په نجراب کې د ورانو شويو کورونو جوړېدل؛ طالبان په خپلوۍ پاللو تورن شوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په پام کې لري چې د استوګنې د يو شمېر کورونو د بيارغاونې په برخه کې چې په کاپيسا کې د طالبانو او مخکني حکومت د امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه کې وران شوي دي، مرسته وکړي. د دغه بنسټ مرسته د ۱۲۰۰ورانو شويو کورونو ته ځانګړې شوې ده.
د کاپيسا اوسېدونکي ادعا کوي چې د طالبانو کسان د زيانمنو کورونو د بيارغاونې په پلمه خپل زاړه کورونه ترميم او بيارغوي. د دوی په وينا، طالبانو د زيانمنو شويو په نوملړ کې د خپلو جنګيالو او کسانو نومونه شامل کړي دي. خو په کاپيسا کې د طالبانو ځايي چارواکي په دې پروژه کې د خپلوۍ پالنې د ادعاوو په ردولو سره وايي، چې ټول هغه کورونه چې په پام کې ده، ورغول شي، په ملکيانو پورې اړوند دي.
په کاپيسا کې د طالبانو ځايي چارواکو په دې وروستيو کې يو نوملړ جوړ کړی چې د دغه ولايت په نجراب ولسوالۍ کې وران شوي کورونه پکې په ګوته شوي دي، د کاپيسا لپاره د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس حمدالله شهید زاده وايي، چې د جګړو په لړ کې يوازې په نجراب ولسوالۍ کې د استوګنې لږ تر لږه ۱۲۹۳کورونه وران شوي دي. هغه وايي:« د استوګنې د ۹۹۵ کورونه په بشپړ ډول او ۳۳۸ کورونه څه ناڅه وران شوي دي او پخوا زموږ له لوری د ټولو ورانو شويو کورونو نوملړ برابر شوی دی.»
د کاپيسا لپاره د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس زياتوي چې د دغو کورونو د بيارغاونې لپاره ۷۰۰زره او ۱۰۱ډالرو ته اړتيا ده. د ده په وينا، دغه کورونه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (اوچا) په مالي مرسته بېرته رغول کيږي. حکمت الله شهيد زاده څرګندوي: « د ۱۲۹۳ورانو شويو کورونو له منځه، ۲۷۳ کورونه د اوستا بنسټ له لوري د ۷۶۹زره او ۶۹۷ امريکايي ډالرو په لګښت، ۳۴۱ کورونه د NAC بنسټ له لوري د ۹۸۵زره او ۴۲۲ امريکايي ډالرو په لګښت او ۳۴۱ کورونه د PIN بنسټ له لوري د ۹۸۹زره او ۸۸۲ امريکایي ډالرو په لګښت بيارغول کيږي. په ټوله دا مرسته د اوچا له لوري شوې ده او دغه پروژه يادو شويو بنسټونو ته په قرارداد و رکړل شوې ده.
خو ځايي اوسېدونکي وايي چې طالبان په دې پلمه تر ډيره په دې ډلې د تړلو کسانو کورونه بيارغوي. مسعود خان د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ يو اوسېدونکی دی. هغه ادعا کوي چې شاوخوا دوه کاله وړاندې يې کور د طالبانو او د مخکيني حکومت د ځواکونو تر منځ جګړه کې کور وران شوی دی.د ده په وينا، اوس طالبانو د زيانمنو شويو کورونو په نوملړ کې د ده کور نه دی شامل کړی. دغه زيانمن کس زياتوي:« شاواخوا دوه کاله وړاندې او د مخکيني حکومت د سقوط په ورځو کې چې طالبانو او د مخکنيو امنيتي ځواکونو تر منځ سخته جکړه روانه وه، زما په کور کې چې د زړه په وينو مې جوړ کړی و، طالبانو سنګر ونيو، او وروسته څو توغندي ولګېدل او کورمې شاواخوا نوي سلنه وران شو. ترهغې وروسته مې د پور په پيسو يوه خونه لږ جوړه کړه، څو له بې سرپناهۍ خلاص شم، خو اوس چې ټاکل شوې ده،وران شوي کورونه بيا ورغول شي، طالبانو زما کور په ليسټ کې نه دی نيولی.» مسعود زياتوي چې طالبانو په جوړو شويو نوملړونو کې د خپلو کسانو نومونه ليکلي دي.
