عدالت غوښتل که باج ورکول، خلک له ملګرو ملتونو سره د طالبانو پټو خبرو ته اندېښمن دي

په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو موسسو په تړل کېدو سره، ملګرو ملتونو د ښځو په حضور سره د مرستندویه موسسو د فعالیتونو د بېرته پېلېدو په تړاو د طالبانو له مشرانو سره پټې خبرې پېل کړې دي. په ملګرو ملتونو کې سرچینې وايي، چې د طالبانو له مشرانو سره د دغه سازمان خبرې روانې دي او احتمال لري، چې طالبان به تر راتلونکې یوې اوونۍ دغه سازمان ته څرګند ځواب ورکړي. خو یو شمېر هېوادوال او سیاستوال په دې باور دي چې طالبان د ښځو پر وړاندې له محدودیتونو نه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي څو نړۍ په دې قانع کړي چې د نجونو پر مخ د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو د دروازو په پرانېستو او په موسسو کې د ښځو د کار په پېلېدو سره د دې ډلې د په رسميت پېژندلو لاره هواره شي. یو شمېر څېړونکي او د ډیموکراسۍ فعالان په دې باور دي چې طالبان له نړۍ سره د اصولي تعامل وړتیا او او نیت نه لري او د افغانستان خلک د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د «بې غورۍ» قرباني شوي دي.
د دغه بنديز له لګېدو وروسته ملګرو ملتونو او نورو مرستندويه سازمانونو خبرداری ورکړی، چې په کورنيو او بهرنيو ادارو کې د ښځو پر کار کولو بنديز په دغه هېواد کې بشري ناورین لا پسې ژور کوي، اقتصادي ننګونې زياتوي او افغانستان په نړيوال نظام کې څنډې ته کوي.
په ملګرو ملتونو کې یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مرستیال مارکس پوټزل له طالب چارواکو سره پرخبرو بوخت دی او تر راتلونکې یوې اوونۍ دغه ډله د ملګرو ملتونو په ګډون په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار په تړاو خپل دریځ څرګندوي. دغه سرچینه چې ویې نه غوښتل نوم یې په رپوټ کې خپور شي وايي: «د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي. احتمالاً به تر یوې اوونۍ پورې طالبان د دې سناریو (په موسسو کې د ښځو د کار ځنډېدو) په تړاو ملګرو ملتونو ته ځواب ورکړي.»
سرچینه زیاتوي: «ملګري ملتونه تر اوسه له طالبانو سره د ښځو د کار کولو په تړاو هوکړې ته نه دي رسېدلي. طالبانو نه دا ویلي چې ښځې د ملګرو ملتونو په اډانه کې کار کولای شي او نه یې هم ویلي چې کار نه شي کولای. ملګرو ملتونو د رسمي هوکړه لیک غوښتنه کړې، خو طالبانو نه ده منلې. د دې سرچینې په وینا، «اوس مهال د ملګرو ملتونو ښځینه کارکونکي له کوره کار کوي او د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ تر ۳۱مې پورې چې تر څو دا موضوع روښانه کیږي، دفتر ته د هغوی تګ اختیاري دی.
د دې سرچینې په وینا،« د ملګرو ملتونو د مرستندویه او بشري مرستو د عملیاتو لویه برخه د نړیوالو نا دولتي موسسو لکه پاملرنې، د سویډن کمیټې، د ماشومانو د ساتنې بنسټ او نورو بنسټونو لخوا ترسره کیږي، چې د ښځو د کار په ځنډېدو سره یې فعالیتونه یې په ټپه درېدلي دي.»
دغه سرچینه تاییدوي چې د ښځو پر کار د بندیز د دوام موضوع د ملګرو ملتونو په ادارو کې په جدي توګه مطرح شوې ده. د دغې سرچينې په وينا، يو شمېر طالب چارواکو د يوناما له مشرې سره په کتنه کې خپل دريځ نرم کړى او ويلي يې دي، چې د کار لپاره د جلا چاپېريال او بېل حجاب د رعایتوبو په ګډون به د ځانګړو شرايطو په رامنځته کېدو سره د ښځو پر کار کولو لګول شوی بندیز لېرې شي.
