بادغیس کې سړې هوا د څلورو ماشومانو او د یوه شپانه ژوند واخیست

۸صبح، بادغیس: بادغیس ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې څلور ماشومان او یو شپون د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

دغه کسان یکشنبه د مرغومي پر پنځه‌ویشتمه نېټه د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې مړه شوي دي.

سرچینې وایي، چې د یوه شپانه په ګډون یو ماشوم په خیرخانه سیمه کې او درې نور ماشومان د قادس ولسوالۍ په «زاد صالح»، «جوالق» او «خیرخانه» سیمو کې مړه شوي دي.

د سرچینو په وینا په تېرو څلورو ورځو کې د بادغیس ولایت د اوسېدونکو تر ۴ زرو زیات څاروي د یخنۍ او واورې ورېدو له امله له منځه تللي دي.

د ویلو ده، چې د سږ کال کم‌سارې یخنۍ د خلکو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.

ورته لیکنې

Back to top button