د نجراب ولسوالۍ دغه اوسېدونکی زیاتوي: «طالبان د کورونو د بیارغاونې په نوملړ کې د خپلو جنګیالو او په دې پورې د تړلو کسانو نومونه لیکلي دی. خو ماته د ورته کسانو نوم چې له دې ډلې سره هېڅ تړاو نه لري، نه دی لیکل شوی. په برابر شویو نوملړونو کې ټول د طالبانو د جنګیالیو او قوماندانانو نومونه دي، د هغو ملکیانو هم شته چې په یو ډول له طالبانو سره پيژني.»
شمس الرحمن هغه بل زیانمن دی چې کوریې په نجراب ولسوالۍ کې د تېرو شلو کلونو جګړې په لړ کې ویجاړ شوی دی. هغه د طالبانو او مخکنیو پوځیانو تر منځ د جګړو پر مهال د خپل کور د ورانېدو له امله پروان ولایت ته بې ځایه شوی دی. شمس الرحمن چې اوسمهال د چاريکار ښار په یوې سیمه کې اوسېږي، له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې په دې ولسوالۍ کې د استوګنې د کورونو د بېرته جوړولو په پروژه کې د طالبانو له بې عدالتۍ شکایت وکړ. دی وایي: طالبان ادعا لري چې تر زرو وران شوي کورونه یې په ګوته کړي دي. خو څرګنده نه ده،چې دغه لیسټ یې څنګه جوړ کړی دی. زما کور چې څو کاله وړاندې له مخکنیو امنیتي ځواکونو سره په خپله د دې ډلې په جګړه کې له خاورو سره خاور شو او په بشپړ ډول وران شو، د بیارغول کېدونکو کورونو په نوملړ کې نشته، په داسې حال کې چې له څو کلونو راهیسې کور نه لرم او د پروان په چاریکار ښار کې په کرایي کور کې ژوند کوم. طالبان تل د عدالت د ټينګښت خبره کوي، خو ادعا یې دروغ ده.
پر دې سربېره، د کاپیسا ولایت یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت د پراختیایي پروژو په پلیتابه کې د انډول او عدالت پر نه په پام کې نیولو نیوکه کوي. د کاپیسا د اله سای ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې باید په دې ولسوالۍ کې د هغو کورونو بیارغونې ته پاملرنه وشي چې د تېرو شلو کلونو په جګړه کې وران شوي دي.
د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی شیرین آغا له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: « طالبان او مرستندوی بنسټونه باید جګړه ځپلې ولسوالۍ هېرې نه کړي. د تګاب او اله سای ولسوالیو کې د طالبانو او مخکنیو امنیتي ځواکونو ترمنځ ډېرې جګړې شوې دي. په دې ولسوالۍ کې سلګونه کورونه وران شوي، چې باید بېرته ورغول شي.
په کاپیسا کې د طالبانو ځایي اوسېدونکي په دې پروژه کې د خپلوۍ پالنې د ادعا په ردولو سره وایي،چې ټول هغه کورنه چې په پام کې دي، ورغول شي، د ملکیانو دي او هېڅ نظامي پکې شامل نه دی.
بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) په داسې حال کې د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د ورانو شویو کورونو د جوړولو مسوولیت پرغاړه اخیستی دی،چې په تېرو شلو کلونو کې طالبانو په نجراب، تګاب او اله سای ولسوالیو کې پراخ حضو او فعالیت درلود. په دې موده کې دغه ولسوالۍ په ځلونو د طالب جنګیالیو او مخکنیو امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې شاهدې وې. په وروستي مورد کې د مخکیني حکومت د سقوط په وروستیو ورځو کې په نجراب ولسوالۍ کې د دواړو لورو ترمنځ څه باندې یوه میاشت وسله واله نښته روانه وه. د دغو نښتو په پایله کې په جګړه کې ښکېلو لورو ته د مرګ ژوبلې پر اوښتو سربېره، د استوګنې سلګونه کورونه هم وران شوي دي.