د بريتانيا د پوځ لوی درستیز پاکستان ته سفر وکړ

پاکستاني چارواکو ویلي دي، چې د بریتانیا د پوځ لوی درستیز سر پیټرک نیکلاس یارډلي مونراډ سانډرز په راولپنډۍ ښار کې له خپل پاکستاني سیال عاصم منیر سره وکتل.

ډان ورځپاڼې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي اعلامیې له مخې خبر ورکړی، چې دا کتنه د چهارشنبې په ورځ (د مې ۳۱مه) تر سره شوه او په دې کتنه کې د بریتانیا د پوځ لوی درستیز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له اسلام اباد سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د بېلا بېلو امنیتي کړکېچونو او اقلیمي بدلون په ځواب کې د دوه اړخیزو پوځي همکاریو په اړه خبرې اترې د دې کتنې اصلي چورليز بلل شوی دی.

د رپوټونو له مخې، د بریتانیا د پوځ مشر د دوشنبې په ورځ د مې په ۲۹مه په یوه پنځه ورځني سفر پاکستان ته رسيدلی دی.

د پاکستاني چارواکو په وینا، د سانډرز دا سفر په پاکستان کې له ورانوونکي سیلابه یو کال وروسته شوی، چې د دغه هېواد د یو پر دریمې برخه په لاندې کولو سره يې لږ تر لږه ۳۳ میلیونه کسان یې زيانمن کړي دي.

دغه برتانوي پوځي چارواکي په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر کوي، چې د شهباز شریف په مشرۍ ددغه هېواد حکومت، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند او د هغه د مشر عمران خان لخوا له کورنيو فشارونو او همداراز د پاکستان د تحریک طالبان او د بلوچستان د آزادۍ غوښتونکي پوځ د بریدونو له زياتېدو سره مخ دی.

Back to top button