۸صبح، پنجشېر: پنجشېر ولایت کې د هوا له سړېدو سره طالبانو په دغه ولایت کې د ځنګلونو پرې کول زیات کړي دي.
سرچینې دوشنبه د لیندۍ پر اوومه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو د پنجشېر په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د رخې ولسوالۍ په نعلابه او قابضان کلیو کې لسګونه ونې پرې کړې دي.
د سرچینو په وینا، طالبانو د ځنګلونو ونې پرې کوي او په خپلو مرکزونو کې یې د سونتوکو په توګه کاروي.
سرچینې وایي، چې پنجشېر ولایت کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو د ونو د پرې کولو په اړه د خلکو پرلهپسې شکایتونو ته پام نه دی کړی.
موده مخکې هم د پنجشېر د دویمې حصې او ابشار ولسوالیو په قاشنیلان او کرامان سیمو کې د طالبانو له خوا د ځنګلونو د پرې کولو راپورونه خپاره شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشرانو په یوه رسمي مکتوب کې امر کړی، چې د ځنګلونو پرې کول منع دي.