د پيسو راتلل او د هېوادوالو تش جېبونه؛ خلک: د اونۍ څلوېښت ميليون ډالر د چا لپاره دي؟

افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، امريکا د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې او نړيوالو بانکونو ته يې د دې ډلې لاسرسی بند کړی دی. دا چاره د دې لامل شوه چې افغانستان د نقدو پيسو له کموالي سره مخ شي او د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت کم شي. بل خوا د وروستيو اوو ورځو په لړ کې افغانستان ته د ملګروملتونو د څلوېښت ميليوني ډالرو مرستو څلورمه بسته رارسېدلی ده. دا په داسې حال کې ده چې خلک د بېوزلۍ او لوږې دوام ته سخت اندېښمن دي. تر دې وړاندې د خوړو نړيوال پروګرام هم ويلي دي، چې د افغانستان ۹۷ سلنه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې حالت کې دي. په همدې حال کې هېوادوال د دغو پيسو له لګول کېدو خوښ نه دي او پوښتي چې دغه پيسې چېرته لګول کيږي؟
د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک د سهشنبه د لړم پر ۱۷، کابل ته د څلوېښت ميليون نقدو ډالرو د بستې له رسېدو خبر ورکړی دی . تر دې يوه ورځ وړاندې هم د ۴۰ ميليون ډالرو بسته کابل ته رسيدلې وه، بل خوا د تېرو اوو ورځو په لړ کې کابل ته د ۴۰ ميليون نقدو ډالرو څلور بستې رسيدلې دي. له يوه کال راهیسې د څلوېښت ميليون ډالرو ۱۶بستې او د ۳۲ ميليون ډالرو شاواخوا ۳۲ بستې افغانستان ته رسيدلي دي. د افغانستان بانک د شمېرو له مخې، ټولې دغه نقدې مرستې يو ميليارډ او ۵۹۳ ميليون ډالرو ته رسيدلي دي. تېر کال ملګروملتونو ويلي وو، چې د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولای مياشتې تر پايه هره اونۍ له افغانستان سره د شاواخوا ۲۰ ميليون ډالرو نقدي مرسته کوي، خو هغه مهال سرچينو ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي وو چې ښايي نقدي مرستې زياتې شي.
بل خوا په افغانستان کې د يوناما دفتر ويلي دي چې دغه پيسې په کابل کې په يوه خصوصي بانک کې ساتل کيږي او د طالبانو په واک کې نه ورکول کيږي. طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي. د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان بانک ويلي دي چې دغه بانک له اصولي او قانوني لارې د پيسو له راتلو هرکلی کوي او له نړيوالې ټولنې غواړي چې د بانکي سکټور له لارې خپلو مرسته دوام ورکړي.
بل خوا د افغانان د دغو پيسو د لګول کېدو د څرنګوالي په تړاو اندېښمن دي او پوښتي چې د ميليونونو نقدو ډالرو له راتلو سره سره، ورځ پر ورځ بېوزلي، لوږه او بې روزګاري زياتېږي او د لومړنيو توکو بيه لوړېږي او دغو مرستو د هېوادوالو د ژوندانه پر وضعيت کوم اغېز نه دی لرلی. د دوی په وينا، تراوسه د دغو پيسو د لګولو کېدو د څومره والي په تړاو هېڅ معلومات نشته او د دغو مرستو سرچينه هم افغانانو ته ناڅرګنده ده.
بل خوا د د خوړو نړيوال پروګرام دسه شنبه پر ورځ، د لړم پر ۱۷، ويلي دي چې د سپټامبر مياشتې په پرتله، د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت ۱.۵ سلنه لوړ شوی دی، دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د افغانستان په بازارونو کې يو امريکايي ډالر د ۸۸.۴۵ او ۸۸.۵۵ ترمنځ تبادله کيږي،. په داسې حال کې چې په تېره ميلادي مياشت کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه ۸۸.۶۶ وه.
تر دې وړاندې د افغانستان د بيارغاونې لپاره د امريکا د څار ځانګړې ادارې (سيګار) د دغو پيسو د لګول کېدو او سرچينې په هکله خبرې کړې وې. د امريکا د ځانګړي څارونکي د رپوټ له مخې، د امريکا دولت د هغو ۱.۱ ميليارډ ډالرو په هکله د څېړنو مخه نيسي چې دطالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان ته لېږل شوي دي. د افغانستان د بيارغاونې لپاره د امريکا ځانګړي پلټونکي جان ساپکو ويلي دي،چې د ده دفتر په خپل تاریخ کې په لومړي ځل پر دې نه دی بريالی شوی، چې د څو دولتي ادارو د نه همکارۍ له امله په افغانستان کې د امريکا د دولت د لګښتونو راپور وړاندې کړي.
ساپکو زیاته کړې ده چې د امریکا نړيوالې پرمختیا آژانس او د دغه وزارت د مالیې وزارت د ۱.۱ میلیارد نقدو ډالرو په تړاو د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده، چې د طالبانو ترکنټرول لاندې افغانستان ته یې لېږلې دي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم هغوی ته په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی. د سیګار د رپوټ له مخې، د امریکا د نړیوالې پرمختیا ادارې او د امریکا د بهرنیو چار و وزارت ویلي دي چې د امریکا چارې مرستې بشردوستانه دي او د هغې بودجې برخه نه ده،چې سیګار پرې څارنه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو متلونو هم تر اوسه د دغې بودجې د سرچینې په تړاو څرګند راپور نه دی ورکړی او په دې تړاو دا اندېښنې شته چې دغه پیسې د طالبانو لاسته ورغلي وي.
