د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان، د دغه هېواد اوسنی لومری وزیر شهبار شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله او د پاکستان د اردو د استخباراتو یو چارواکی فیصل نصیر د ځان د ترور نقشې په برابرولو تورن کړل.
په پنجاب ایالت کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي محمداظهر الجزیرې ته ویلي چې پر عمران خان ډزې کول د امنیتي تشې له امله نه وو.
هغه جمعه د نومبر په څلورمه ویلي: «داسې نه ده چې احتیاطي اقدامات نه دي ترسره شوي، دا د عمران خان خلاف یو پلان شوی برید و. دا برید په ځیرتیا سره پلان شوی و او په ځیرتیا ترسره شو، د هغه (عمران خان) شاوخوا ګڼ امنیتي کسان موجود وو.»
عمران خان د لاهور له یوه روغتونه چې پکې تر درملنې لاندې دی په ژوندۍ وینا کې، وویل: «کله چې ښه شوم، د اسلام اباد لاریون به بیا پيل کړو.»
عمران خان د پاکستان قضاییه قوې ته په خطاب کې وویل: «که عدالت موجود نه وي، یو هېواد پرمختګ نه شي کولای، دا ستاسو دنده ده چې دغه هېواد له بې عدالتۍ وژغورئ.»
له بلې خوا، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د شهبار شریف په مشرۍ واکمن ایتلافي دولت په دې اړه د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې ده.
شهباز شریف هم په یوه ټویټري پيغام کې، پر عمران خان برید غندلی او ویلي یې دي چې د کورنیو چارو وزیر ته یې حکم کړی ترڅو ددې برید په هکله ژرترژره راپور وړاندې کړي.