چینایانو د غزني د لیتیمو او سرو زرو له کانونو نمونې اخیستې دي

۸صبح غزني: په غزني ولایت کې ځايي سرچینې وايي، دوو چینايي شرکتونو په دغه ولایت کې د لیتیم او سرو زرو د کانونو د ایستلو لپاره هڅې پیل کړې دي.
ځايي سرچينې پنجشنبه د مرغومي پر ٢٢ وايي، چې د دوو چينايي شرکتونو استازو د ليتيم او سرو زرو د کانونو د لومړني تخنيکي اټکل لپاره غزني ولايت ته سفر کړى دى.
د سرچينو په وينا، چينايانو د غزني ولايت په مقر او ناور ولسواليو کې د فلزاتو له کانونو هم نمونې اخيستې دي.
په همدې حال کې په غزني ولايت کې د طالبانو د کانونو او پټروليم رييس مولوي يوسف صهيب هم تاييد کړه، چې چينايي انجنيرانو په مقر ولسوالۍ کې د ليتيمو د کان او د ناور ولسوالۍ د زرکشان د سرو زرو کان د لومړنيو څېړنو په موخه يادو سيمو ته تللي دي.
د لیتیمو کان په ۲۰۱۳ کال کې د امریکايي ځمکپېژندونکو له خوا د غزني ولایت په ناور ولسوالۍ کې کشف شو. د دغه کان ارزښت شاوخوا درې تریلیون ډالره اټکل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د طالبانو له لوري د غزني ولایت د ۲۵ بېلابېلو کانونه د ایستلو چارې روانې دي.