د طالبانو دوامداره ممنوعیت؛ بهرنۍ موسسې د زده کړو د فعالیت حق نه لري
لیکنه:امین کاوه

طالبانو د خپلو پراخو ممنوعیتونو پر دوام، په افغانستان کې د بهرنیو موسسو د زده کړو فعالیتونه منع کړي دي. ددې ډلې د شفاهي سپارښتنې پر بنسټ، ټولې هغه بهرنۍ موسسې چې د زده کړو په برخه کې یې فعالیت کاوه، مکلفې شوې دي تر څو په بشپړ ډول خپلې پروژې ودروي او خپل تجهیزات د طالبانو رژیم ته وسپاري. سربېره پر دې، د ملګرو ملتونو په یوه بنسټ کې یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي چې بهرنۍ موسسې د یو لړ شرایطو له مخې د خپلو فعالیتونو د درولو یا هم طالبانو ته د خپلو فعالیتونو د سپارلو په اړه د بحث په حال کې دي. دغه اقدام د کورنیو او نړۍوالو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي. ښځو او نجونو د طالبانو دغه پرېکړه د ښځو پر وړاندې د خپلو سیاستونو د تعمیم او د بنسټ پالنې پیاوړتیا، بللې ده. یو شمېر هېوادوال وايي چې طالبان پر نړۍوالو بنسټونو د فشار راوړلو له لارې، د خپل ځان لپاره د باج اخیستنې او امتیاز غوښتنې زمینه برابروي. د هغوی په خبره، د ملګرو ملتونو په بنسټ کې د ښځو د کار د ممنوعیت په اړه د ملګرو ملتونو شاتګ، طالبان نور هم زړور کړي دي.
طالبانو نېږدې دوه اوونۍ وړاندې هغو ټولو بهرنیو موسسو ته چې د زده کړو په برخه کې فعالیت کوي، په شفاهي ډول سپارښتنه کړې چې خپل ښوونیز فعالیتونه ودروي او د خپلو پروژو تجهیزات ددې ډلې د پوهنې ادارې ته وسپاري. په وروستیو ورځو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د پوهنې وزارت د نړۍوالو اړیکو رییس وحیدالله هاشمي پورې منسوب یو غږیز پیغام په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي. نوموړی په دغه غږیز پیغام کې د ولایتونو د پوهنې رییسانو ته سپارښتنه کوي چې د زده کړو په برخه کې د ټولو فعاله بهرنیو موسسو فعالیتونه ژر تر ژره ودروي. د طالبانو ددغه چارواکي په وینا، د دې ډلې مشرتابه پرېکړه کړې ده تر څو د زده کړو په برخه کې د هغو فعاله کورنیو موسسو فعالیتونه چې د دوی شرایط ونه مني، هم ودروي. نوموړی وايي: «ټولې هغه موسسې چې د زده کړو او روزنې په برخو کې فعالیتونه لري، هغوی راوغواړئ، ورته ووایئ چې تاسو خپل فعالیتونه د یوې میاشتې لپاره ودروئ. دا ورته په شفاهي ډول ووایئ. که چېرې موسسه مسلمانه وي او یا هم غیر مسلمانه وي، د ټولو په اړه پرېکړه شوې ده.»
په همدې حال کې، په افغانستان کې په ملګرو ملتونو پورې اړوند د بنسټونو یوه سرچینه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د طالبانو له لوري د بهرنیو موسسو د ښوونیزو فعالیتونو د ممنوعیت د سپارښتنې له صادرېدو وروسته، د افغانانو لپاره د بشري او پرمختیايي مرستو د همغږي ادارې (اکبر) له دغو موسسو سره په رایې اچونې بوخته ده. د دغې سرچینې په خبره، په وروستیو کې له نړۍوالو موسسو سره د اکبر ناسته په کابل کې جوړه شوه چې له ماشومانو نه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم یو له ګډونوالو نه و. دغه سرچینه وايي چې په یاده ناسته کې، د دوو موضوعاتو، د فعالیتونو درولو او کورنیو موسسو ته د یو لړ شرایطو پر بنسټ ددغو بنسټونو د کارونو د سپارلو په اړه بحث او خبرې اترې شوې دي.
