د روغتیا د نړۍوال سازمان اندېښنه؛ د ډینګي تبه ښايي په باراني موسم کې زیاته شي

د ساري ناروغیو زیاتوالي او د کارنده مقابلې نشتوالي د هېوادوالو اندېښنې راپارولې دي. د خلکو په باور په افغانستان کې روغتيايي سيستم د اوسني پېر له اړتياوو او غوښتنو سره برابر نه دى. دغه هېوادوال د طالبانو له خوا اداره کېدونکی روغتیایي نظام کړکېچن ګڼي. د دوی په خبره، طالبان د روغتیايي خدمتونو د وضعیت د ښه والي، د ساري ناروغیو د مخنیوي او په دې برخه کې د تخصصي او مدیریتي پلانونو د پلي کولو پوهه نه لري. اوسمهال د ډېرو روغتیايي مرکزونو لګښت د نړۍوالو بنسټونو له خوا ورکول کېږي. د روغتیا نړۍوال سازمان یو له هغو مهمو نړۍوالو سازمانونو دی چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ملاتړ کوي. دغه بنسټ وايي، ښايي د هېواد په ختيځو سيمو کې د ډينګي تبې زياتې شي. دې ادارې له هېوادوالو غوښتي، چې د ماشو د نیښ پر وړاندې د خپل ځان او خپلې کورنۍ ساتنه وکړي. دا ناروغي د ایډز په نوم د ماشي له لارې انسانانو ته لیږدول کېږي. دا ماشي په ګرمو سیمو کې وي. د سر درد، د ملا درد او په ځینو حالتونو کې د بدن خارښت او ګرمېدل د ډینګي تبې نښې دي.
په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان د استازولۍ دفتر د یکشنبې په ورځ د غوایي په ۳۱مه، د یوه ټوېټ په خپرولو سره ویلي دي، چې له ډینګي تبې سره د مبارزې لپاره چمتووالی نیسي. د دې ادارې په وینا ښايي د بارانونو په موسم کې په هېواد کې د ډینګي تبې پېښې زیاتې شي. د روغتیا نړۍوال سازمان زیاته کړې، چې د دې ناروغۍ د مدیریت او درملنې لپاره یې تر ۳۰۰ زیات روغتیايي کارکوونکي روزلي دي. دغه سازمان په یو لړ ټوېټونو کې لیکلي: «د باراني موسم له پیلېدو سره ښايي د ډینګي تبې پیښې زیاتې شي. موږ د ډینګي پېښو د مدیریت لپاره خپل کارکوونکي روزو. د روغتیا نړۍوال سازمان په دې وروستیو کې په کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار کې په ۱۸ روغتونونو او ۲۵۰ روغتیايي مرکزونو کې۳۰۰ ډاکټران، نرسان او د لابراتوار کارکوونکي روزلي دي.»
د روغتیا نړۍوال سازمان زیاته کړې چې د ډینګي تبې د مدیریت په اړه دغه درې ورځنی روزنیز پروګرام په ۱۲ ګروپونو کې ترسره شوی او په ټولیز ډول ۶۵ ښځینه روغتیايي کارکوونکو پکې برخه اخیستې ده. په ټوېټ کې راغلي: «لکه څنګه چې موږ د روغتیا ساتنې امکانات چمتو کوو، خلکو ته یادونه کوو چې خپل ځان او کورنۍ د ماشو له چیچلو خوندي کړي او د ډینګي مخه ونیسي.»
په همدې حال کې یو شمېر هېوادوال د دغې ناروغۍ د خپرېدو په اړه اندېښمن دي. دوی وايي چې طالبان په هېواد کې د روغتیايي ناورین د مهارولو لپاره پلان نه لري. د دغو هېوادوالو د ادعا له مخې، په داسې حال کې چې طالبان د خپل ځان او کورنیو درملنه له هېواده بهر کوي، د ناروغیو د خپرېدو پر مهال له خلکو غواړي چې دعا وکړي. په دې وروستیو کې د طالبانو د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر په هېواد کې حج ته له تلونکو کسانو غوښتي چې د دغې ډلې د ځواک د پیاوړتیا او له نړۍ سره د بهرنیو اړیکو د ټینګښت لپاره دعا وکړي. هېوادوال د حکومتولۍ په برخه کې د طالبانو دغه کړنه د پلان نشتوالی او د هېوادوالو د غوښتنو او د خدمتونو د وړاندې کولو پر وړاندې بې پروایي بولي.
