د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا: په لغمان کې مو دوه طالبان ووژل

۸صبح، لغمان: د افغانستان د ازادۍ جبهه ادعا کړې، چې په لغمان کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کې د دوی د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون دوه طالبان وژل شوي او د دې ډلې څلور نور غړي ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې دا برید د شنبې په ورځ د وږي میاشتې په ۲۵مه د دغه ولایت د دولت شاه ولسوالۍ په دره ګران کې د «شالوم» په نوم پوستې باندې شوی دی.
د دې جبهې د ادعا له مخې د دوی د ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې له یو ساعت څخه زیات دوام کړی دی.
د طالبانود لغمان ځايي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو پر ضد پوځي جبهې د دې ډلې پر وړاندې خپل بريدونه زيات کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د نجات جبهې ادعا کړې وه چې د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د طالبانو پر دفتر د دې جبهې د ځواکونو د برید په پایله کې دوه طالبان وژل شوي او د دې ډلې پنځه نور غړي ټپیان شوي دي.