بل خوا یو شمېر هېوادوال تاییدوي چې په هېواد کې له بېوزلۍ او لوږې تر پوزې رسیدلي دي. دغه هېوادوال وایي چې افغانستان ته د میلیونونو نقدو ډالرو راتلو د هغوی پر ژوند هېڅ ډول مثبت اغېز نه دی کړی او دوی خپل کاري فرصتونه او عواید له لاسه ورکړي دي
د دغو هېوادوالو په باور، طالبان د مرستو په وېش او له خلکو سره په چلند کې هم سليقه يي، ايډيالوژيک او قومي عمل کوي.
ذبیح الله ساينس (مستعار نوم) د کابل ښار يو هټيوال دی. دغه هټيوال له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې په تېر يو کال کې د خلکو د پېرلو توان خورا کم شوی دی. د ده په وينا، ډيری هغه پېرېدونکي چې ده ته ورځي. له يوې بودجۍ اوړو پرته د نور څه د پېرلو توان نه لري، په داسې حال کې چې د ده په وينا، په تېرو کلونو کې يې مشتريانو کولای شوی چې په همهالي توګه څو ډوله توکي وپېري.
بل پلو ډيری هېوادوال په تېر يو کال کې د بې روزګارۍ د دوام او اقتصادي سرچينو ته د نه لاسرسي له امله له ډير اقتصادي ستونزو سره مخ دي. هغوی په دې باور دي، چې د نړېوالې ټولنې له لوري د افغانستان د خلکو په نوم مرستې راځي، خو هېوادوال يې د لګول کېدو په تړاو هېڅ معلومات نه لري. د دوی په باور، د ژمي په رارسېدو سره یوځل بيا، د خلکو ستونزې زياتې شوي او له دغو مرستو نه به « له پروژو اخيستونکو او له طالبانو سره له همغږو سازمانونو پرته»نور څوک ګټه وانخلي. يو بل هېوادوال چې له بې روزګارۍ او او بې برخليکۍ تر پوزې رسیدلې دی، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي« هغه کسان چې په دې وطن کې دي او طالبان نه دي تباه دي.»
خو د اقتصادي چارو شنونکی آذرخش حافظي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې په دې اند دی چې « په تېرو ۱۴ مياشتو کې شوې مرستې د اسعارو د انډول لامل شوي دي او توانېدلي دي چې تر يوه بريده د افغانۍ ثبات وساتي، د رژيم لګښتونه پوره کړي، د نقدينه ګۍ جريان آسانه کړي. د دغو پيسو په نشتوالي کې د افغانستان مالي اقتصاد سقوط چټک کېده او دډالرو نشتوالی د دې لامل کېده چې د نقدو پيسو بهير ګډوډ شي، د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت کمېده،د لومړنيو توکو واردات زيانمېده او په پايله کې يې د قحطۍ او د بيو د لوړوالي له امله د خلکو معيشتي ستونزې د اوس په پرتله زياتېدې.»
ښاغلی حافظي زياتوي له دې چې د دغو پيسو د لګول کېدو څرنګوالی روښانه نه دی او په پرمختيايي او د بېوزلۍ کمولو په برخه کې نه دي، خلک اندېښمن دي. شک نشته چې طالبان له دغو پيسو ګټه اخيستې او اخلي يې، ځکه دغه پيسې د هغوی تر ولکې لاندې خاوره کې لګول کيږي.
خلک په داسې د ملګرو ملتونو د نقدو پيسو د لګول کېدو څرنګوالي ته انديښمن دي، چې د دغو پيسو د رارسېدو پرمهال ۱۹ميليونه هېوادوال له سختې لوږې سره مخ دي.له دې منځه شپږ ميليون تنه له قحطۍ سره په لږ واټن کې دي. تر دې وړاندې په افغانستان کې د خوړو د نړيوال سازمان (WFP) وياند وحيد اماني د دوشنبې پر ورځ، د تلې پر ۲۳له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي وو چې که له دغو شپږ ميليون تنو سره بېړنۍ مرستې ونه شي، د قحطۍ خطر حتمي دی او هغوی په نازک وضعيت کې دي.
د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم ويلي دي، چې په افغانستان کې د درېيو کلونو په لړ کې بېوزلي له ۴۷ سلنې نه ۹۷ سلنې ته رسېدلې ده.دغه بنسټ استدلال کړی دی چې د عوايدو کمېدل، د بيو لوړېدل او د نقدو پيسو کموالي د بېوزلۍ پر پراختيا اغېز کړی دی.
دغه ميليون ډالري مرستې په داسې حال کې افغانستان ته رارسېږي چې د لوږې د نړيوال شاخص په راپور کې افغانستان د تېر کال په پرتله خوړو ته د لاسرسي له پلوه شپږ درجې رالویدلی دی. د دغه بنسټ د راپور له مخې، افغانستان سږکال د نړۍ په ۱۲۱هېوادونو کې ۱۰۹ځای خپل کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال دغه هېواد په ۱۰۳ لیکه کې و.