د ټکسیانو رنګ او چارواکو عقلانیت

لیکوال: جانداد جهاني

د طالبانو د ترافیکو ریاست د نوښتونو په ترڅ کې د ټکسیانو رنګ بدل کړی دی. ځینې یې ستاینه کوي او ځیني یې بیا بې‌اساسه غندنه! خو ستونزه داده چې موږ خلک او چارواکي- دواړه- د مسایلو ظاهر ته ګوري. په دې لنډه لیکنه کې ددې مسئلې د ژور تحلیل لپاره تاسو ته څو ټکي واضح کوو:

اول: طالباني حل لاري:

د طالبانو د سیاسي ستراتیژیستانو بصیرت همدومره دی چې فکر کوي، د رنګونو او نومونو په تغیر سره، د افغانانو ټولې ستونزې حل کیږي!  د ساري په توګه د بیرغ رنګ یې بدل کړ او په کلکه یې له دې غیر ملي او غیرتاریخي دریځه دفاع کوله، ښارونو کې یې د دیوالو رنګونه بدل کړل او د علم هنر او انسانیت د پیغامونو پر ځای یې د جنګ،  ورانۍ، له نړۍ پریکون او نور نامربوط پیغامونه ولیکل ! د خلکو د جامو او لباس شکل او رنګ د بدلون فرمانونه یې وړاندي کړل، د میرمنو لپاره د چادرۍ، برقې، تور لباس او لومړیو کې د محصلینو نجونو د لباسونو فرمایشونه یې ورکړل. سړیو ته یې دولتي ادارو کې د کچلاغ او کوئټې د خلکو غوندې، د خولیو او پګړیو تړلو شرایط وړاندي کړل.  او دادی د ټکسي رنګ یې بدل کړ. په داسې حال کې چې دا تغیرات د افغانانو د ژوند له سختیو هیڅ نشي کمولی. د خلکو او دې هیواد ستونزي ډیري بنیادي او پیچلې دي. او دا ډول د رنګونو تغیر خلکو ته بې له دې چې اضافي ستونزې وزیږوي، کوم مثبت څه نشي ورکولی.

دویم : په اقتصادی چارو کې مداخله

له دا او دې ته ورته کړنو معالومیږي، چې طالبان د خلکو له شخصي ژوند ور هاخوا، په اقتصادي چارو کې هم د خپل لیدلوري مطابق مداخله کوي.

یا د لوړو مالیاتو په شکل او یا هم د بې‌ځایه قوانینو او سخت ګیریو په شکل؛ د ساري په توګه نرخونه ټاکل یا هم ددې اقدام غوندي ناسنجیده اقدامات چې غوڅه توګه په اوږد مهال کې عامو خلکو، سوداګرو، او ټول اقتصاد ته زیان رسوي. دا چې په اقتصاد کې  د دولت د بی‌ځایه مداخلې څه عواقب لري، یو اوږد او واضح بحث دی.

دریم : د مصارفو مسئله: 

دا هر موټر رنګول شاوخوا ۵۰۰۰۰ افغانۍ لګښت لري. کیدی شي د شرایطو په تغیر سره، د مصارفو مقدار تغیر وکړي. ولې بلاخره یو مقدار دی؛ که لس زره وي که سل زره! او دا مقدار به بلاخره یو څوک پرداخت کوي؛ یا خلک یا دولت! که یې خلک کوي؛ خو د موټر په مالک ظلم او زیاتی دی؛ ولې په یو بې‌ګټې کار مصارف وکړي. ولې دا پیسې خپلو بچو ته په قلم کتاب او خوړو اخیستلو ونه لګوي؟

که دولت یې ورکوي هم په خلکو زیاتی دی. ځکه دولت او ښاروالۍ عواید خو له اسمانه نه راځي؛ خو له دې عادی کراچیوان، هټیوال او موتروان څخه یې ټولوي! د یو کراچیوان بیچاره د زوي د خولې ګوله اخلي او چارواکې ځانته د تبلیغ لپاره ورباندي دا ډول طرحې عملي کوي. که  د عمومي اقتصاد له نظره تحلیل وشي هم له دې پریکړي دفاع نشي کیدای؛ ځکه دا کار مولدیت نلري. او کومه انرژي او پیسې چې په دې کار لګیږي په یوه بله مناسبه او مولده پروژه لګیدلای شوی!

څلورم : فساد؛

عامه اقتصاد کې د عامه انتخاب یا Public choicse تیوري ده. هغه په عامه پریکړو کې د واکمنو انګیزې څیړي. د دولتي سکتور د ناکامي او غیر موثروالي یو بنیادي علت دادی چې هلته د چارواکو او سازمان انګیزې، یو بل سره په ټکر کې وي. که چارواکي کور جوړوي؛ وطن یې ورانیږي. که وطن جوړوي؛ کور یې ورانیږي! ددولتي تصدیو په  دغسې پلانونو کې حتما د فساد څرک وي. د ساري په توګه امکان لري رئیس د رنګ له یو شرکت سره خبره کړي وي چې دا کار به په ګډه وکړو؛ زه امر کوم او امر تطبیقوم او ته رنګ واردوه، ستا رنګ به خرڅ شي؛ ګټه به مو شریکه وي!

یا هم لکه څنګه چې د طالبانو د ترافیکو ریاست ویلي موږ هغو موټرو ته چې زموږ د امر مطابق رنګیدلي وي، اسناد توزیع کوو. دا یعني څه؟ دا موټرونه په شرایطو برابر نه و چې عادي حالت کې مو اسناد ورکړي وای؟

که د محصول پرځای یې رنګ ورنه غواړئ؟ که دا هر حالت وي غیر معقول دی او د ملي عوایدو او عامو خلکو له پیسو او مالیاتو سره لوبي کول دي.

پنځم:  غیر عملي طرحه؛

که څه هم د طالبانو د ترافیکو ریاست ددې طرحې د تطبیق یو علت امنیت ښودلی؛ خو هغه تر هغو چې ټولې ټکسیانې په دې رنګ نشي، امکان نلري دوی دې پکې خپل هدف ته ورسیږي. له بلې خوا امکان نلري ټولې ټکسیاني ورنګیږي! ځکه د کابل په شمول زیاتره ښارونو کې حتی بې اسنادو او چپه لاس موټرونه چلیږي. په داسې حال کې چې هغه قانوني جواز نه لري؛ نو څنګه به دوی دا غیر مربوطه، غیرمعقوله، غیرمولده او غیراخلاقي طرحه تطبیق کړلای شي! که د توپک په زور یې تطبیقوي او یا له هغو څخه چې د موټر رنګ یې نه وي بدل کړی، دا خپله ظلم او ناروا ده او که یې د عادي تشویق او د خلکو اختیار ته پریږدي، د افغانستان د ټولو ټکسیانو رنګ به هیڅکله ابي رنګ ته وانۀ اوړي.

حکومت داري یو ستر مسولیت دی.  د خلکو پر وړاندي، د هیواد او تاریخ پر وړاندي او د نوري نړۍ پر وړاندي؛ چارواکو ته بویه، چې خپلې پرېکړې د ملي ګټو په چوکاټ کې اولویت‌بندي کړي او تر دې مهمې چارې سرته ورسوی؛ لکه د ترافیکي پیښو له امله د حوادثو د کموالي پالیسیانې؛ سږکال افغانستان کې د ترافیکي پیښو له امله، د مرګ و میر کچه، د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله، څو ځله لوړه ده؛ خو د طالبانو د ترافیکو ادارې پالیسي جوړونکي د ټکسیانو رنګونه بدلوي!

ورته لیکنې

Back to top button