۸صبح، فراه: د هرات ـ کابل لویې لارې د سوداګریزو کاروانونو موټرچلوونکي پر دغه لویه لار د طالبانو د باج اخیستو له زیاتېدو خبر ورکوي.
د هرات ـ کابل لویې لارې یو شمېر موټرچلوونکي پنجشنبه د وږي پر ۳۱ وایي، چې طالبانو د قانون خلاف د فراه په دوه لارې کې د لوړ تناژ ۳ تلې ځای پر ځای کړې او له هغوی باج اخلي.
د باروړونکو موټرو د چلوونکو په وینا د طالبانو له واکمنۍ مخکې د فراه په دوه لارې کې د لوړ تناژ یوه تله فعاله وه؛ خو د طالبانو له واکمنۍ سره ۲ نوې تلې هم فعالې شوې دي.
هغوی وایي، چې طالبان د وزن د ټاکلو پرمهال له هر موټر څخه ۱۰۰ افغانۍ اخلي.
د ویلو ده، چې هرات ـ کابل لویه لار د دې له امله، چې د هېواد په لوېدیځ کې له اسلام کلا او تورغونډۍ بندرونو سره نږدې ده یوه مهمه ترانزیټي لار ګڼل کېږي. هره ورځ پر دغې لویې لارې سلګونه باروړونکي موټر تګ راتګ کوي.