په همدې حال کې یو څیړونکی او د ډیموکراسۍ فعال تابش فروغ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې په دې باور دی چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د لنډمهالو خبرو تجربې ښودلې چې دغه ډله له نړۍ سره د اصولي تعامل وړتیا اونیت نه لري. ښاغلی فروغ زیاتوي:« څه د طالبانو د امارت په لومړي پړاو کې او څه اوس د نړیوالې ټولنې د خبرو د لنډ پړاو تجربې ښودلې چې دغه ډله له نړۍ سره د اصولي تعامل وړتیا او نیت نه لري. د طالبانو مشرتابه د نړیوالو حقوقو او قوانینو پر مراعاتولو ځان مکلف نه ګڼي او له نړۍ سره د هغوی چلند په واقعیت کې کې لاروهنه او یرغمل نیونه ده.»
دغه څېړونکی او د ډیموکراسۍ فعال په دې باور دی چې طالبان د ملي او نړیوال مشروعیت په تړاو اندیښمن نه دي. د هغه په وينا، طالبان پوهيږي چې« د شاوخوا څلوېښت ميليونو وګړو د بشري او ښاروندۍ حقونو په تر پښو لاندې کولو سره سره، د سيمې او لوېديځ يو شمېر دولتونه ورته پیسې لېږي او د سيمې او نړۍ په پلازمينو کې د هغوى د استازو هرکلى کوي.»
ښاغلی فروغ زیاتوي: «د افغانستان له مسألې سره د یوناما د مشرتابه غیر مسوولانه چلند له بده مرغه پر طالبانو د نړیوالو فشارونو د ټولو وسیلو اغېزناکتوب له منځه وړی دی. په ځینو موردونو کې د یوناما استازو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاندویانو رول ترسره کړی دی. نو طالبان په هیڅ ډول خبرو کې له خپلو ډیری غوښتنو د تېرېدو دلیل نه ویني.»
د دغه څیړونکي او د ډیموکراسۍ د فعال په وینا، له طالبانو سره پټې او نارسمي خبرې به دغه ډله لا زړوره کړي. افغانان د طالبانو د ضدیت او د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د بې غورۍ قربانیان دي.»
له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:«یوناما د خپل ماموریت یا Mandate پر بنسټ دنده لري، چې له طالبانو سره خبرو ته کيني او د ملګرو ملتونو او نړېوالې ټولنې د غړو هېوادونو پیغامونه ورسوي. ښاغلى پوټزل په ظاهره همدا کار کوي. خو د رسمیت پېژندني په برخه کې هېڅکله ماموریت نه لري. ځکه چې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو او نړیوالې ټولنې پیغامونه روښانه دي چې هغوی هېڅکله د طالبانو په دغې تګلارې او چلند سره د هغوی په رسمیت پېژندلو ته چمتو نه دي او که تعامل هم کوي ، یوازې د بشردوستانه مرستو او د افغانستان خلکو ته د هغو د رسېدو په پار به وي.»
بلخوا، د مخکیني حکومت د کورنیو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو پخواني کارکوونکی ویس احمد برمک له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:«زما په اند او تر کومه ځایه چې زه پوهیږم، خبرې روانې دي، خو هغې مطلوبې پایلې ته به ونه رسېږي چې موږ او نړیواله ټولنه یې تمه لرو. طالبانو خپله پرېکړه کړې ده او په خواشینۍ سره چې له خپلې پرېکړې نه په شا کیږي، مګر دا چې کومه معجزه وکړي.»
په همدې حال کې سیاسي فعال او د مخکیني حکومت د سولې په چارو کې د حکومت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیاله ډاکټره عالمه له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د خبرو په تړاو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي. د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه موسسو هڅې باید د ښځو پر مخ د موسسو د دروازو په پرانېستو پورې محدودې نه شي.
د مخکیني حکومت د سولې د چارو د وزارت د بشري حقونو مرستیاله ټینګار کوي چې ملګرو ملتونو په لومړي سر کې چې کله طالبانو په دولتي ادارو کې ښځینه کارکوونکو ته وویل:« د ځان پرځای خپل وروڼه یا مېړونه ادارو ته راولېږئ.» په موسسو کې د ښځو پر کارکولو د بندیز په کچه غبرګون ونه ښود.
هغه وايي، دا د ټولو لپاره پوښتنه ده چې ولې په دولتي ادارو کې د ښځو پر کارکولو بندیز د دې لامل نه شو چې نړیواله ټولنه له طالبانو سره خبرو ته کيني.