د ډینګي تبې د ناروغۍ د زیاتېدو په تړاو د هېوادوالو اندېښنې
د جلال اباد ښار اوسېدونکي ګلاجان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې په دغه ولايت کې د ډينګي ناروغۍ د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي. «هوا ګرمه ده، ماشي ډېر دي. خلک امکانات نه لري او روغتیايي سپارښتنو ته کمه پاملرنه کېږي.» ګلاجان وايي: «تېر کال په جلال اباد ښار کې ډېرې پېښې ثبت شوې، چې د مړینې لامل هم شوې، خو کره شمېر يې چا نه دی وړاندې کړې، څوک چې مړ شي، هغوى يې وړي او ښخوي یې او بس.»
د ننګرهار دغه اوسیدونکی د نړۍوال روغتیایی سازمان له لوری د روغتیایی کارکوونکو روزل مهم ګڼی او له دغه سازمانه یې غواړي چې د عامه پوهاوی لپاره پروګرامونه پیل کړي، څو خلک د دې ناروغۍ د خپرېدو او خطر د څرنګوالي په اړه پوه شی.
د لغمان ولايت اوسېدونکی عبدالقيوم له ۸صبح ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال په دغه ولايت کې د روغتيايي اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي. هغه د ډينګي تبې د احتمالي زیاتېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې د دغه ولايت لرې پرتې سيمې هېڅ ډول روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى نه لري. هغه زیاتوي: «د ناروغۍ په اړه هېڅ لازم پوهاوی نه شته. خلک پام نه کوي. ماشي هم زیات دي. هېڅ اسانتیاوې نه شته. هېڅ درمل یا ډاکټر نه شته. ناروغان یوازې د ولایت مرکز ته ورځي او هلته ګڼه ګوڼه ده، څوک یې سم نه معاینه کوي.»
د ننګرهار یو بل اوسېدونکی شمس الدین عزیزي هم د مخنیوي د تدابیرو پر نشتوالي اندېښنه څرګندوي. دى وايي، چې روغتيايي بنسټونه بايد د دې ماشي د له منځه وړلو لپاره مخکې له مخکې اقدام وکړي. د هغه په وينا، اغېزمنو سيمو ته د ماشو ضد درملو لېږل او هلته یې پاشل د دې ناروغۍ له مخنیوي سره مرسته کوي، تر درملنې مخنیوی ښه دی.»
ډاکټران د دې ناروغۍ په اړه څه وايي؟
د ويروسي ناروغيو متخصص ډاکټر قيس نسيمي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې د دې ناروغۍ نښې په دوو ډولونو یعنې په خفیف او شدید ډول راڅرګندېږي. هغه وايي: «که د ډینګي تبه پر وخت تشخیص شي او په منظمه توګه یې درملنه وشي، د مړینې کچه یې له یو سلنې کمه ده، په شدیده بڼه کې یې د درملنې په صورت کې مړینه تر پينځه سلنې او د درملنې نه کولو په صورت کې تر شل سلنې ده.»
ښاغلی نسيمي د ډینګي تبې نښې نښانې ناڅاپه او شدیده تبه، د سترګو شاته درد، د سر سخت درد، ستړیا او د ملا او عضلاتو شدید درد بولي. هغه ټینګار کوي چې دا ناروغي له زړه بدوالي او کانګو سره وي او د تبې له پیلېدو له دوو تر پنځو ورځو وروسته د هغې له امله تر پوستکي لاندې خون ریزي پیلېږي.
دا ډاکټر وايي: «لږه خونریزي (له پوزې او خولې وینه بهیدنه) د ډینګي تبې بله نښه ده.» د هغه په وينا، د ډینګي پر ناروغۍ اخته کس ښايي «د معدې وينه بهېدنه، په متیازو کې وينه، د معدې سخت درد، په ماشومانو کې د اختلاطاتو حملې، شاک او ځينې نورې نښې ولري.»
ښاغلی نسيمي زیاتوي، هغه کسان چې د بدن دفاعي سیستم یې کمزوری وي او هغه کسان چې په دویم ځل پر دې ناروغۍ اخته وي، د وینې بهوونکې تبې له خطر سره مخ دي. هغه زیاتوي: «هغه مېرمنې چې د امېندوارۍ پر مهال پرې اخته کېږي، ممکن د زېږون پر مهال ماشوم ته ویروس ولېږدوي. پر دې سربېره، د مېرمنو ماشومان چې د امېندوارۍ په لړ کې پر ډينګي تبې اخته کېږي، له وخته مخکې زېږون، د زېږون پر مهال د کم وزن او د جنین له ځینو نورو ستونزو سره مخ دي.»
تر دې وړاندې روغتیايي بنسټونو ویلي، چې دا ناروغۍ واکسین نه لري؛ خو ډاکټر قیس نسيمي وايي: «اوسمهال له ۲۰۱۵ کال وروسته د ډینګي تبې د مخنیوي لپاره یوازې یو واکسین تایید شوی دی. یاد شوی واکسین په یو کال کې درې ځلي لګول کېږي.»
ډینګي تبه( هډوکي ماتوونکې تبه) څه ده؟
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، چې ډینګي تبه د ماشو له لارې پیدا کېدونکی ویروسي عفونت دی چې د سختې ناروغۍ لامل کېږي. دغه سازمان زیاته کړې: «ډینګي یوه وژونکې ناروغي ده چې د یوې ککړ ماشي له لارې لېږدول کېږي. هغه وېروسونه چې د ډینګي لامل کېږي څلور ډوله دي. دا ناروغي د DEN-1، DEN-2، DEN-3 او DEN-4 په نومونو پېژندل کېږي.» د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په تېرو ۵۰ کلونو کې د ډینګي ناروغۍ پېښې ۳۰ برابره زیاتې شوې دي. دغه اداره اټکل کوي چې په کال کې په څه باندې ۱۰۰ هېوادونو کې له ۵۰ تر ۱۰۰ میلیون عفونته پېښېږي چې د نړۍ نېږدې نیمایي نفوس له خطر سره مخ کوي.
د ډینګي تبې نښې څه دي؟
د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونه (Centers for Disease Control and Prevention) د ډینګي تبې تر ټولو عامې نښې د سر درد، د سترګو درد (عموما د سترګو شاته)، د عضلاتو درد، زړه بدوالی او کانګې بللې دي. بلخوا، د روغتیا نړۍوال سازمان وايي: «ډینګي د انفولانزا په څېر نښې رامنځته کوي او له دوو تر اوو ورځو پورې دوام کوي. «ډینګي تبه معمولا د ککړ ماشي له نيښ وهلو څلورو تر لسو ورځو وروسته پېښېږي.
ډینګي تبه کله خپرېږي؟
ډینګي (د هډوکو ماتوونکې تبه) چې تر ډېره د ماشي (Aedes aegypti) له امله رامنځته کېږي، په ټولو ګرمو سیمو کې خپرېږي. د روغتیا نړۍوال سازمان وايي: «تر هغې چې ماشي فعال وي، د ډینګي ناروغي هر وخت رامنځته کېدای شي په ټولیز ډول نم او د تودوخې لوړه درجه هغه شرایط دي چې د ماشو له ژوندي پاتې کېدو سره مرسته کوي او د لېږد احتمال زیاتوي»
په افغانستان کې د ډینګي تبه کله خپره شوه؟
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، تېر کال د ډینګي تبه له پاکستانه دغه ولایت ته خپره شوې وه. ویل کېږي چې دا تبه په افغانستان کې په پرلپسې ډول خپره شوې ده. د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د دې ناروغۍ لومړۍ څپه په ۲۰۱۹ کال کې د هېواد په ختیځ کې پیل شوه، چې ۱۵ پېښې یې ثبت شوې.
د مقابلې او درملنې لاره څه ده؟
د روغتیا نړۍوال سازمان سپارښتنه کوي چې له دې ناروغۍ سره د مبارزې تر ټولو غوره لاره د هغې مخنیوی دی. د دغه سازمان په وینا، د پشه خانو کارول، کړکیو ته د جالیو نیول، د اوږدو لستوڼو د جامو اغوستل، د حشره وژونکو درملو کارول او د دې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي زیاتول د ډینګي تبې د مخنیوي ځینې لارې دي. دغه سازمان وايي: «د ډینګي تبې لپاره کوم ځانګړی واکسین یا درمل نه شته. ناروغان باید طبي مشوره وغواړي، ارام وکړي او ډېری مایعات وڅښي.»
د روغتیا نړۍوال سازمان سپارښتنه کوي چې ناروغان دې د تبې او ګډو دردونو د کمولو لپاره پاراسیټامول وکاروي، خو اسپرین یا ایبوپروفین دې نه کاروي چې د وینې بهیدنې د زیاتوالې لامل کېږي. ډاکټران هم وايي چې خلک باید له ماشو ځان وساتي او د هغو چیچل یا نيښ وهل محدود کړي.
په همدې حال کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې تر اوسه په دغه ولایت کې د ډینګي تبې کومه پېښه نه ده ثبت شوې. په داسې حال کې چې د روغتیا د نړۍوال سازمان د استازولۍ د موندنو له مخې، د ۲۰۲۲ کال د جون او جولای ترمنځ په ننګرهار ولایت کې ۶۴ تنه پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.