دغه سرچینه همداراز وايي چې له دغې سپارښتنې نه د طالبانو اساسي موخه، ددغې ډلې پورې اړوند ادارو ته ددغو بنسټونو د ټولو فعالیتونو او پروژو سپارل دي. نوموړی وړاندې وايي چې په دې ناسته کې وروستۍ پرېکړه نده نیول شوې او د بهرنیو بنسټونو مسوولینو له هغې وروسته، د طالبانو د پوهنې له وزیر سره هم خبرې اترې کړي دي. نوموړی وايي: «د طالبانو موخه دا وه چې ښوونیز برنامې دوی ته وسپارل شي. د یادې ناستې نه وروسته، د بهرنیو موسسو مسوولینو د طالبانو د پوهنې له وزیر سره هم لیدلي دي.»
معترضې ښځې: د ښوونیزو برنامو درول د طالبانو له لوري پر ښځو د سیاست چلونې د دوام په مانا ده
یو شمېر معترضې ښځو او نجونو د نړۍوالو بنسټونو د ښوونیزو برنامو د درولو په اړه چې ډېری د نجونو د زده کړو په برخه کې فعالیت کوي، د طالبانو دغه اقدام، د دې ډلې له لوري پر ښځو د سیاستونو او د هغوی د ځپلو د دوام په مانا بولي. د دغو ښځو په خبره، طالبان به هر هغه اقدام چې د خپلې بنسټ پالنې د پیاوړتیا لامل یې کېږي، ترسره کړي. معترضې ښځې او نجونې ټینګار کوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د «نړۍوالو ترهګرو» د روزنې او پټنځای په مرکز تبدیل شوی دی. هغوی چې د ښځو د زده کړو په اړه د طالبانو سیاستونه یې په تېرو دوو کلونو کې له ننګونو سره مخ کړي دي، څرګندوي چې په ښځو پورې اړوند هر ډول فعالیت او د هغوی د وضعیت ښه والی د طالبانو لپاره د منلو وړ نده.
مهر انګیز عقیلي (مستعار نوم) یو له معترضو ښځو، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې طالبان هر هغه څه چې د زده کړې او اګاهۍ له جنس نه وي، ورته د منلو وړ نه ده. د دغې معترضې ښځې په وینا، د طالبانو رژیم د خپل سیاسي ژوندانه د دوام لپاره یوې نالوستې، اطاعت کوونکې او افراطي ټولنې ته اړتیا لري. د مېرمن عقیلي په باور، طالبان چې په هره کچه وکولای شي عصري زده کړې له ننګونو سره مخ او وځپي، په هماغه کچه خپلو غوښتنو ته لاسرسی موندي. نوموړې وايي: «طالبان د خپل ځان پر وړاندې اوسني اعتراضونه د زده کړو او اګاهۍ پایله بولي. رښتیا هم دی. په هغه کچه چې لوستې او باسواده ښځې او نجونې د طالبانو پر وړاندې اعتراض کوي، نالوستې یا کم سواده ښځې یې نه کوي. عصري زده کړې یعنې د تیارې او مذهبې بنسټ پالنې پر وړاندې اعتراض.»
ورته مهال، یو شمېر نور هېوادوال د بهرنیو موسسو د ښوونیزو فعالیتونو منع کول د اندېښنې وړ بولي. د هغوی په خبره، طالبان به له هغو ابزارو نه چې وکولای شي نړیواله ټولنه په تېره د ملګرو ملتونو سازمان تر فشار لاندې راولي، ګټه واخلي. دغه هېوادوال په دې برخه کې د ماشومانو او د زده کړو په برخه کې د بهرنیو موسسو د فعالیتونو منع کول ددې ډلې د فشار د ابزار یوه روښانه بېلګه بولي. د هغوی په باور، طالبان پر نړۍوالو بنسټونو د فشار راوړلو له لارې، د خپل ځان لپاره د باج اخیستنې او زیاتو امتیازونو غوښتنې ته زمینه برابروي. دغه هېوادوال ټینګار کوي چې د ملګرو په سازمان کې د ښځو د کار د ممنوعیت په اړه د ملګرو ملتونو شاتګ، طالبان نور هم زړور کړي دي.
په افغانستان کې د دولتي پوهنتونونو یو محصل امین الله شریفي، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې که د طالبانو له لوري پر ښوونیزو چارو محدودیتونه دوام ومومي، په هېواد کې به د زده کړو ټغر ټول شي. د نوموړي په خبره، اوسمهال په ډېریو دولتي ښوونځیو کې زدکوونکي خپله ورځ تېروي او زدکوونکو او ښوونکو خپله لېوالتیا له لاسه ورکړې ده. دغه محصل د بهرنیو بنسټونو ښوونیز فعالیتونه مهم بولي او وايي «دغو موسسو بې برخې کړای شویو ماشومانو لپاره ښوونیز فرصتونه برابرول. له ښوونځیو او ښوونیزو بنسټونو به یې ملاتړ کاوه. له پوهنې نه د هغوی ملاتړ، ټول خلک ښوونې ته هڅول. اوس چې کېدای شي د دوی فعالیتونه ودرول شي، د پوهنې لویه برخه به ورسره فلج شي.»
د کابل اوسېدونکی محمد عبداللهي وايي چې طالبان د بهرنیو موسسو په تړلو سره، باج اخیستنې او امتیاز غوښتنې ته زمینه برابروي. نوموړی وايي: «د ملګرو ملتونو په سازمان کې یې د ښځو کار کول منع کړل، د ملګرو ملتونو سازمان ورته پام ونکړ او هره اونۍ دوی ته ۴۰ میلیونه ډالر ورلېږي. هغوی لا هم زړور شوي دي او پوهېږي چې بهرنیان یې هره غوښتنه مني.»
له دغو غبرګونونو سره هممهاله، د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو نه د ملاتړ صندوق (یونیسف) د زدکړو په برخه کې د بهرنیو موسسو د فعالیت د ممنوعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د یونیسف په خبره، له دغو محدویتونو سره کېدای شي څه باندې ۵۰۰ زره ماشومان چې له ۳۰۰ زره زیات یې نجونې دي، له زده کړو بې برخې شي. په افغانستان کې د یونیسف ویاند سانتا مورت، ویلي دي: «یونیسف د طالبانو له چارواکو غواړي چې د ماشومانو ګتې په نظر کې ونیسي او تکراروي چې هر ماشوم د زده کړې حق لري.»
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستفان دوجاریک، هم په افغانستان کې د ښوونې په برخه کې د بهرنیو موسسو د فعالیتونو ممنوعیت د اندېښنې وړ او د شاتګ په لوري یو ګام بللی دی. د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند، زیاته کړې ده چې دغه پرېکړه د افغانستان او ددغه هېواد د خلکو، په تېره د ښځو، نجونو او ځوانانو راتلونکې تر بد اغېز لاندې راولي.
دا په داسې حال کې ده چې د رویټرز خبري آژانس تازه مورد کې راپور ورکړی دی چې د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو نه د ملاتړ صندوق (یونیسف) له طالبانو سره د زمان بندۍ او د خپلو ښوونیزو برنامو د احتمالي سپارلو په موخه د عملي ګامونو په اړه د مذاکرې په حال کې دي. په افغانستان د یونیسف ویاند سامانتا مورت، رویټرز ته ویلي دي چې د طالبانو د پوهنې له وزارت سره د پام وړ بحثونه روان دي. ۸صبح ورځپاڼې ته یو شمېر سرچینو هم له طالبانو سره د یونیسف په ګډون د بهرنیو موسسو د خبرو اترو د روان بهیر په اړه، خبر ورکړی دی.
تر دا مهاله لا روښانه نده چې دا سپارښتنه د طالبانو د کوم چارواکي له لوري صادره شوې ده، خو تر دې وړاندې یادې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې منع کړې دي. وروستیو کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان د بشر د حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت، ویلي دي چې طالبانو په تېرو ۲۲ مېاشتو کې، پر ښځو د محدودیت او ممنوعیت لګولو په برخه کې ۵۰ فرمانونه صادر کړي دي.