بې له شکه د نړیوال جام ترسره کول د قطر لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده. یو کوچنی هېواد چې تاسو یې په سختۍ سره د نړۍ په نقشه کې موندلی شئ. قطر د خپلو تېلو او ګازو د بډایه زیرمو په لرلو سره په تیرو دوو لسیزو کې خپل لوی اهداف تعقیب کړي او په ډیرو مواردو کې بریالی هم دی. دا لومړی ځل دی چې یو اسلامي او عربي هیواد د یوې نړیوالې سپورتي غونډې د تنظیمولو مسولیت په غاړه اخلي. په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام د پرانېستې په مراسمو کې د سیمې او په ځانګړې توګه د عربي هېوادونو د مشرانو حضور دا ثابته کړه چې د سعودي عربستان په ګډون د قطر سیالان د دغه هېواد رول له پامه نشي غورځولی او اوس باید له دې سره جوړجاړی وکړي. له بلې خوا ښايي د سيمې هېوادونه او همدارنګه د قطر ګاونډيان د دې سپورتي سيالیو په وياړ ترسره کېدل په يو ډول له خپل وقار او حیثیت سره تړلي وګڼي او له همدې امله غواړي له قطر سره په دې برخه کې همکاري وکړي.
په عین حال کې، د قطر نړیوال جام له هغې ورځې راهیسې چې دې هیواد یې امتیاز ترلاسه کړی، له حاشیه یې حالت سره مخ شوی. د فوټبال د نړیوال جام په درشل کې مو ولیدل چې ځینو غربي رسنیو د دغو سیالیو اړخونو ته توجه وکړه ترڅو ثابته کړي چې قطر د نړۍ د تر ټولو مهمو سپورتي لوبو د کوربه توب وړ نه دی. په دې کې شک نشته چې ځينې لويديځې رسنۍ اسلاموفوبيک يا د عربو ضد انګيزې ترويج کوي، خو د ټولو خبرو لنډيز دا دی چې د عربو او مسلمانانو دښمنانو لخوا پروپاګند کول دي. له شواهدو څرګنده شوه چې د قطر د حکومت له خوا د کارګرانو د حقونو د سرغړونې په اړه د ځینو غربي رسنیو ادعاوې ریښتیا دي. له بلې خوا قطر نړۍ ته د خپل موثریت او وړتیا د ثابتولو لپاره خپل ټول رسنیز او اعلاناتي ظرفیت په کار واچاوه. یوه له هغو ډلو څخه چې په وړیا توګه یا د پیسو په بدل کې، د نړیوال جام لپاره د چمتووالي یا د هغې په جریان کې د قطر له چلند څخه په مبالغه سره دفاع کوي، د اخوان المسلمین سازمان دی. دغه سازمان د بې وسۍ هغه حد ته رسېدلی دی چې د قطر په څېر د یوه کوچني هېواد د مادي او معنوي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ، مجاز ویلو ته مخه کړه. دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ دغه سازمان د نړۍ د مشرتوب خوبونه لیدل.
په قطر باندې د انتقادونو په مقابل کې د اخوان المسلمین ډلي د تبلیغاتو له معمول طریقه کار اخیستی دی: دوی ټینګار کوي چې د دې تاریخي غونډې په ترسره کولو کې د قطر د ناکامولو لپاره یوه نړیواله دسیسه ده او موږ باید دغه دسیسه شنډه کړو. پوښتنه دا ده چې په لوېدیځ کې د داسې چارواکو او بنسټونو له شتون سره سره چې د مخ پر ودې او مسلمانو هېوادونو په اړه له پورته څخه ښکته نظر لري او د اسلام او منځني ختیځ په اړه فوبیا لري او ناخوښه دي چې په قطر کې دا ډول پېښه رامنځته کېږي، خو ولې د نړۍ ټول هیوادونه غواړي چې قظر د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ تنظیموي، تاوان ورته ورسوي او یا د دغه هېواد لخوا د دې سیالیو په ترسره کېدو کې ناکامه شي؟ هغه ځواب چې د اخوان المسلمین د چارواکو په خوله کې دی دا دی چې له قطر سره د لوېدیځې نړۍ د دښمنۍ لامل دا دی چې دغه هېواد اسلامی دی. له همدې امله اخوان المسلمین ځان مکلف ګڼي چې د قطر څخه چې د اسلام استازیتوب کوي دفاع وکړي او د اسلامي ارزښتونو د دفاع په توګه یې دفاع وکړي. دوی ټینګار کوي چې قطر اوس مهال یو له هغو څو اسلامي هیوادونو څخه دی چې د توحید او اسلام بیرغ یې په لوړ ساتلی او حتی اوس د نړیوال جام څخه هم د خلکو د اسلام منلو لپاره کار اخلي. په وروستیو ورځو کې د اخوان المسلمین ځینو مشهورو شخصیتونو ادعا کړې چې په دې ورځو کې په قطر کې په سلګونو یا زرګونو کسانو اسلام قبول کړی دی. دوی وايي، د نړیوال جام د سپورټي فعالیتونو په څنډه کې په دیني وینا کې د ګډون لپاره د هند مشهور دعوتګر ذاکر نایک ته د قطر بلنه د دې ښودنه کوي چې قطر د اسلام او اسلامي ارزښتونو په اړه اندېښمن دی. همدارنګه د سیالیو پر مهال د شرابو په استعمال باندې د قطري چارواکو بندیز او د همجنس بازۍ د شعارونو په وړاندې کولو باندې بندیزونه د دې ښودنه کوي چې قطر خپل اسلامي هویت ته غاړه ږدي، نو موږ ته لازمه ده چې د اسلام د دفاع په چوکاټ کې له قطر څخه دفاع وکړو.
دا په خپل ذهن کې تصور کړئ که چیرې د ۲۰۲۲نړیوال جام تنظیم کوونکی د مصر په څیر هیواد وي او د اخوان المسلمین ګټې د هغه حکومت سره مطابقت ونلري، ایا د اخوان المسلمین عکس العمل به همداسې وای او دوی به د کیسې په مثبتو اړخونو تمرکز او ټینګار کړی وای یا دا چې دوی نورې مسلې راپورته کولی او ایا دوی د کیسې منفي ټکو ته ګوته نیوله؟ آیا په هغه وخت کې به دوی دا مسله نه مطرح کوله چې ولې د نړیوال جام کوربه هیواد د دې پر ځای چې له ۲۰۰ میلیاردو ډالرو زیات لګښت وکړي د نړیوال جام د کوربه توب لپاره یې ونه سپموي او دا دومره ډېري پیسي بې وزلو هیوادونو ته نه ورکولی، چې د دوی ځمکې د کرنې لپاره چمتو کړي او یا یې ولې دومره لوی مقدار د فضایي سټیشن په جوړولو او یا نورو لویو علمي او څیړنیزو کارونو لپاره مصرف نه کړی؟ د بېلګې په توګه په تېرو وختونو کې روسیې د فوټبال د نړیوال جام کوربه توب وکړ او د لږو پیسو په لګولو سره یې دا مراسم تنظیم کړل، نو قطر ولې دا کار ونه کړ؟ د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، په قطر کې د نړیوال جام د جوړولو پر مهال تر ۶۰۰۰ ډېر کارګران وژل شوي دي. دا ممکنه ده چې لږترلږه د دې راپورونو څخه ځینې سم وي. که په داسې حالت کې، د مثال په توګه، تونس د دې غونډې تنظیم کوونکی و، ایا اخوان المسلمین به چوپه خوله پاتی و او د پاکستاني، بنګلادیش او هندي کارګرانو د حقونو د پراخې سرغړونې په اړه به یې خبرې نه کولی؟
په دې کلونو کې د قطر کوچني هېواد له نرم ځواک څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې دي. د دې هېواد مشران هوښيار خلک دي او دا يې وښوده چې د نړيوالو اړيکو په نبض پوهيږي او په نړۍ کې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره ترې په سمه توګه کار اخلي. د قطر مشران خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي. که څه هم دغه هېواد له امريکا سره ډېرې نږدې اړيکې لري، خو د طالبانو په څېر له ځينو سخت دريځو ډلو څخه پرېکنده او هر اړخيز ملاتړ کوي. دا کوچنۍ ټاپووزمه چې اوږد تاریخ نه لري، د دې توان پیدا کړی چې افغانستان “له خپل پنځه زره کلن تاریخ” سره د خپل لاس بازیچه ورګځوي او د خپلې خوښې معادلې رامنځته کړي. دا سمه ده چې اعتراف کول شرمناک ښکاري، خو اعتراف نه کول درد نه دوا کوي.
