د هرات – غور لويې لارې د جوړولو کار پيل شو؛ طالبانو د لویې لارې د جوړولو لپاره له خلکو پیسې اخیستې دي

۸صبح، غور: سیمهییزې سرچینې وایي، چې د هرات – غور لویې لارې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د دغې لويې لارې د جوړولو کار چهارشنبه د سلواغې پر ٢٦ د ځایي طالب مشرانو په شتون کې پیل شوی دی.
که څه هم طالبانو د هرات – غور لويې لارې د جوړېدو د لګښت په اړه څه نه دي ويلي، خو د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې طالبانو د غور له اوسېدونکو، سوداګرو او موټر چلوونکو څخه د دې لويې لارې د جوړولو لپاره پيسې اخيستې دي.
د دې ترڅنګ طالبانو د دغې لویې لارې د جوړولو لپاره د پوځي او ملکي مامورینو د یوې میاشتې معاشونه هم ځانګړي کړي دي.
له بلې خوا ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو د هرات – غور د لويې لارې د جوړولو د تمويل په موخه له هېواده بهر د افغانانو د مرستې لپاره يو بانکي حساب جوړ کړى او له خلکو يې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د هرات – غور لویه لار په ژمي کې د سختو واورو او بارانونو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي.