ورځ پای ته ورسېږي او د دغه ګډ درد درملنه وشي. ګډ درد، د ټولو په همت د درمل وړ دی. د یوه جمعي اقدام لومړنی ګام، د یو بل په رسمیت پېژندل او د یو بل ارزښتونو ته درناوی دی.
د نوروز جشن دغه وړتیا لري چې د افغانستان په نوم خاوره کې ټول اوسېدونکي له یوبل سره وتړي او له لوېدیځو او شمالي ګاونډیو سره دوستي رامنځته کړي. دا هغه وخت شونې ده چې له نوروز سره دښمني یوې خواته پرېږدو. زمونږ ټولنې ځان لپاره ډېر دښمن زېږولي دي چې د هغو یو شمېر یې له پولو نه بهر اوسېږي او یو شمېر یې هم د ننه پولو کې هغه خط کشۍ چې سیاستوالو او بیا د افغانستان عامو خلکو هغو ته په کتو ترسره کړي دي، کله چې خپل شاوخوا ګوري، د دوستانو پرځای د دښمنانو شمېر یې ډیر دی. دغه دښمنان البته ټول انسانان ندي. ځینو لپاره، د بودا مجسمې او د رستم تخت دی، یو شمېر لپاره مبایل او کمپیوټر، ټلوېزیون او ټولنیزې شبکې، یو شمېر لپاره ځانګړي کتابونه دي او د یو شمېر لپاره هم د یوې ژبې ځانګړې کلیمې. د دغو ټولو دښمنانو له ډلې، د نوروز دښمن ګڼل او له هغه سره دښمني کول، عقلاني نه دی. د دغه لرغوني ارزښت نفي کول یا له منځه وړل هم چاته هېڅ ګټه نه رسوي. خو د هغه منل کولای شي د افغانستان د خلکو د خوښۍ وړ وګرځي او ټولنیز او سیاسي واټنونه کم کړي.
د نوروز مینه وال هماغه ډول چې تمه لري د نوروز مخالفین د طبیعت دغه زرغونتیا له هغوی سره په ګډه ونمانځي، باید پر ځان لازمه وګڼي چې د هغوی ارزښتونو ته هم درناوی وکړي او هغه ومني.
د نوروز جشن دین، مذهب او ځانګړې ژبې پورې هېڅ تړاو نه لري. دغه جشن، د طبیعت د بیا ځلې ژوندي کېدو جشن او د خوښۍ او خوشحالۍ لپاره یوه پلمه ده. که د زردشتیانو په زمانه کې دغه جشن نمانځل شوی دی، په دې مانا نده چې هغوی زردشتیان و؛ لکه څنګه چې اسلام راغی او دغه جشن ژوندی پاتې شو، اسلامي نه شو. اساسا دغه جشن، دین پورې تړاو نه لري؛ بلکې یوه فرهنګي پېښه او د طبیعت بدلون ته د انسانانو عاطفي غبرګون دی. عمر خیام په «نوروزنامه» کې وايي چې دا ورځ د جمشید له زمانې نمانځل شوې او د «نوروز» نوم د جمشید له لوري په دې جشن ایښودل شوی دی. د خیام په خبره، دغه جشن له هغه وروسته د شاهانو او خلکو له لوري نمانځل کېده. کله چې ګشتاسب زردشت ظهور کوي، دغه جشن لا هم ژوندی پاتې کېږي او نمانځل کېږي. کېدای شي اصلي لامل یې، دین پورې ددغه جشن نه تړل وي. دغه راز کله چې یونانیان راځي یا هم د دغو سیمو مسلمانان تر خپل ولکې لاندې راولي او خلک مسلمانوي، بیا هم دغه جشن ژوندی پاتې کېږي. لا هم دغه جشن په خپل اقتدار ژوندی دی او په ځینو حوزو کې د مهاجرتونو او ازادیو له امله تازه د پراختیا په حال کې ده. د منځنۍ اسیا هېوادونو چې د شوروي د واکمنۍ تر لاندې د نوروز د نمانځلو اجازه یې نه درلوده، نن دا ورځ په ډېر شاندار ډول نمانځي. له همدې امله، له نوروز سره دښمني د دیني لاملو پر بنسټ او ځانګړي دین پورې د دغه لرغوني جشن تړاو ورکول، عقلاني نه دی. لکه څنګه چې وویل شول، دغه جشن د زردشتیانو له لوري ومنل شو او ځیني زردشتي رسم او کلتور په هغه کې شامل کړای شول، خو زردشتي جشن نه شو. اوس هم یو شمېر اسلامي شعایر او سنتونه په نوروز کې شامل شوي دي، له ډلې یې د «یا مقلب القلوب و الابصار…» دعا خو د نوروز رسم او عادتونه اسلامي شوي نه دي. اړتیا هم نه لیدل کېږي چې هغه په دین پورې تړاو ونیسي. هغه بې شمېره دښمنۍ چې د افغانستان خلکو د خپل ځان لپاره زېږولي دي، د نوروز په نوم بل دښمن ته اړتیا نه شته.
له نوروز او نورو جشنونو نه باید د یو بل منلو په برخه کې کار واخیستل شي. دغه جشن له هر دین سره د پخلاینې وړتیا لري او د افغانستان د ځپل شوې ټولنې د بېلابېلو ډلو او قومونو تر منځ د پخلاینې او یو بل منلو ظرفیت او وړتیا هم په ځان کې لري. کافي ده چې له هغه او د هغه په شان له نورو ورته ارزښتونو سره، د دوستۍ له لارې مخته لاړ شو، د یو بل فرهنګي او تاریخي ارزښتونو ته درناوی وکړو او له دغه وړتیا نه ګټه واخلو.
مونږ لکه څنګه چې په دې ورځو کې له ختیځ نه تر لوېدیځ او شمال نه د هېواد تر سوېل پورې په ګډه له بې وزلۍ او ناامنۍ او د صحي خدمتونو نه شتون او دغه راز د ښوونځیو تړلو کېدو او سړي تښتونکو او وهل ټکولو نه رنځ وړو، په هماغه ډول کولای شو په ګډه خوشحالۍ وکړو او ګډه خوښي ولرو. نوروز په هماغه کچه چې د افغانستان په شمال او مرکز کې د طبیعت د بیا ځلې پیلېدو پیغام ورکوونکی او د زرغونتیا زیری دی، په ختیځ او سوېل کې هم دی. هلته هم پسرلی مینه ناکه دی او نوروز یې هم کولای شي مینه ناک وي، که چېرې لږ هم د یو بل منلو وړتیا په ځان کې وده ورکړو او له خپل ځان، له هېوادوالو او له طبیعت سره پخلا شو. بلخوا د نوروز د جشن د مخالفینو فرهنګي ارزښتونه هم د درناوي وړ وګرځي.