د هېوادونو تاریخ ته که وګورو، هغه هېوادونه چې وګړو يې په خپل مټ جوړ کړي دي، نن د هېوادونو په کتار کې د ښه نوم او مقام خاوندان دي، ځکه دوی خپل اقتصاد په خپلو لاسونو جوړ کړی، تعلیمي سیسټم يې خپلو وسایلو ته په کتو رغولی دی، خلک يې په دې پوه شوي دي چې که هر ځای ته ځان رسول غواړي، یوازې د دوی په خپلو مټو يې کولای شي، له دې امله نو د نورو هېوادونو اغېز هم پرې کم وي او دوی د خپلو هېوادونو په چارو کې د نوور لاسوهنې نه مني.
بل پلو هغه هېوادونه دي چې د نورو هېوادونو د مرستو په تمه ناست وي، دوی په خپل هېواد کې هر بدلون د نورو په مرسته راولي، که نور ور سره لاس یو نه کړي، دوی هم د هر بدلون لپاره سپينې سترګې ناست وي او هيڅ کار يې له لاسه نه کېږي. همدې تګلارې د هغوی پر روان دا اغېز کړی دی چې که بل څوک د بدلون هڅه ونه کړي، دوی خپله د بدلون اهلیت نه لري، دا چې دوی ته هر څوک مرستې ور کوي، له دې امله يې په کورنيو چارو کې نور لاسوهنې هم کوي او دغه هېوادونه د شخړو او سیالیو په ډګر بدل شوي دي. لامل يې د دې هېواد خپل لټ، بې ارادې، بې عزمه، د نړۍ له اصولو ناخبري او د ژوند له تجربو ګټه نه اخیستونکي وګړي دي.
زموږ هېواد او هېوادوال د دویمې کټګورۍ دي، د هېواد په معاصر تاریخ کې یوازې د احمد شاه بابا او تر ده وروسته د تیمور شاه دوره داسې وه چې موږ پر خپل مټ تکیه کړې وه، له دې را وروسته په دې ډېر اوږده تاریخ کې که نظر وکړای شي، نو یوه داسې دوره نه شته چې هغه دې د بهرنیانو له مرستو پرته چلېدلې وي.
موږ په هېواد کې د سیاسي بدلون سترګې هم بل ته نیولې وي او د اقتصاد برخه مو له وخته یا پر یرغلونو ولاړه وه یا د بل پر مرستو. د تعلیم په برخه کې دومره خوار یو او وو چې د مهمو تخینکي برخو لپاره مو استادان نه درلودل او نه يې لرو، نصاب مو پر کاپي پیسټ ولاړ دی، خپل تولید د ط ټکی دی، موږ په فزیکي او رواني لحاظ نورو پسې په تګ اموخته شوي یو.
که څه هم دا هيڅ امکان نه لري چې له تاریخ څخه دې د ژوند ټولو برخو ته درس واخیستل شي او بیا دې انسان تېروتنه نه کوي، اما زموږ د هیواد تاریخ په ځینو مشخصو برخو کې د عبرت اخیستنې دومره مواد لري، چې که څوک يې د عبرت او درس اخیستو په نیت مطالعه کړي، نو ښايي په دغو برخو کې بیا لویې تېروتنې ونه کړي.
تر ټولو مهمه يې د سیاست، اقتصاد او تعلیمي سیسټم برخې دي، دا درې واړه نن د ملا تير حیثیت لري. که هېواد کې سیاسي بې ثباتي وي، نو اقتصاد ور سره پرځي او تعلیم یافته قِشر له دې هېواده پښې سپکوي، کله چې اقصاد ولوېږي او تعلیم لرونکي خلک ولاړ شي، نو دواړه برخې فلج شوې او دغه هېواد او ملت هر څه وبایلل.
زموږ په هېواد کې نه سیاسي ثبات ټینګ شوی دی، نه مو واکمنو پر اقتصاد بنسټیز کار کړی دی او نه د تعلیم برخې ته سیستماتیکه پاملرنه شوې ده. دا چې هيڅ مو نه دي کړي، نو نتیجه يې هم زموږ په وړاندې ده. میلینونه وګړي مو د ماښام یوه ګوله مړۍ نه لري، دا ورته نړۍ والې موسیسې ور کوي، د مکتب ودانۍ نه لري، دا د نړۍ په مرستو جوړېږي، د اغوستو کالي نه لرو، دا هم بل راکوي، په سیاست کې مو دا حال دی چې له ټولې نړۍ په انزوا کې پراته یو او یوازې د هېواد شتمنۍ چور کولای شو.
هېواد کې د یوه سیاسي بدلون لپاره د یوه ويښ ملت ضرورت دی، تر هغو چې ملت دا اړتیا درک نه کړي، د بل په سوټي راغلی بدلون به همداسې په لنډه موده کې پوپنا شي لکه هيڅ چې نه وي.
موږ باید دا درک کړو چې سر له پرونه مو د شعوري ملت، ويښ ملت او باهمته ملت جوړونې لپاره کار کړی وای، دا چې پرون مو نه دی کړی، باید نن يې شروع کړو، د خیر کار چې هر وخت شروع شري، ناوخته نه وي، پښتانه وايي: د نن کار سپا ته مه پرېږده. دا کار ډېر اوږدمهالی دی، اما بدلون يې هم اوږدمهالی، ژور او هر اړخیز وي.
موږ نور باید دا تېروتنه ونه کړو چې په هېواد کې د بدلون لپاره نورو ته ست وکړو، د هغوی مرسته بې څه نه وي. پښتانه وايي د بل په ډوډۍ کې ډبرې وي، د بل مرسته بې بدیله نه وي، په لوی لاس د هېواد چارو ته د بل لاسونه را اوږدول د هوښیارو کار نه دی، سبا له همدې بهرنیو لاسونو تنګ راځو، تر دې چې هره ورځ د یوه بدلون شاهدان یو،نړۍ را باندې خاندي، هیواد مو د هغوی د لوبو او سیالیو په ډګر بدل شوی، خلک مو نور له تحولاتو ستړي شوي، د نړۍ د ریشخند شول، تر دې دا ښه ده چې یوه اوږد مهالې مبارزه وشي، له اوسنیو واکمنو څخه خلک ستړي کېږي، دلته باید روښنفکره، مسوولیت منونکي، هېواد پاله او له ملت سره خواخوږي کسان تیار ناست وي، کله چې هم ملت دغه تیاره فکره استفراق کړي، د واک تشه باید خپله افغانان د خپلو خلکو په مرسته ډکه کړي، دا تجربه به موږ ته په ژوند کې نور ډېر درسونه هم راکړي.