غور کې د یوه قومي مشر او د هغه د زوی مړي وموندل شول

۸صبح، غور: غور کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت د یوه قومي مشر او د هغه د زوی مړي موندل شوي دي.

سرچینې دوشنبه د لیندۍ پر څوارلسمه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې د یوه قومي مشر رییس احمد خان رسولي او د هغه د زوی مړي تېره شپه د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار په الندر سیمه کې موندل شوي دي.

احمد خان او زوی یې د تلې میاشتې په لومړیو کې د طالبانو له خوا په غور کې نیول شوي وو.

ویل کېږي، چې موندل شوي مړي د غور ولایتي روغتون سړې خونې ته لېږدول شوي دي.

د دغه قومي مشر خپلوان وایي، چې د طالبانو له خوا د هغه له نیول کېدو وروسته څو ځله د طالبانو اړوند بنسټونو ته ورغلل، خو دغو ادارو د هغه نیول کېدل رد کړل.

احمد خان رسولي طالبانو ته غور ولایت د ډېری سیمو په پرېښودو کې رول درلود.

ورته لیکنې

Back to top button