هغه ستونزه چې د قطر اسلامپاله مدافعین ورسره لاس او ګریوان دي هغه دا دي چې سیاست او سیاسي لوبو ته مذهبي او ایډیالوژیکي رنګ ورکوي. که موږ له احساساتو ډډه وکړو، حقایق له پامه ونه غورځوو او سیاست د “امکاناتو هنر” په توګه وګڼو، په دې صورت کې به موږ وګورو چې د سیاستوالو لپاره مذهب او مذهبي شعارونه د داخلي ارزښت په توګه ډیر مهم دي. د قطر مشران اوس دې نتیجې ته رسیدلي چې د خپل هیواد مذهبي هویت ته پاملرنه د هغوي هیواد ته اعتبار او وقار ورکوي او د دولت بنسټونه پیاوړي کوي. که یوه ورځ دوی ته معلومه شي چې دوی کولی شي دا هدف په نورو لارو ترلاسه کړي، نو دوی به هیڅکله له دې کار څخه ډډه ونه کړي.
بله د پام وړ خبره دا ده چې قطر ته منسوبو رسنیو له کلونو راهیسې د امریکا او د هغې د متحدینو له خوا د افغانستان د اشغال پر ضد کار کړی او په پراخه کچه یې تبلیغات پیل کړي و تر څو چې په دغه هېواد کې د دوی د خوښې ډلې واک ترلاسه او جشن یې ونمانځلو. اخوان المسلمین هم د قطر په پیروی تل د غربي ځواکونو لخوا د افغانستان اشغال غندلی او هغه یې غیر قانوني بللی دی. خو په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو مهم عملیاتي مرکز په قطر کې دی. همدا ډول د العُدید پوځي اډه په ختیځ کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه هم ده. تر دې دمه د اخوان المسلمین یو غړی هم نه دی توانیدلی چې دا جرئت وکړی او په قطر کې د امریکایی ځواکونو د شتون پر ضد خبرې وکړی. داسې برېښي چې ازادي او استقلال د دوی لپاره بېل تعريف لري، خو کله چې د افغانستان نوبت راشي، ناڅاپه هر څه بل ډول کېږي.
اخوان المسلمین نه غواړي چې قطر دې د اخوان المسلمین له مخالفو هېوادونو لکه مصر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرین سره نږدې اړیکې ولري. دوی قطر ته د خپلې وفادارۍ د ثابتولو لپاره له هر فرصته ګټه پورته کوي او د خپلو سیاستونو په پلي کولو کې له دغه هېواده مرسته غواړي. د قطر مشران تر دې هوښیار دي چې د اخوانیانو د لاس وسېله شي چې د نړۍ په څلورو کونجونو کې بې ځایه او ځپل شوي دي. تر کومه ځایه چې قطر خپلو ګټو ته اړتیا لري، د خپل مخ د سپینولو لپاره له اخوان المسلمین څخه کار اخلي او کله چې ورته اړتیا نه وي خوشې به یې کړي. د قطر مشران عملي او رښتیني خلک دي او د خپل هېواد ګټې په خیالونو نه قربانوي. له قطر څخه د دفاع لپاره د اخوان المسلمین هڅې ښايي د یو څه وخت لپاره دوی ته ګټه ورسوي، خو هېڅ تضمین نشته چې له اخوان المسلمین سره به د قطر اړیکې تل همداسې وي. د سیاست په ډګر کې ډېری وختونه د نه اټکل وړ پېښې کېږي.