په هرات کې له مرګونې زلزلې څه باندې یوه میاشت تېرېږي. د سرپناه نشتوالي او روغتیایی خدمتونو ته پر وخت نه لاسرسي د زیانمنوشویو ماشومانو او ښځو لپاره ژوند سخت کړی دی. په هرات کې د پرلپسې زلزلو له امله یو شمېر زیانمن شوي خلک ادعا کوي چې ماشومان یې د سړې هوا او د ګرمې سرپناه د نشتوالي په پایله کې ناروغه شوي دي.
د هرات ولایت اوسېدونکو له نسبتاً زورورې زلزلې وروسته، شاوخوا یوه میاشت په واټونو او دښتو کې تر خیمو لاندې تېره کړې ده. اوس د دغو زلزلو د قربانیانو یو شمېر خپلوان وايي، چې د ساړه موسم په رارسېدو سره، تر اوسه کومه ګرمه سرپناه ورته نه ده برابره شوې او د سړې هوا له امله يې ماشومان او ښځې ناروغه شوي دي.
منصور د هرات ښار د شیدايي سیمې یو اوسېدونکی دی. هغه وايي، چې زلزلې يې کور وران کړى او مجبور دی چې په سړه هوا کې تر خیمې لاندې ژوند وکړي. نوموړې ادعا کوي چې د سرپناه او اسانتیاوو د نشتوالي له امله یې اته میاشتنی ماشوم مړ شوی دی او خپلو نورو ماشومانو ته اندېښمن دی.
منصور له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: «په لومړۍ زلزله کې زموږ د کور دېوال درز وکړ او په دویمه ورځ مو کور ړنګ شو. په لومړیو ورځو کې مو دباندې خیمه نه لرله، هوا سړه وه، او اته میاشتنی زوی ناروغ شو او مړ شو. د شیدايي په سیمه کې زموږ د ګاونډیانو دوه نور ماشومان چې د یخنۍ له امله ناروغ شوي وو، مړه شوي دي.»
دغه زلزله ځپلی سړی وايي، چې اوس د خپلو نورو ماشومانو ژوند ته اندېښمن دی، چې تر خیمې لاندې د یخنۍ له امله مړه نه شي. هغه زياتوي چې خيمه يې نرۍ ده او د پنډې خیمو د پېرلو وس نه لري.
د هرات یو شمېر زلزله ځپلي وايي چې د سرپناه نشتوالی یې پر وړاندې جدي ګواښ دی او روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی هم محدود دی. د يو شمېر لېرو پرتو سيمو اوسېدونکي وايي، چې د هغوی په کليو کې نه روغتيايي مرکز او نه هم ګرځنده روغتيايي ډلې شته او پر دې سربېره، د پاکو اوبو نشتوالى هم له ستونزو سره مخ کړى دى.
ګل اغا د ګلران ولسوالۍ د شکراب کلي یو اوسېدونکی دی. نوموړې وايي، ماشومان يې ناروغه دي، خو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري. هغه زیاتوي چې زلزلې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي، نوموړی وايي:« کله چې بدبختۍ ګورم، نو وایم چې کاشکې په همدې زلزلو کې مړ شوی وای او په یو ځل له عذابه خلاص شوی وای. ماشومان مې ناروغه شوي او د خیمې په کونج کې مري او زه یوازې ورته ګورم او هېڅ مې هم له وسه پوره نه دي.»
د ګلران ولسوالۍ دغه اوسېدونکى له مرستندويه موسسو شکايت کوي، چې د دې سيمې له اوسېدونکو سره يې همکاري نه ده کړې. هغه زیاتوي:«کله چې موسسې راغلې، موږ ورته وویل، چې کلینیک نه لرو او ماشومان مو ناروغه دي. موږ ورنه وغوښتل چې ګرځنده روغتیایی ټیمونه رارولېږي، تر اوسه یې هېڅ ټيم نه دی رالېږلی»
ګل اغا ټینګار کوي چې په زلزله کې د دوی د سیمې یوازینی چینه زیانمنه شوې او د دې کلي اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي ځورېږي. نوموړی وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، ماشومان به یې ومري. نوموړي له مرستندويه ادارو غواړي، چې دې سيمې ته خپلې ګرځنده روغتيايي ډلې ور ولېږي.
په همدې حال کې ملګرو ملتونو ویلي، چې د ژمي په رارسېدو سره په هرات کې ډېری زلزله ځپلي په خیمو کې ژوند کوي. دغه سازمان تېره اوونۍ پر اېکس ټولنیزه پاڼې لیکلي وو، چې د هرات زلزله ځپلي مناسبې سرپناه او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې له ورانوونکې زلزلې یوه میاشت وروسته، لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي وو، چې په روان ژمي کې یې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ۹۳.۶ میلیونه ډالرو له غوښتل شوې بودجې ۲۶ سلنه دغه بودجه ترلاسه کړې ده.