د طالبانو له دوه ګوني چلنده د هلمند د معلولینو شکایت

د هلمند یو شمېر معلولین وایي، چې طالبان له دوی سره توپیري چلند کوي او ځینو ته ډېر او یو شمېر نورو ته کم امتیازات ورکوي.
د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست مخې ته هره ورځ سلګونو هغه معلولین چي په تېرو شلو کلونو کي د طالبانو د ماینونو په چاودنو کې معلول شوي او یا یې تر هغې مخکې د بدن غړي پرې شوي، راټولېږي. هغوی وايي، چې د طالبانو مسوولان ورسره توپیري چلند کوي، یوه ته زیات او بل ته کم معاش ورکوي.
ددې ولایت یو شمېر نورمعلولین وایي، تر معلولیت وړاندې یې ژوند ښه و، خو اوس په بد اقتصادی وضعیت کې ژوند کوي.
جمعه ګل له همدغو معلولینو څخه دی وایې، د کار کولو وس نه لري او د طالبانو له ادارې خپل حق غواړي.
نوموړی وايي چې طالبانو یې کلنی معاش درې برابره کم کړی او په وینا یې له یوې خوا ورته د کار زمنیه برابره نه ده او له بله پلوه ټول کال په همدغو پیسو ګذاره کول ورته ګران دي.
جمعه ګل وایي: «پخپله د هېڅ کار وس نه لرم، پخوا ښه و، شپږو میاشتو کې به یې ۶۰ زره افغانۍ راکولې اوس ۱۸ زره راکوي له طالبانو زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ معاش د پخوا په څېر راکړي.»
ددغه ولایت د معلولینو شمېر تر ۳ زرو زیات دی چي اوس یې ځينو ته پوره او ځينو ته نیم او یو شمېر ته آن درېیمه برخه معاش ورکول کېږي.
دغه راز یو بل معلول خان ګل وایي، چې تر دې وړاندې یې د کورنۍ اړتیاوې د معاش په اخیستو پوره کېدې خو اوس یې د معاش درېیمه برخه ورکول کیږي چې د لس کسیزې کورنۍ یوازې وچه ډوډۍ هم نه پرې برابرېږي.
نوموړي زیاتوي: «موږ له بد اقتصادي وضعیت سره مخ یو، طالبان باید پر داسې خلکو رحم وکړي نه دا چې خپل قانوني حق تري واخلي.»
یو شمېر نور معلولین او د هغوی د کورنیو غړي وايي، تر معلولیت مخکې یې ژوند ښه و، خو اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د ژوند شپې ورځې په بد اقتصادي وضیعت کې تېروي .
د یوه معلول پلار عبدالسلام وايي، د زوی یو لاس او یوه پښه یې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې پرې شوې دي. د ده په وینا، پخوا یې د معاش په اخیستو سره د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولای شوای، خو اوس یې طالبانو د معاش درېیمه برخه ورکوي او د خپلې کورنۍ د لګښتونو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
هغه وایي: «طالبانو مو پوره معاش چې زموږ شرعي او قانوني حق و، رانه واخیست.»
بلخوا په هلمند کې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مرستیال خان محمد حضرتي دا مني، چې د معلولینو معاشونه یې د پخوا په پرتله کم کړي دي.
هغه وایې، د معلولینو د بدن غړو ته په کتو د هغوی معاش ټاکل شوی او له همدې امله د ځينو معلولینو معاشونه کم شوي دي.
خان محمد حضرتي زیاتوي: «که له یوې خوا د ځینو معلولینو معاشونه کم شوي، د ځینو بیا زیات شوي هم دي. داسې معلولین شته، چې له ۳۰ زرو نیولې تر ۴۰ زرو پورې معاش ورکول کېږي او ځنیې داسې معلولین شته د وجود غړي یې ډېر زیانمن نه دي.»
د یادونې وړ ده چې د هلمند په لېري پرتو ولسوالیو کې، د مخکیني جمهوري نظام ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړو کې د دغو سیمو ګڼ شمېر اوسېدونکي د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې معلول شوي چې اوسمهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.