دغه سیاسي فعاله زیاتوي: « موږ له هغو بنسټونو چې په پټه د افغان ښځو په نوم خبرې کوي، غوښتنه کوو چې د ښځو له مسألې یو ځل بیا د وسیلې په توګه کار وانخلي او د دوحې د هوکړې په څېر د ښځو له برخلیک سره معامله ونه کړي.» د مخکیني حکومت د سولې د چارو د وزارت د بشري حقونو د مرستیالې په وینا، هېڅ بنسټ او سازمان باید د ښځو مبارزه په موسسو کې د ښځو د کار په حق پورې محدوده نه کړي. د هغې په وينا: « د افغان ښځو د مبارزې موخه يوازې د تحصیل او په انجوګانو کې د کار حق نه دى. موخه د اساسي قانون او مډرنو قوانینو انفاذ، د خلکو د ارادې پر بنسټ د نظام جوړېدل، د هېودوالو برابر حقونه، د حقیقي شخصیت په توګه د ښځو د مقام تثبیت، په ټولو برخو کې د ښځو ماناداره مشارکت او په سیاسي بهیرونو کې د ښځو له لوري خپل استازیتوب دی.»
په همدې حال کې یو شمېر اعتراض کوونکې ښځې او هېوادوال هم له طالبانو سره د یوناما د سرپرست د ناستو په تړاو وايي چې د افغانستان د ښځو او خلکو په تړاو د برخلیک د ټاکلو او پرېکړې کولو حق باید هغو کسانو ته ورنه کړل شي، چې له خلکو او د ښاروندۍ له حقونو سره هېڅ تړاو نه لري. دغه هېوادوال اندېښنه څرګندوي چې له طالب چارواکو سره د یوناما د سرپرست پټې خبرې د دغې ډلې په د رسمیت پېژندنې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي. د دوی په اند طالبان غواړي د ښځو ضد سیاستونو په پلي کولو سره له نړۍ سره د خبرو او تعامل لاره هواره کړي او د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو د دروازو پرانېستل، او د ښځو د کار حق د ملګرو ملتونو له خوا د دې ډلې په رسمیت پېژندلو پورې تړلې مسأله وګڼي.
میترا (مستعار نوم) یوه اعتراض کوونکې نجلۍ ده. دا پر ملګرو ملتونو سختې نیوکې کوي او وايي: «د موسسو د دروازو په تړل کېدو سره د هغوی (ملګري ملتونه) ګټې له خطر سره مخ شوي او له همدې امله له طالبانو سره پر خبرو او تفاهم بوخت دي.» د دې په وينا، په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې پر ښځو د پراخو بنديزونو د لګول کېدو او د هغوی د محرمیتونو په مسأله کې د یوې عادي اعلاميې په صادرولو بسنه کړې ده، خو اوس یې چې د خپلو بنسټونو ګټې په خطر کې دي، دا موضوع په جدي توګه تعقيبوي.
دا خبرې په داسې حال کې کیږي، چې د طالبانو د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ د مرغومې میاشتې په درېیمه په هیواد کې فعالو کورنیو او بهرنیو ادارو ته په یوه مکتوب کې امر وکړ چې تر امرثاني پورې د ښځینه کارکوونکو فعالیت ودروي. د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف خبرداری ورکړی دی چې د دغه مکتوب له منځپانګې نه د سرغړونې او ځنډ په صورت کې د دغو بنسټونو جواز لغوه کیږي.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د دفتر(یوناما) سرپرست مارکس پوټزل، د طالبانو د ریاست الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني او یو شمېر نورو سرپرست وزیرانو او طالب چارواکو سره په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کارکولو د بندیز په تړاو خبرې کړې دي.
په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز په لګول کېدو سره په هېواد کې څه باندې ۱۵۰ کورنیو او بهرنیو موسسو خپل فعالیتونه درولي او ډېرو دغو بنسټونو په نوي میلادي کال کې له خپلو کارکوونکو سره تړونونه نه دي لاسلیک کړي. خو د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي جان اګلند چې اوس اوس یې افغانستان ته سفر کړی، ویلي دي، چې د دې سازمان دفترونه نږدې خالي شوي او په ټول افغانستان کې یې چارې په ټپه ولاړې دي. هغه دغه راز زياته کړې، که ښځې بېرته خپلو کارونو ته را نه شي، نو ډېر انسانان به تلف شي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک کې سرچینو د دوشنبې په ورځ د مرغومې پر ۱۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړه، چې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز د فرمان له صادرېدو وروسته کابل ته د نغدو پیسو لېږد دریدلی دی.