کرکټ لوبډلې دویم بری، د نظرونو په هېنداره کې

رحمت الله نبیل:
«د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دوهمې خوږې سوبې/بریا له امله ګرانو هیواد والو او د کرکټ لوبې مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وایم. د دوی لا بریاوو په هیله!»
محسن داوړ:
«د افغانستان اولس ته د کرکټ د لوبډلې په بریا د زړه له تله مبارکی وایو. د بریا د مزل به د هیواد د خپلواکئ او ازادئ تر مرام رسی. خدائ دې په زوریدلی اولس د ژوند په هر ډګر پرله پسې خوشالئ اووینی.»
پخوانی ولسمشر حامد کرزی:
پیام تبریکی
حامد کرزی رئیس جمهور پیشین افغانستان دومین پیروزی تیم ملی کرکت افغانستان در مقابل پاکستان را به تمام هموطنان عزیز تبریک و تهنیت عرض میدارد.
رئیس جمهور پیشین این پیروزی را دست آورد چشمگیری میداند و از بارگاه الهی برای تیم ملی کرکت کشور موفقیتهای مزید آرزو مینماید.»
د مبارکۍ پیغام:
پخوانی ولسمشر حامدکرزی، پاکستان پروړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دویم بري په خاطر، ټولو ګرانو هېوادوالو ته مبارکي وایي.
پخوانی ولسمشر، دا بری د یادولو وړ لاسته راوړنه ګڼي او د هیواد کرکټ ملي لوبډلې ته د نورو بریو هیله کوي!)
سیدشاه شاه:
«څومره خاموشي ده، څومره شور دی په دې خاوره کې
څومره بې وسي ده، څومره زور دی په دې خاوره کې
د پاکستان ماتې مو مبارک سه!»
عصمت قانع:
«ملي او ديموکراتيک بری وو په ملي او دموکراتيکه روحيه ترلاسه ش»
نجیب ننګیال:
«مبارک مو شه!
افغانستان دی، ملت یې، هویت یې ټول دې خدای سلامت لري.»
اجمل تورمان:
«تور توتان تر یار قربان!
“اخ وطن وطن ! ” زما د شعرونو نوې ټولکه ده، چې ژر به چاپ شي. ډالۍ به وي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته.
مبارک شه وطنه!
قیس الفت:
«تبریک، تبریک، تبریک!
تیم ملی کرکت افغانستان باز هم پاکستان را شکست داد!»
(مبارک، مبارک، مبارک! د افغانستان د کرکټ لوبډلې، بیا هم پاکستان مات کړ!)
ملک عاصم:
«د افغانستان د کرکټ په ټول تاریخ مې دومره خوښي نه وه په برخه شوې؛ ویاړ پر افغان اتلانو!»
پژواک:
«د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان پر وړاندې د افغانستان ملي لوبډلې د بریاوو مبارکي ورکړې ده.»
منتشر شاهي:
«په دې ښار کې دغه لږه شان رڼا ده »
اوس مو چې له پاکستان سيريز وګاټه، لکه يو دروند بار چې تر منزل مقصود رسول شوی وي.
زموږ کورنۍ په ځانګړې توګه ما او زما ورونو( شمس، عبيد، محمود او حامد) د افغانستان له کرکټ سره لیونۍ مينه درلوده او يو وخت مو ارمان و چې د خپل هېواد لپاره ولوبېږو، خو قسمت… .
څاروان ځواک:
«زړه مو خولې ته راغی خو احساسات له کنټرول بهر دي
بلوټایګرز زنده باد
فیلینګ مې د ارباب غونده ده خو لاسونه مې ریږدي کامره ځان ته نشم برابرولای!»
ایشورداس:
«همی که پاکستان را در مسابقه کرکټ شکست دادیم؛ مزهی دیګر دارد.» (همدا چې پاکستان مو په کرکېټ کې مات کړ؛ بل ډول خوند لري!)
سعید شینواری:
«یو شمېر هېوادوالو غوښتنه کړې چې پوسټ وکړم:
وایي، کرکټ بورډ دې محمد نبي او نجیب ځدراڼ دغه په لاس کې بیټونه واخلي او موزیم کې دې کېښودل شي.
شکیبا آصفلور:
«شکر خدایه، ډېر شکر
آه تېر کال یې شپه په ژړا او ناراحتۍ په افغانانو تېره کړه، نن د دوی دا حال دی.
بیشکه چې خدای هر چاته بریا ورکوي.
مبارک مو شه!»
جاوید کوټوال:
«په نبي ډېری افغانان نیوکې کوي، خو پرما له پخوا هم ګران و اوس خو لا زیات رانژدې شو. سمه ده چې باید نویو او ځوانو لوبغاړو ته فرصت ورکړل شي خو په ټیم کې باید یو دوه باتجربه او پاخه لوبغاړي هم وي چې ټیم پرې راټول وي.
مننه محمد نبي چې د ټیم په ملتیا دې مونږ ته له اختره دمخه ستر اختر راوست!»
پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني:
«ټيټ مې مهبوله غورځنګ راباندى مهکړه
زه پدې افتاده ګۍ کې لوى ګړنګ يم!
ګرانو هېوادوالو!
د پاکستان پر وړاندې د دوهمې پرلپسې شل اوریزې لوبې د ګټلو او د سیریز بریا دې ټول افغان ملت ته ډېر ډېر مبارک وي.»
ګیله من وزیر:
«د افغانستان ملي لوبغاړو! تاسې د ځورېدلي افغان ملت یوازنۍ هیله یاست، چې جنګځپلي ملت په غمځپلو څېرو موسکا راولئ!»
علی وزیر مورکه وايي:
«د افغانستان په بریا د زړه خوشاله یم؛ خو خوشالي به مي یو په سل زیاته شي؛ که د نجونو مکتبونه خلاص کړي!»