۸صبح، بامیان: په بامیان کې ځایي سرچینې وايي چې د دې ولایت اړوند شهیدانو سیمې د دروازې کلي د سیمه ییزې شورا رییس، د څه د پاسه سلو کارګرانو په ورځنۍ معاش د یوې موسسې رییس او انجینرانو ته چپنې پېرلې دي.
سرچینو شنبې د لړم په اوومه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د دروازې کلي د سیمه ییزې شورا رییس نصرالله خان، د ۱۰۴ کارګرانو په معاش چې ۱۲۰ زره افغانۍ کېږي، «اسلامیک ریلیف» موسسې د رییس او انجینرانو لپاره چپنې او نور سوغاتونه اخیستي دي.
د سرچینو په وینا، دا کار له هغې وروسته شوی چې نوموړې موسسې په دروازه کلي کې د ویالې او اوبو د سربند په ګډون کرنیزه پروژه عملي او ګټې اخیستو ته وسپارله.
سرچینې زیاتوي چې نصرالله خان دا کار ددې موسسې د مسوولینو د پام جلبولو په موخه کړی دی.
د دروازې کلي یو اوسېدونکی هم د نوم نه په ډاګه کولو په شرط وايي: «۱۰۴ کارګران چې معاش یې د دې کلي د سیمه ییزې شورا د رییس له خوا د چپنو او نورو سوغاتونو د پېرلو په پلمه مصرف کړې، بې وزله کسان دي.»
د ویلو ده چې بَرَگ چپنې په ځانګړې وړتیا د وریو له وړۍ څخه جوړېږي. دا ښکلې چپنې دي چې تر ډېره د هېواد په هزاره میشتو سیمو کې دود دي.
ویل کېږي چې د هرې چپنې بیه په بازار کې له دېرش تر ۱۵۰ زره افغانۍ ده.